Categories

اعلان

Loading…

سوله د اسلام له نظره او په هیواد کې يې د تحقق لارې چارې

زبیر افغان

الحمد لله وکفی والصلاة والسلام علی رسوله المجتبی، اما بعد! په دې کې شک نه شته چې سوله تر جنګ غوره او سوله ییز ژوند تر جګړه ییز ژوند بهتر دی، په دې اړه نه یوازي عقلي دلایل خورا زیات دي بلکې د قران کریم او مبارکو احادیثو دلایل هم کم نه دي. قران کریم د مومنانو ترمنځ جنګ ته په (وان طائفتان من المؤمنین) اشاره کړې ده چې هدف يې د جنګ استثنائي ښودل دي، ځکه د اسلام له نظره مسلمان ته عموما د امن پيغام ور کول کېږي، مسلمان ته د نوم په غوراوي کې هم دا تلقین ور کول شوی چې ته د سولې استازی يې او د سولې پيغام باید ولېږدوې. د خدای پاک السلام نوم هم پر سوله دلالت کوي او هر پيغمبر ته د مسلمانۍ امر هم ددې یوه ښه بیلګه ده چې رسولان د سولې مبلغین وو. قران کریم یو بل ځای هم یادونه کړې ده چې جنګ به مسلمان نه پيلوي، بلکې مسلمان ته یوازي د دفاع اجازه شته: (وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ) [التوبه: ۱۹۰]یاني د الله په لار کې له هغو سره وجنګېږئ چې هغوی له تاسو سره جنګ کوي او تاسو تېری مه کوئ بېشکه الله تېريګر نه خوښوي. له دې هم مالومه شوه چې قتال یوازي استثنائي صورت دی او په هغه وخت کې جواز پيدا کوي چې مسلمان دفاع ته اړ شي. د سولې د ښه والي او فضلیت په اړه د قران کریم ایاتونه نور کم نه دي او عموما له مسلمانانو څخه پټ هم نه دي ځکه نو زه نور بحث نه پر کوم یوازي یو حدیث يې د فضیلت په اړه رااخلم:(أَلاَ أُخْبِرُكُمْ بِأَفْضَلَ مِنْ دَرَجَةِ الصِّيَامِ وَالصَّلاَةِ وَالصَّدَقَةِ، قَالُوا: بَلَى، قَالَ: صَلاَحُ ذَاتِ البَيْنِ، فَإِنَّ فَسَادَ ذَاتِ البَيْنِ هِيَ الحَالِقَةُ.)ایا تر روژې، لمانځه او صدقې افضل کار در ونه ښيم؟ دوی وویل: ولي نه! ده وویل: د خلګو ترمنځ اصلاح کول، ځکه خپل منځي فساد يې دین له منځه وړي.(الترمذي: ۲۴۳۳)

دا طبیعي خبره ده چې د سولې تر دومره فضیلت وروسته هر انسان سوله ییز ژوند ته اړتیا لري او حتا هر ژوی، خو موږ افغانان چې نسلونه مو په جنګونو کې رالوی شوي دي، تر بل هر چا سولې ته زیاته اړتیا لرو، په هیواد کې د سولې او امن په پار کور دننه او بهر حکومت داسي هڅې وکړې چې د جنګ پر دغه بل شوي اور اوبه توی کړي او هیوادوالو ته د ارام ژوند زمینه برابره کړي. په هیواد کې له زرګونو علماؤ څخه د سولې فتوا تر لاسه کول، په حرم شریف کې د سولې لپاره د علماؤ کنفرانس جوړول، په اندونیزیا کې هم د نړۍ د علماؤ له لوري د افغانستان پر جنګ بحث کول او د علماؤ له لوري پر ټولو اړخونو د سولې او اوربند ږغ د هغو هڅو څرګندې برخې وې چې حکومت په دې لړ کې وکړې.

د حکومت لپاره دوه اپشنه نور هم وو؛ یو د سولې په اړه د نړۍ والو په ځانګړي ډول د متحده ایالاتونو ملاتړ را خپلول او په عيني حال کې ولس را بیدارول چې د سولې لپاره عملا لاس په کار شي.

د حکومت مشرانو د نړۍ والو قناعت تر یوه حده واخیست مګر دا چې دوښمن په وروستیو وختونو کې خورا زیات بریدونه کړي او دولت ته يې تلفات رسولي دي په دې وجه هغوی خپلې غوښتنې هم دومره لوړې کړې دي چې تصور يې نه کېده. تر یوه حده به پرمختګ شوی وي اما د خبرومهال جنګ هم زور اخیستی دی. دا بهیر اوس ملت او عامو خلګو ته تر ګونګ غوندي مالومېږي چې زیاتره کسان ډېر ورته خوشبین هم نه دي. خبرې هغه مهال نتیجه ور کوي چې طالب خپل ځان په نظامي میدان کې د اوس په شان قوي ونه ګوري بیا خبرو ته غاړه ږدي او د لویو امتیازاتو غوښتنه هم نه کوي.

حکومت ته اوس د دملت اپشن پاته دی. د جنګ پر ضد د ملت راويښولو لړۍ باید تېزه شي. تر هغو چې د جنګ پر خلاف خپله ملت نه وي درېدلی دا جنګ په غواستونو او زاریو موږ ته نه ګاونډیان راکوي او نه يې نړۍ وال.

ملت هم دیني مسوولیت لري چې د جنګ د دواړو غاړو تر منځ سوله وکړي او هم ملي، انساني و اخلاقي. د پښتو یو ملت دی چې د خلګو زور د خدای زور دی، قران پاک هم ویلي دي: ان الله لا یغیر مابقوم حتی یغیر ما بانفسهم. خدای هم اصل دا بیان کړی چې انسان باید جمعي هڅې وکړي څو خپل مسیر بدل کړي کنه خدای له هيڅ قوم سره داسې نه دي کړي چې خپله يې په خارق العاده ډول هغوی ته نجات ور کړی مګر که د نبیانو معجزو ته اړتیا پيدا شوې وه هغه د استثنائاتو په کتار کي دي چې د عامو انسانانو لپاره استدلال نه شي په کېدای.

له جنګه ملت نور ستړی دی، که حکومت په دننه کې اصلاحات راولي، د بیروکراسي ختمولو ته لاس په کار شي، زورواکي کمزوري او په نهایت کې بیخي له صحنې څخه وباسي، اقتصاد ته توجو وکړي، مهمې او لويې پروژې را پيل کړي چې د ملت لویه برخه بې کاران پکې مصروف شي، په جنګونو کې د ناحقه وژنو مخه ونیسي یا يې ګراف را کم کړي او د دې ټولو ترڅنګ په ملت کې د سواد زیاتولو ته هم تر اوس زیات کار وکړي، له علمي او دیني مراجعو مرسته طلب کړي، نو زما په اند لنډ وخت کې به ښه نتیجه ور کړي.

ولس له جنګه ستړی دی، مازي شین څراغ غواړي، د خپل ولس په زور راوستلې سوله بیا موږ د هغوی په مټ ساتلای هم شو، مګر له ګاونډي یا نړۍ څخه په غواست غوښتې سوله به زیات پایښت ونه کړي. هغوی له موږ سره دوه مخې لوبه کوي، موږ ته شین څراغ او زموږ دوښمن ته سور څراغ ورښکاروي. حکومت باید پر ملت تکیه وکړي، ملت د مسایلو په عمق باندي پوه کړي او د هغوی په زور د بدلون لپاره دې ټول توان وکاروي، که په ټول هیواد کې جنګ ختم نه شو نو ځينې سیمه به دولت د لویو تلفاتو له ور کړې پرته خپلې کړي. که د ملت قومونه لاس سره ور کړي او مخالف لوري ته اخطار ور کړي چې زما په سیمه کې دې نه ټک منم او نه دې شتون، طالب ته که د زمري زړه هم ور کړې ولاکه ور نژدې هم شي. ښه مثالونه يې د خوست او پکتیا دي چې سیمې يې قومونو ساتلې دي او طالب سر هم نه شي ور دننه کولای. همدا پلان دې دولت پسي وغزوي، طالبانو زموږ په سیمو کې خورا زیات قومي مشران شهیدان کړل، دوی له لویه سره پوهېدل چې که د قوم بانفوذه څېرې پاته وي نو هر وخت ویره شته چې زموږ خلاف يې بل استعمال کړي او د سیمې خلګ زموږ د ظلمونو او بدو اعمالو له امله راپورته کړي چې په نهایت کې به يې موږ له هر څونه خسارو سره جنګ بایلو. دوښمن په دې ټکي پوه دی، خو د دولت له لوري دا کار نهایت پڅ مالومېږي او که يې یوځای داسې اقدام هم کړی دی خو دوامداره مرستې نه دي ورسره شوې چې اخیر د دولت ملاتړي قومونو درانه زیانونه ليدلي دي. داسې باید ونه شي کنه نو بیا دولت هم ملامت دی چې جنګ رسول او د وطن و ملت په خیر یوې نتیجې ته رسېدل نه غواړي.

798 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
619

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸