Categories

اعلان

Loading…

په ولسي جرګه کې انډوخره| سردارمحمد همدرد

زموږ ګران هيواد پوره ۴۰ کاله د جګړې څخه تيريږي، ملت مو اوس داسې سوي دی هغه په صحرايې اصطلاح چې تر پزه يې ونيسي نفس يې خيژي، يعني جګړه، دښه حکومتدارۍ نشتون، ښه پارلمان نشتون، ټولنیز عدالت نشتون، فقر او بي وزګاری دا ټول هغه څه دي چې زمونږ فرد فرد هيوادوال د روانو حالاتو څخه متأثره کړی دي.
 حکومت چې د ولس په وړاندې کوم مسوليت لري په هغه کې پاتې راغلی، پر ستيج او غونډو کې شعارونه ورکول کيږي خو ددې شاته هرڅه برعکس دي حکومتداري په دوکانداري بدله سوي ده، پراخ اداري فساد، بي عدالتي، د قانون نه تطبيق، کار اهل کار ته نه سپارل دا ټول هغه ننګونې دي چې حکومت او اولس تر منځ لوی واټن رامنځته کړی دی.
 اوس راځم اصلي خبري ته خبره مي د پارلماني ټاکنو کول تيري پارلماني ټاکني دومره له شرمه ډکي وي چې سړی په پروسي یې د شرم احساس کوي هر څه واضح وه ټول ملت پوهيږي چې زموږ رايو ته ارزښت نه  ورکول کیږی، سم ډالري قيمتونه معلوم وه او دا کميشنکاران او معامله ګر د انتخاباتو کميسيون غړي او د حکومت نږدي کسان وه، همدغو د ملت په حق کې لوي ظلم او خيانت وکړ په ولسواکۍ يې رشخند وواهه زه داسې نه وايم چي ټول دي د يوي مخې په معاملو راغلي وي خو لوی اکثریت په معاملو او درغلې راغلل.
د کار خلک هم سته خو کم دي کله چې دا ښاغلې پارلمان ته داخل سول لومړی په ریاست معامله ګیري پیل کړل ددوي ترمنځ د رياست پر سر دومره ښکاره معاملي وسووي چي د هر افغان په خوله کي دا خبره وه چې چا په څو ډالره او چا په څو ډالره خپله رايه خرڅه کړل چې دا ډير د شرم خبره ده چې د ملت په کور کې دغه ډول معاملي کيږي . ولاکه د شرم په نامه موږ څه پيژنو بيا د افغانيت ننګ او د غيرت خبره کوو په دا دري ورځو کې په پارلمان کې انډوخره جريان لري پارلمان اوس داسې مثال لري لکه  لوچګانو او بدمعاشانو ځای اوس ددې ولس معزز کور په دغسي يو سرنوشت اخته دی. زه د پارلمان پر وکيلانو ږغ کوم چې د خدای په خاطر پر خپل مظلوم ملت رحم وکړﺉ.
د يوي خوا څخه د حکومت وخت پوره او د بلي خوا د سولې خبري پيل سوي او هره ورځ مونږ د ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ پوري خپل ملي سرتيري قرباني ورکوو، فقر او لوږه اوج ته رسيدلي ده، نړيواله ټولنه هم پښي سپکوي پدې وخت کې د پارلمان رول ډير اساسی دی. ستاسي تاريخي مسوليت دادی چي د جنجالونو پر ځاي د وطن ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړی.

685 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
617

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2