Categories

اعلان

Loading…

په ژوند کې د ځينو ارزښتونو درناوي ته قایل اوسئ

رفيع الله روشن

کېدای شي دا ارزښتونه ستاسې د ژوند ملګري اوسي ،کېدای شي مور او پلار مو اوسي ،کېدای شي د راتلونکې پلانونه مو اوسي او یا هغه څوک چې تاسې ورسره ‌‌‌‌‌‌ډېره مینه لرئ هغه اوسي.

ددغو ارزښتونو په له لاسه ورکولو هېڅ فکر مکوئ دا فکر کول مو تر دې پرېکړې ورورسته په مصیبتونو اخته کوي ،اندېښنې درته زېږوي چې تاسې یې په پاللو او کولو مجبوروي، د ژوند ځينې په لاس درغلي فرصتونه درڅخه تروړي او د ژوند ټولې هیلې مو قوت لایموت کوي.

هڅه مکوئ چې د یوه بې ارزښته شي د لاسته راوړلو لپاره ‌‌‌‌‌‌ډېر ارزښتمن څه له لاسه ورکړئ،تر عمل مخکې سنجش ته ترجیع ورکړئ، بې ګودره په اوبو مه ورګ‌‌‌‌‌‌ډېږئ کنه نو پرته له شکه به مو د هلاکت باعث شی.

مینه له هغه چاسره وکړئ چې هغه له تا ‌‌‌‌‌‌ډېره مینه له ځانسره ولري تر څو ځان ورباندې ګران نه وي تاته هېڅکله مینه نشي درکولی ، کله چې د ځان په ارزښت  وپوهېده نو ستا د احساس په درناوي خپله پوهېږي.
ستاسې وخواته دیوچا تمايل د هغه په مجبوريت مه حسابوئ ، دځان ارزښت يې وګڼئ،ځکه شاید په چاپېريال کې يې نور هم څوک وي خو دا چې تاسې ته زړه درکوي،ارزښت به يې درکې ويني.

له چاسره چې مينه لرئ،په هېڅ پوښتنه او کړنه يې شک مه کوئ،د هرې پوښتنې ځواب يې هڅه وکړئ ژر ورکړئ،ځکه امکان لري ستاسې په ځوان کې د هغه د ارواح خوښي نغښتې وي.
ډېر کله د زړه خبره په ژبه راوړئ، د زړه او ژبې ترمنځ دومره واټن نشته خو که تاسې خبره په زړه کې وساتۍ دا واټن په کلونو هم ته طی کېږي.

مينه هغه جنګ دی چې هر څوک یې د کولو لپاره چمتو وي اومینه هغه قرباني ده چې هرڅوک یې ورکوي.

نو مینه وکړئ خو وینه مه تویوئ

903 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
613

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2