Categories

اعلان

Loading…

د اغزو منځ کې ريحان | نورالله غازي

مولوي ریحان یو داسې دیني عالم و، چې غږ یې دا لس کاله له شمشاد راډیو ټلويزونه خپریدو او د وطن د زړه په کور کور کې اوریدل کیدو، د ده له خواږه غږ سره ښځو، سړیو، زړو او وړو مینه درلوده، خلک یې له مینه ناکې څېرې او راښکونکي غږ سره بلد وو، ده د خپلو خلکو ادنی او مشکلو  دیني پوښتنو ته په خورا ساده او روانه ژبه ځواب ورکاوه.
په پښتنو کې د ملایانو کمی نشته، خو هغه چې د وطن او وطنوالو په خېر دې وي، داسې ملايان پکې بیخې په نشت حساب دي؛ خو مولوي ریحان د نورو اکثرو ملایانو خلاف خلک وطندوستۍ او ژوند کولو ته رابلل، په زړه کې یې د وطن لیونۍ مینه وه او غوښتل یې چې دا مینه نورو زړونو ته هم ولیږدوي. ده د نورو ملایانو غوندې خلکو ته مرګ نه وریاداوه، بلکې خلک یې له ژوند سره تړل او د ښه او سوله یېز ژوند اسلامي اصول یې ورښودل.
زموږ اکثره ملایان د خپلو سرتېرو جنازه په خلاصه غاړه او بې له ډاره نشي کولی، خو ده د نر غوندې په جرئت سره د خپلو سرتېرو ننګه وکړه او د دوی یوه ګوته یې آن د سعودي عرب تر عسکره هم غوره وبلله، د هیواد لپاره یې د دوی مبارزه سپيڅلې یاده کړه او د سرتېرو دښمنان یې په ښکاره جهنمیان یاد کړي ول. د وطن هغو سرتېرو ته چې ملا یې جنازه نه کوي، تر دې بله لویه خبره کومه کیدای شي، چې یو لوی مفتي یې د قران او احادثو سره تر شا دنګ لکه غر ودرېږي.
ریحان ځکه راڅخه واخيستل شو، چې د وطن پر ځمکه په هغه اغزي نه بدلیدو، چې د خلکو د عزت جامه دې څیرې کړي، دی د ګڼو اغزیو په منځ کې یو دنګ معطر ریحان و، چې وږمې یې په ټول هیواد کې تاویدې، خو اخ د خوا اغزیو پرې حمله وکړه او ټس پر ملا یې رامات کړ.
 دا به لومړی ملا و، چې ښځې، سړي، واړه و زاړه پسې خپه شوي وي او ممکن  د ده د شهات پر ورځ  ډېرو ښځو په کورونو کې ژړاګانې کړي وي او د ماښام ډوډۍ یې له اوښکو سره خوړلي وي، ولې به یې نه ژړل؟ دوی د خپلو ځانونو په اړه داسې مسائل له ده وړاندې له کوم ملا نه هم نه وو اوریدلي.

980 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
619

2 comments

  1. Abdullah Reply

    په پښتنو کې د ملایانو کمی نشته، خو هغه چې د وطن او وطنوالو په خېر دې وي، داسې ملايان پکې بیخې په نشت حساب دي؛ خو مولوي ریحان د نورو اکثرو ملایانو خلاف خلک وطندوستۍ او ژوند کولو ته رابلل، په زړه کې یې د وطن لیونۍ مینه وه او غوښتل یې چې دا مینه نورو زړونو ته هم ولیږدوي.

  2. Zahra Zafar Reply

    خو مولوي ریحان د نورو اکثرو ملایانو خلاف خلک وطندوستۍ او ژوند کولو ته رابلل، په زړه کې یې د وطن لیونۍ مینه وه او غوښتل یې چې دا مینه نورو زړونو ته هم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2