Categories

اعلان

Loading…

پینتاګون له کانګریس څخه د طالب مرکچیانو لپاره د پیسو غوښتنه کړې

  1. تاند- د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون له کانګریس څخه غوښتي چې د هغو طالبانو خرڅ ورکړي چې د سولې په خبرو کې ګډون کوي.

دا موضوع نن /چهارشنبه/ یوې امریکايي ورځپاڼې په یوه راپور کې څرګنده کړې ده.

د سږ کال په لومړیو کې وویل شول چې پینتاګون له کانګریس څخه غوښتي چې طالبانو ته د هغوی د سولې د مرکچیانو د سفر خرڅ ورکړي.

د هیل ورځپاڼې د راپور له مخې د امریکا دفاع وزارت د ۲۰۲۰ مالي کال لپاره د پخلاینې په برخه کې د طالبانو د مالي مرستې لپاره پیسې غوښتي دي.

د کانګریس د تدارکاتو د فرعي کمېټې ویندوی وویل، د ۲۰۱۹ په مارچ کې پنتاګون د کانګریس د تدارکاتو فرعي کمېټې ته یو لیک واستاوه او په هغه کې یې د طالب مرکچیانو لپاره د تېر کال په شان پیسې غوښتي دي.

دي هیل ورځپاڼه د ویاند له قوله لیکي، «دا پیسې به د تروریست تنظیم (طالبان) پر ترانسپورت، د وسایلو په انتقال، خوړو او وسایلو ولګېږي»

د امریکا د تدارکاتو فرعي کمېټې د ۲۰۲۰ مالي کال مصرفي بودجه تصویب کړه خو د طالبانو د مصرف له ورکولو سره یې موافقه ونه کړه.

1,419 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
613

3 comments

  1. افغان Reply

    خير ، دا دومره وخت يي د چا د پلار نه تر لاسه کولي؟؟پاکستان؟؟ دې هيواد خو دوی هم وپړسوول او هم يې لکه چنګښې باد باد کړل، خو ددوي پسونه اوس هم د جنت حورې غواړي🤣🤣🤣، افسوس پر هغو چې اوس هم زموږ نااهله ځوانان د طالب په رباب د جنت خوب ويني او دا خوب مو په جهنم بدل ده.

  2. Zahra Zafar Reply

    دي هیل ورځپاڼه د ویاند له قوله لیکي، «دا پیسې به د تروریست تنظیم (طالبان) پر ترانسپورت، د وسایلو په انتقال، خوړو او وسایلو ولګېږي»

  3. غلام حضرت Reply

    دا به ددی مانا ولری چی ګواکی طالب جان چی تر اوسه په قطر کی اوسیدلی دی نو ټوله معامله ئی په پور تر سره کړی ده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸