Categories

اعلان

Loading…

د جلال اباد په چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي

تاند- د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار په تلاشي چوک کې د نن /دوشنبه/ په 4 چاودنو کې لږترلږه 4 تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطاالله خوږیاڼی وايي چې ټوله مرګ ژوبله ملکیانو ته اوښتې ده. په ځینو راپورونو کې د وژل شویو شمېر 3 تنه ښودل شوی دی.

تروریستي ډلو تراوسه پورې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو امنیتي چارواکي وايي چې دا برید طالبانو کړی دی.

دا برید په داسې حال کې وشو چې ملګروملتو په افغانستان کې د روژې په میاشت کې د تشدد پر زیاتېدا اندېښنه ښکاره کړه.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشر تادامیچي یاماموتو نن په یوه بیان کې د روژې په میاشت کې د طالبانو حملو ته په اشارې ویلي چې پر ملکیانو دا ډول قصدي بریدونه هیڅ توجیه نه شي لرلی.

وسله والو طالبانو ویلي چې په روژه کې جګړه لا ډېر اجر لري. طالبانو دا خبره وروسته له دې وکړه چې د روژې په میاشت کې د اوربند غوښتنه ورڅخه وشوه.

دې ډلې نن وویل چې په اختر کې هم اوربند نه کوي.

د جلال اباد د چاودنو هدف تراوسه معلوم نه دی خو د ښار په یوه ډېره ګڼه ګوڼه سیمه کې شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو ترڅنګ داعش هم له دې ډول بریدونو مخ نه اړوي.

2,075 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
612

2 comments

  1. عبدالله Reply

    که هرڅوک دا وژنې کوي مسوولیت یې مخامخ ټالبانو ته متوجې دي. ځکه عملا د افغانستان له دولت سره په جګړه بوخت دي او دوي دغوه کوي چې د هېواد په ډېرو برخو مسلط دي. د هېواد په هرګوټ کې چې جرم او جنایت کيږي هلته حتما ټالیب لاس لري. د اسلام و قانون او ولس پروړاندې ټالیب مسوول دی.

  2. turab Reply

    که طالب دی که داعش او که نور ټول لکه لمر دبل لپاره خپل وطن ورانوی، قتلونه کوی او دظلم انتهایی شروع کړی
    دوی نه ګیله ځکه نه ده پکار چه دوی لکه روبوټ پروګرام اخلی او په مظلومو افغانانو یی اجرا کوی
    دوی نه افغانان دی، نه مسلمانان او نه انسانان

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2