Categories

اعلان

Loading…

په کوټه کې چاودنې ۴ پوليس وژلي، ۱۱ نور يې ټپيان کړي دي‎

خبریال: رفېع الله مندوخېل (اسلام اباد)

د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې د پوليسو د ګزمې موټر ته څېرمه په چاودنه کې د پوليسو په شمول پنځلس تنو ته  مرګ  ژوبله  اوښتې ده.

د سېټلايټ ټاون سيمې پوليس وايي، چاودنه  تېره شپه ناوخته د جومات مخ ته د پوليسو د ګزمې موټر ته څېرمه شوې، چې په  نتيجه کې يې څلور پوليس سرتېري وژل شوي او د دوو پوليس سرتېرو په ګډون يوولس تنه  نور ژوبل شوي دي.

د کوټې د پوليسو مرستیال مشر عبدالرزاق چيمه د پېښي په ځای کې رسنيو ته ویلي چې بم د سړک پر غاړه په ولاړ موټرسایکل کې اېښودل شوی و او د ريموټ په واسطه چاودول شوی دی.

د چاودنې ټپيان د کوټې سول روغتون ته وړل شوي او په روغتون  کې بېړنی حالت  اعلان شوی دی. له  چاودنې وروسته د پوليسو او ملېشه ځواکونو سرتېري د پېښې ځای ته رسېدلي او شاوخوا تللې لارې يې د پياده خلکو او ترافيک  پرمخ تړلې، څو د پېښې په  اړه  بشپړ مالومات رايوځای کړي. د بريد مسووليت تحريک طالبان  پاکستان منلی دی.

په  روانه روژه مياشت کې دا په پاکستان کې څلورمه خونړې پېښه ده چې کېږي. د تېري چارشنبې په ورځ د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې په انتحاري بريد کې پنځه پوليس سرتېري ووژل شول. له دې پېښې يوه  ورځ وروسته  افغان پولې ته  څېرمه په کلاعبدالله سيمه کې يو قبايلي مشر له خپل ساتونکي سره وژل شوی و. او دوې ورځې وړاندې په صنعتي ښار ګوادر کې پر پنځه  ستوري پرل کانټيننټل هوټل د وسله  وال بريد په  نتيجه کې د دې هيواد د سمندري  ځواک د يو سرتېري  په  شمول پنځه  تنه  وژل شوي وو. د ګوادر د بريد مسووليت بلوڅ  ازادي غوښتونکي وسله وال سازمان منلی و.

تېره مياشت د بلوچستان د پوليسو مشر محسن حسن بټ په کوټه کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي و چې د تېرو لسو کلونو په موده کې په دې ايالت کې په هدفي وژنو، بمي چاودنو او د ناامنۍ په  نورو پېښو کې نهه سوه پوليس سرتېري  وژل شوي دي. نوموړي زياته  کړې چې په  وژل شويو کې د پوليس سرتېرو ترڅنګ  يو شمېر لوړ پوړي چارواکي هم  شامل دي، چې له  تروريزم  سره د مبارزې په جګړه کې او د دندې د ترسره کولو پر مهال يې ژوند له لاسه ورکړی دی.

په  بلوچستان کې پر پوليسو ترټولو خونړی بريد درې کاله وړاندې د پوليسو پر روزنيز مرکز و، چې په  نتيجه کې يې شپېته پوليس سرتېري ووژل شول. بريد داسي مهال ترسره  شو، کله  چې وسله وال د پوليسو مرکز ته  نیمه شپه ننوتل او نوي استخدام شوي پوليس سرتېرو ته  يې درنه  مرګ  ژوبله  اړولې وه.

1,286 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
615

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2