Categories
TwitterFacebookPinterestGoogle+

اعلان

Loading…

۸

کالیزه | لنډه کیسه

 صفیه وردګ
سترګې مې رڼې کړې.کوټه تته وه ،خو لا مالومېده چې شپه نه ده.ساعت ته  مې  وکتل ولاړ و.ولټېدم.د کوټې له یو رنګ فضا ستړې وم، خو لمر مې هم نه غوښت.پرده مې کش کړه.ورېځ وه.کړکۍ مې پرانیسته.واوره شوې وه.لرې لرې د تللیو پلونه وو.
په  خونه کې هر څه تیت پرک
وو.یوې خوا ته جرابې،تاخچه کې د اوبو تش جک ،پر مېز نه پوهېږم څو ورځنۍ غوښه پرته وه.ټول مې کړل، پخلنځي ته لاړم.په برقي ترموز کې بېګانۍ اوبه تړمې وې، بیا مې برق ته ورکړ چای مې دم کړ.
کوټې ته راغلم.
ملګرې مې زنګ راته کړی و ،خو ما نه و اورېدلی.په فېسبوک کې مې د مسج غږ ته
 پام شو ،راته لیکلي يې وو نن له کوره مه ځه.
ووریه وه.پر ښیښو د څاڅکیو تړکههار و.چای مې واچاوه دروازه وټکېده ورغلم .
_سلام.
_پخیر ته له کومه.
_کالیزه دې مبارک.
_اوو مننه.
بالاپوښ یې لوند و، پر کوټبند مې ځوړند کړ.دا ناسته وه کېک یې پر مېز ایښی و ،دوې شمې یې تر څنګ وې، کوټه ورېځو تیاره کړې وه.
_ډېر څه مې وا نه خیستل په همدې کېک به یې نمانځو.
چای مې ورته واچاوه.له پخلنځي مې وطنۍ ګوړه ورته راوړه.
وروځې یې برندې کړې.ولټېده.څراغ یې مړ کړ.پردې یې کش کړې.شمو ته یې فېلټر ونیو.رڼا یوازې د مېز تر کونجو رسېده.
 کېک مې نیم کړ.غېږه یې راکړه. لاس مې يې ونیو.شمې ته مې ور پو کړل، مړه شوه، لوګی یې هسک وخوت.خونه تپه توره شوه.
 پای
onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
621

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *