Categories

اعلان

Loading…

آیا د منځنی آسیا، جنوبي آسیا او چین لپاره د اروپایي مرکانتلیزم تجربه ګټوره ده؟

پوهاند محمد بشیر دودیال

د اقتصادي نظریاتو په تأریخ کې که څومره د فزیوکراتانو درناوی کیږي او له تیوری څخه یې ګټې اخیستل شوي دي، هومره دمرکانتلستانو نظرونو هم د سیاستوالو او اقتصادپوهانو پام ځانته رااړولی دی. فزیوکراتانو زیاتره په زمکه او نورو طبیعی شتمنیو ډډه ولګوله او زمکه او طبیعی منابع یې دثروت منبع بلله، بالمقابل؛ مرکانتلیستانو تجارت او سوداګری ته ډیره پاملرنه وکړه. د فزیوکراتانو په نظریه خبرې نه کوو، خو مرکانتلیزم به لږڅه تشریح کړو: د مرکانتلیستانو هدف د دوی دهیوادونو داقتصاد ښه کیدل و، خو سیاستوالو یی  ډیر افراط وکړ او په لویو استعماري هیوادو بدل شول. دوی خپل دولتونه د ثروت ټولولو ته دومره وهڅول چی پایله یی ښکیلاک او د نورو ملکونونیول شول. ښه مثال یی د بریتانیا دی چی د تجارت له نامه لاندې یی ځان آن تر لوی هندوستان پورې راورساو. دختیځ هند کمپنۍ چې بالاخره دهند دمستعمره کیدو او بیا آن ترافغانستان پورې د انګریزانو د رارسیدو لامل شوه، هسې په نوم سوداګریزه کمپنی وه، خو اصلي هدف یې د هند دخامو موادو (ثروتونو) انتقال و. د سوداګرانو مکتب (نظریات) په اروپا کې د پنځلسمې او شپاړلسمې میلادي پېړۍ د اقتصادي، سیاسي او کلتوري بدلونو له امله رامنځته شول چې د اتلسمې پېړۍ تر نیمايي پورې یې دوام درلود.  هغه پرمختګونه چې په اروپا کې په پنځلسمه پېړۍ کې راپېښ شول؛ د فکرونو او آیدیالونو د بدلون لامل شول او په پای کې مذهبي ریفورم او رنسانس رامنځته شو. په دې ترڅ کې اقتصادي فعالیتونه او تفکر له مذهبي او اخلاقي عواملو جلا تر څېړنې لاندې ونیول شول او مادیاتو سره علاقمندي او د شتمنیو راټولول د اقتصادي فعاليت بنسټ جوړ کړ. اقتصادي تفکر پرته له دې چې اخلاقو، عدالت او د انفرادي وجدان آرامي په پام کې ولري، په یوه سیاسي ایدیال پورې وتړل شو. د تخنیک پرمختګ، له بهر څخه د سرو او سپينو زرو راتلل، د کالوین دا نظر چې «د شتمنۍ ترلاسه کول د الهي موهبت نښه ده» او همداسې هم د اروپايي لویو او خپلواکو هیوادونو د دولتونو رامنځته کېدو دا زمینه برابره کړه چې نوي نظریات راڅرګند شي او دولتونه له مذهبي دستورونو پرته جوړ او د مسیحیت د حکومت له تشکیلولو ډډه وشي او د مرکانتلیست تفکر ښه پوخ شي. د سوداګري د نظریاتو او تیوریسنانو موخه په هرې وسیلې سره د سرو او سپینو زرو ټولول و، پرته له دې چې اخلاقي ارزښتونه وخت او عدالت په نظر کې ونیسي. دوی اقتصادي پروسه د دولت د ځواک، د دولت د اړتیا او اقتصادي قدرت ته د رسېدو په موخه وکاروله او په اقتصادي فعالیتونو کې یې د دولت مداخله تر ټولو لوړ حد پورې ورسوله، دوی بهرنۍ سوداګري (د ګرانبیه فلزاتو ترلاسه کول) او د بهرنۍ سوداګري کلک کنترول تر تحلیل او عمل لاندې ونیول. له دوو پېړیو زیات د مرکانتیلستانو د سیاست اجرا کولو (چې د هغه له مخې د تجارت له طریقه د شتمني ډېرول او د ګاونډیو ملتونو او مستعمراتو له استثمار او ښکېلاک او ځبېښناک څخه خالص محصول ترلاسه کول یې موخه وه) دوی ته ستونزې هم پيدا کړې او د دوی د اجرأتو لپاره یې ډیر مشکلات پيدا کړل. دا د دې لامل شو چې سره او سپين زر د اقتصادي سرچینو په توګه خپل ځای له لاسه ورکړي او ځای ځمکه او کرنیز محصولات ونیسي، ورو ورو صنعت او ماشین آلاتو او فابریکو د هغو ځای ونیو. په دې توګه له طبیعي سرچینو څخه ګټې اخیستنې او بشري ځواک باندې پانګونې لازیاته شتمني رامنځته کړه، د مرکانتیلستانو له نظر سره سم د شتمني زیاتېدل د لازیاتو سرو او سپینو په زېرمه کېدو ترلاسه کیږي. لکه هغسې چې د یوې ټولنې وګړي د سرو او سپینو په راټولولو شتمن کیږي، همداسې هم دولت د سرو او سپينو په راټولولو او ترلاسه کولو بډای او شتمن  او په نهایت کې ښه پیاوړی کیږي. کله چې د اروپا د پرمختللو هېوادو په اقتصادي سیستم کې پيسې دود شوې، ورسره یې د مدیترانې په سمندرګي واک وموند او د چاپ ماشین اختراع شو، امریکا کشف شوه او د افریقا له لارې یې هندوستان هم وپېژاند. دې ټولو دوی ته د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لاره هواره کړه او د شتمني او ثروت سره یې مینه نوره هم زیاته کړه. د کروندو او صنعت خاوندانو فابریکي جوړې کړې او د انتلانتیک سمندر د سوداګریزو فعالیتونو اصلي ډګر وګرځېد. د نویو ځمکو نیولو او پېژندلو، د مکسیکو او پېرو د کانونو قیمتي فلزاتو په پیل کې هسپانیا او پرتګال او ورپسې هالنډ او انګلستان او فرانسه دې ته وهڅول چې دغه هیوادونه لاندې کړي. له بلې خوا د سیاست، کلتور او افکارو له پلوه په اروپا کې ډېر ژور بدلون راغی او واحد یو موټی ملي او متمرکز دولتونه، د پخوانیو فیوډالي دولتونو پرځای رامنځته شول.سوداګرانو (مرکانتیلستانو) د پخوانیو افکارو برخلاف، خلک د اقتصاد ښه کولو، مادي ترقي او فعاليت ته هڅول او دولت یې د قدرت تمرکز، شتمن کېدو او سپما کولو ته هڅول. دوی باور کاو چې د قدرت د ټينګښت او د حاکميت د کلکېدو لپاره شتمني ضرور ده، نو ځکه یې خپل نظریات په دوو دلایلو ټينګ کړل:

۱) د شتمنیو د نورو ډولونو په پرتله د قيمتي فلزاتو ښه والی.

۲) د هیواد د وسله او آذوقې ډاډمن کول.

د همدغو دوو دلایلو د عملي کولو پایله دا شوه چې یو شمیر مقررات او قوانین وضع شي او دغه قوانين د اروپا ګڼ شمیر هیوادو کې په ډېر لږ توپير عملي شي. یعنې مرکانتیلزم د پانګوالی د اقتصاد د ټينګښت لپاره د تېری، یرغل، برید، دښمني، سیالي او ښکېلاک په رامنځته کولو کې ډېر رول ادا کړ. سره له دې چې مرکانتیلستي نظریات په نړۍ کې د نړېوالو مبادلاتو د زیاتوالي د اهميت او د نړېوالې سوداګرۍ د ترقۍ دوران کې راپیدا شول، خو د پانګوالي – صنعتي اقتصادي نظام په بشپړتیا کې بې اغېزې نه و، د سوداګرو، په نظر، تجارت د شتمني سرچینه او پيسې د شتمني وسیله ده. لاسي صنعت د تجارتي مالونو د توليد وسیله او د سوداګرۍ پیاوړی کوونکی ده. د سوداګري د پیاوړتیا لپاره باید د لېږد وسایل ښه سمبال شي. خوراکي توکي باید ارزانه وي، مزدونه باید ټيټ وساتل شي، د خامو توکیو صادرول منع او واردول یې وهڅول شي. د خامو توکیو د چمتو کولو سرچینې او د هغو د خرڅلاو مارکېټونه باید په بهر کې ولټول شي او د لارو امنیت ډاډمن شي. په دې ډول سره په عمومي توګه د سوداګرو (مرکانتیلستانو) د نظریاتو اصول په لاندې ډول وو:  

– سره او سپين زر یې د اقتصاد او شتمنیو سرچینې بللې، د سوداګرۍ د بیلانس پالیسي یې غوښتله،

– ګمرکي پاليسي یې سمبالوله او هغه یې د ثروت د ترلاسه کولو لپاره غوره بلله،

– د پیسو تحلیل او د کار په نیرو یې حساب کاو او د مرکانتیلستانو حقیقي سیاست مرکزي پیاوړی حکومت او د داخلې او خارجی سیاست له مخې د سوداګرۍ سمبالول و.

سره له دې چې د مرکانتیلزم نظریات؛ پوره دوه پېړۍ د اروپا په پیاوړو دولتونو کې حاکم و او د دوی اقتصادي او سوداګریزې چارې یې اغېزمنې کړې وې، خو بیا هم یو شمیر اقتصاد پوهان دغو نظریاتو ته د (مکتب) نوم نه ورکوي، دا ځکه چې ډېره همغږي پکښې نه وه، نو ځکه یې صرف (پولي دُکترين) بولي چې عامه او ملي ګټو او د فردي ګټو په پرتله د دولت اقتصادي قدرت ته یې ډېر ارزښت ورکاو، د سرو او سپينو زرو د زیاتولو پاليسي د اروپا په بیلابیلو هیوادو کې په بیلابیلو بڼو په لاندې توګه پرمخ بوتلل شوه:

۱) اسپانیايي مرکانتیلزم: دا یوه پولي سوداګري ده چې له هغې سره سم له هېواد څخه د سرو او سپینو زرو وتل منع شول او د آسپانیايي اجناسو صادروونکی اړ وو، چې د خپلو صادراتي اجناسو په وړاندې سره او سپین زر وارد کړي او واردوونکی په دې باندې هم اړ وو چې دولت ته محصول ورکړي.

۲) بریتانیايي مرکانتیلزم: دا یو سوداګریز مرکانتیلزم و، چې بنسټ یې د بېړۍ چلولو په پیاوړي کولو سره د تجارت ښه کول، د سوداګري له لارې او بهر ته د صادراتو له طریقه د سرو او سپينو زرو زیاتول و.

۳) فرانسوي مرکانتلیزم: یو صنعتي مرکانتلیزم و چې د صنعت د تشویق او د فابریکو د منظم کار کولو له طریقه یې بهر کې د تولیداتو خرڅلاو ته پاملرنه وه او په دې توګه یې د سرو او سپينو زرو زیاتولو ته کار وکړ.

مرکانتلیزم بهرنۍ سوداګري وهڅوله، هیوادونه یې دخپلو خاموتوکو ارزښت ته ځیر کړل، د داخلی تولیداتو او دهیواد دننه د خامو موادو پروسس یې تشویق کړ، د دولت قوت یې په مالی قوت کې معرفی کړ، دتعرفو دوضع کولو نوی حالت یې وښود او داسې نور مثبت اصلاحات یې رامنخته کړل.  مرکانتلیزم د اروپا هیوادو ته  ډیر ګټور ثابت شو، خو دا چې سیاسی حریص واکمن یې د نورو هیوادو پرشتمنیو، جغرافیا او زمکو ور وبلوسیدل، دا یې بشری ضد څیره وه،

په دې وروستیو کې زموږ په سیمه؛ یعنی د آسیا جنوب او مرکزی آسیا کې د اقتصاد ښه کیدو ته  ډیره پاملرنه شوی ده، په دې لړ کې چین، پاکستان او تر یوې اندازې پورې هند لومړني اوچت ګامونه پورته کړل.  چین د تجارت په موخه خپله ترټولو لویه پانګونه د پاکستان ګوادر بندر کی وکړه. ډیر ژر به اسلامی پاکستان او کمونیست چین ترخپل منځ د( CPEC) کوریدور فعال کړی، آیا دا به د مرکانتلیزم له بهیر سره څه ورته والی ولری؟

له بلې خوا نوی عصر او زمان د روښانتیا عصر دی،  نور نو ښکیلاک او استعمار خپل دوران تیر کړی دی، د هیوادونو ترمنځ د مساوی اوعادلانه حقوقو او ګټو په رعایت سره  منطقوی اقصادی سازمانونه جوړ شوی دی، چې د هر غړی ملی ګټې پکې خوندي دي، لکه ایکو، شانګهای، سارک او نور. خو دا باید هیره نه کړو چې په همدې نوی  وضعیت کی هم که چیرې پوخ ملی شعور او دشرایطو ښه تحلیل موجود نه وي، دملی ګټو خوندیتوب ډاډمن نه دی.

په داسې حال کی چې اقتصادی ثقل  د ایرو-ایشیا لوري ته را روان دی، انتلانتیزم سره به سیال او آن ممکن ترهغه به مخکې شی، نو زموږ رول څه دی؟

ډیره ضروری  ده چې افغانستان د یوه  داسې هیواد په توګه چې کافی د اوبو منابع، جیوپولیتیک ستراتیژیک اهمیت او ترزمکې لاندی قیمتی ثروتونه(سرچینې) لري، باید د مرکانتلیزم تاریخ څخه ځان خبر او نوی واقعیتونه  په پام کې ونیسی. د اروپا مرکانتلیزم ( د انګریز ښکیلاک) موږ ته داسې ټکان راکړی چې تراوسه په خپل حال نه یاستوراغلی، چې داځل موپښه ونه ښوییږی. دا به تیروتنه وي چې څوک په سادګۍ سره  فکر وکړي چې اوس اوولسمه او اتلسمه پیړۍ نه ده، بلکې (منافع) هر وخت (منافع) دی ! هوښیار ملکونه نطریات لولي او دهغو په مطالعې سره دخپلو ثروتونو او قوت د زیاتولو لارې پیدا کوی، آن که دا نظریات د زرو کالو پخوا هم وي. که داسې نه وای اوس به دارسطو، اپلاتون، سمیت، کینز، ماکیاول… نومونه هیر وای. اوس د تورې- ټوپک، لښکر او پراخه جغرافیا دوران تیر دی، اوس هرڅه اقتصاد ټاکي. چې اقتصاد ښه و؛ په دیپلوماسی، کلتور، پوهه، روغتیا، بهرنیواړیکو، ملی ګټو … لنډه داچې په هرڅه کې به مخکې یې، خو که بیوزله وې، ټول میدانونه درڅخه تللي دي.  

بویه چې  دافغانستان ځوان کول خپله لار په هوښیاری غوره کړي. په سیمه کې  لویې پانګونې پیل شوي دي، دغه پانګونې یواځې سوداګریزی نه دی، بلکې د مرکانتلیزم په شان ژور سیاسی، کلتوري، نظامي، فني او ټولنیز  تاثیرات هم لري، نو ځکه اوس موږ د یوه داسې سوال سره مخامخ یاستو ، کوم چې پورته مو مخې ته ایښی . وایی مار چیچلی له پړي ویریږی، خو موږ د تاریخی لوستونو  په مطالعې سره ویریږو نه، بلکې هوښاریږو. اګر که دا درس د زرو کلونو مخکې هم وي !

پیاوړی او په خپلو پښو ولاړ خپلواک افغانستان هوښیارو  ځوانانو ته اړ دی.

1,049 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
623

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸