Categories

اعلان

Loading…

په ولسي جرګه کې چاقو کشي، وروستۍ پرېکړه به سبا اعلان شي

تاند- د ولسي جرګې د غړیو ترمنځ د نوي مشر پر سر وروسته تر دې جنجال رامنځته شو چې پرون /شنبه/ د دې جرګې موقت مشر بې له دې چې میررحمان رحماني پنځوس جمع یو رایې پوره کړي، بریالی اعلان کړ.

نن د جرګې نورو غړیو رحماني ته اجازه ورنه کړه چې د ولسي جرګې د ریاست پر چوکۍ کښېني.

خو په همدې منځ کې د جرګې یوه غړي غټه چاړه راوایسته چې د خپل نظر مخالف وکیلان پرې ووهي. نورو استازو او د ولسي جرګې امنیتي ساتونکو پسې منډې وهلې او بالاخره یې چاړه په لاس وکیل له سټېج څخه راکښته کړ.

څرګنده نه ده چې دغه وکیل، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، څرنګه د ولسي جرګې تالار ته چاړه راوړې وه.

پرون هم ځینو وکیلانو وویل چې د ښاغلي رحماني وسله وال کسان تالار ته راغلي وو.

قاعدتاً د وکیلانو په ګډون هیڅوک حق نه لري چې د جرګې تالار ته سړه یا توده وسله یوسي.

د چاړه په لاس وکیل ویدیو د نړۍ اکثرو رسنیو خپره کړې ده.

پرون د ښاغلي رحماني پلویانو ویل چې اکثریت یې ترلاسه کړی خو نن د نوموړي پلویان تاییدوي چې یوازې یوه رایه یې کمه ده.

د هرات د خلکو استازې ناهید فرید وویل«ده (رحماني) د رایو اکثرت ګټلی، یوه رایه مهمه نه ده، هغه زموږ رييس دی.»

خو د دې جرګې بلې غړې مریم سما، چې د کابل د خلکو استازې ده، وویل«موږ به هیڅکله (رحماني) ريیس ونه منو، باید د نویو کاندیدانو ترمنځ رایې واچول شي.»

نن /یکشنبه/ له اوږدو ناندریو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ یو پلاوی وټاکل شو چې نن شپه په خپل منځ کې یوه موافقه وکړي. د دوی موافقه به سبا په ولسي جرګه کې اعلان شي.

1,856 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
615

4 comments

  1. raouf liwal Reply

    سلام ټولوته ! غوجل کې جګړه نه وی ـ خو دلته وی ـ داغوجل بایدمنحله شی

  2. سلیم Reply

    دا چاقو کش وکیل سقوی غل لڼډغردی

    سقاوي شناسي اول جلد کې راغلي چې سقویزم پخپل ذات کې د افغانستان پربدن پردی خنجردی، تاریخي ماهیت یې یودی، د غوبل جوړول و افغانستان چورکول شرمول…، خو په مختلفو رنګونو سرراپورته کوي کله د دین منادي شي، کله جهادي شي، کله هم د ډموکراسۍ فریادي شي یا هم د ناټو قراردادي. بس د افغانستان سرطان دی

  3. Fahim Reply

    رحمانی او ورور په کابل کی د غلو او مافیایی دلو مشران دی. قسم په خدای چی په کابل کی هر کس اختطاف کیزي دوی په کی لاس لري. ۹۰ فیصده مسلحانه غلاوی هم همدوی کوی. نه پوهیزم چی افغانان به کله ددی لعنتی غلو له شهر خلاص شي. طالبان هم یوازی مخلص او پاک خلک وزنی. یوه دفعه یی هم په دی حرمونو حمله و نه کره.

  4. نبی Reply

    تر هر څه لمړی باید دهغه چا نه پوښتنه وشی او مجازات شې چه چاړه ورسره وه او وکیل صاحبان یی ګواښلی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2