Categories

اعلان

Loading…

د غزني ولایت د تیرو ۲۴ ساعتونو امنیتي راپور

سه شنبه ۳۱/۲/۱۳۹۸
بیګاه شپه د غزني ولایت د مرکز، اندړو او ده یک ولسوالیو په اړوندو د ګډو هوایې ځواکونو لخوا د وسله والو پر میشت ځایونو، ډلو او تجمعاتو ۱۳ هوایې او یو کومانډویې عملیات ترسره شوي چې په ترڅ کې یې د ده یک ولسوالۍ لپاره
د طالبانو د تش په نامه ولسوال او دوو سرګروپانو په ګډون ۴۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او پنځه ۵ تنه مشکوک کسان ژوندي نیول شوي دي.
یاد عملیات چې بیګاه شپه په (۷:۰۰) بجي پیل او د سهار تر (۳:۰۰) بجو پوري یې دوام  درلود د مرکز غزني په آرزو او شالیز، د اندړو ولسوالۍ په نظر خان ګولایې او ځینو نورو سیمو، د ده یک ولسوالۍ د سلیمانزو اړوند په بالای، دیګو وال، کریمداد کلا او جان آباد سیمو کې تر سره شوي دي.
په وژل شویو طالبانو کې د ده یک ولسوالۍ لپاره د طالبانو نوی نومول شوی ولسوال فاتح، د مرکز غزني اړوندو کې دوه طالب سرګروپان اسامه او محمد او شپږ(۶) تنه پاکستاني اتباع هم شامل دي.
ترسره شویو عملیاتو کې ملکي خلکو ته زیان ندی اوښتی.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري

180 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
615

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸