Categories

اعلان

Loading…

په پاکستان کې يو نيم ميليون ماشومان په سالنډۍ اخته دي

خبریال: رفيع الله  مندوخېل، اسلام اباد

د روغتيا د نړيوال سازمان  د شمېرو له مخې دا مهال په نړۍ کې د سا لنډۍ يا استما  د ناروغانو شمېر درې سوه ميليونه خو په پاکستان کې روغتيايي چارواکي وايي،  په دې هيواد کې د ناروغانو شمېر شاوخوا لس ميليونه دی. په دغه ‌ ډله کې يونيم  ميليون ماشومانو هم شامل دي، چې په ياده ناروغۍ اخته دي. او احتمال شته چې په  راتلونکې لسيزه کې دغه شمېر له شل بيا تر پنځه ويشت سلنه پوري نور هم زيات شي.

د پاکستان  د روغتيا د مرکزي  وزات چارواکي وايي، په دې هيواد کې په ساه لنډۍ ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر هرکال د ژمي له راتګ سره سم نور هم زياتېږي.

د  وزارت يو چارواکی  ډاکټرجمال رضا وايي، چې په سالنډۍ اخته زيات شمېر ماشومان د سند او بلوچستان ايالت د لري پرتو کليوالو سيمو د اوسېدونکي دي،  چې روغتيايي مرکزونو او طبي اسانتياوو ته لاس رسی نه لري. د نوموړي  په خبره وټامن ډي کولای شي د ساه لنډۍ د جدي ګواښ کچه کمه او په روغتون کې د بستر کېدو اړتيا راټيټه  کړي.

ساه لنډي يا ساه بندي يوه سخته  ناروغي ده، چې د هوا له يخېدو سره  زياتېږي او په غرنيو يخو سيمو کې د ښاري سيمو په  پرتله زياته وي. د خاورو بادېدل، نمجنه هوا، تېز عطرونه، د اور او سګريټ دودونه د سا لنډۍ لاملونه خو په سختۍ ساه راايستل يا د ساه لنډېدل د ناروغۍ علايم  بلل کېږي.

د ناروغۍ متخصص ډاکټران وايي، ناروغان بايد په خوړو کې له احتياط څخه کار واخلي او له کوره بېرون د وتلو پر مهال ماسک واچوي، د دې ترڅنګ له ډېرو يخو اوبو څښلو، تېزي سپرې يا عطرونو کارولو هم بايد ډډه وکړي.

676 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
617

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2