Categories

اعلان

Loading…

د افغان سولې په تړاو خلیلزاد د سفر بله دوره پیل کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان، بلجیم، قطر، پاکستان، جرمني او متحده عربي اماراتو په بل سفر وتلی دی.

دا سفر د مۍ میاشتې له ۳۱مې نېټې څخه د جون میاشتې تر ۱۶مې نېټې پوري دوام کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې ویلي، د دې سفر موخه د سولې د داسې پروسې د تسهیل ټولیزه هڅه ده، چې په افغانستان کې به شخړه پای ته ورسوي.

زلمي خلیلزاد نن (یکشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«د طالبانو د مشر د اختر په پیغام کې د افغانستان د سولې د پروسې تر یوه حده ملاتړ، له نورو افغانانو سره خبرو ته لېوالتیا او بالاخره جوړجاړی چې د واک وېش ته پکې اړتیا وي، ښې خبرې دي.»

خلیلزاد به په کابل کې له افغان حکومت او د مدني ټولنو او ښځو د حقونو د ډلو په ګډون، له نورو افغانانو سره وګوري او دوی به وهڅوي چې په داسې بین الافغاني مذاکراتو کار وکړي چې د سولې د وروستي جوړجاړي لامل شي.

په بروکسل، برلین، اسلام آباد او ابوظبي که به خلیلزاد د افغان سولې بهیر لپاره نړیوال ملاتړ راټولوي او هڅه به کوي چې د سولې نوی جوړجاړی پایداره وي.

په دوحه کې به خلیلزاد له طالبانو سره د سولې بهیر د مخته بېولو په موخه بل پړاو خبرې اترې هم وکړي.

888 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
633

2 comments

  1. سلیمان Reply

    دا هسې د وخت ضایع کول دي. په دومره اوږده موده کې ددې دومره سفرو او ملاقاتو نتیجه صفر او دا یوه ناکامه او مبهمه پروسه ده. ددې ټولو ملاقاتو او سفرونو موخه د جګړې دوام ته لاره هوارول او طالبان په رسمیت پيژندل دي. که داسې نه وي نو چا داپوښتنه ولې ونکړه چې طالبان د کوم هیواد په پاسپورت سفرونه کوي او بیا دا ترهګرو ته ویزې په کوم نوم ورکول کیږي. په حقیقت کې دا د نړیوالو یوه لوبه او ډرامه ده.

  2. Zahra Zafar Reply

    وي نو چا داپوښتنه ولې ونکړه چې طالبان د کوم هیواد په پاسپورت سفرونه کوي او بیا دا ترهګرو ته ویزې په کوم نوم ورکول کیږي. په حقیقت کې دا د نړیوالو یوه لوبه او ډرامه د

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2