Categories

اعلان

Loading…

نندارتون | اجمل پسرلی

  1. د زاړه پراګ په زړه کې نن د رسام په دوکان کې د تازه رنګ بوی ته. زما له ورتګ سره لوبوش برش له تختې سره کیښود، لاسونه یې پر هغه لمن چې د جامو پر سر یې د رسمولو لپاره تړلې پاک کړل. پر تخته یې د اوبو نیمګړی انځور کښلی و، ورته رسم یې پخوا هم ایستلی و. ورته ومې ویل:

-تکراري دی؟

لکه سلګۍ چې یې شي، پریکړې ساه یې واخیسته، پورته یې دیوال ته ګوته ونیوله:

-هاغه زوړ یو چې دلته و هغه مې خرڅ کړ

د پلورل شوي رسم تش ځای تک سپین ښکاریده، ورته ومې ویل:

-راځوړند انځورونه خو دې نندارتون ته ساتلي څرنګه دې  وپلوره

شونډه یې پر غاښ ټینګه کړه:

-سهار مې دا له دې څنګلورې سره پرتله کړ بس زړه مې ترې تور شو

-په هغه انځور کې هاغه ښځه ښه نه وه راغلې خو اوبو زړه ووړ

غږ یې لوړ کړ:

– ما ویل چې تناسب یې ښه نه دی

-دا نوی رسم بیخي د هغه په څير کاږئ

-دلته اوبه شمال ته ناڅي په زاړه کې اوبه په خپله نڅیدې

-څوک به څه پوهیږي چې اوبه شمال ته ناڅي

د برش بیخ یې له لرې د رسم سر ته ونیو هلته د ویښتو په څير خړ بخونې کرښې وې:

-دا شمال دی پر اوبو راغلی او دا اوبه ګورې له دې شمال سره پورته شوې

-دلته بیا د مخکني رسم غوندې ښځه هم انځوروې

په خندا یې وویل:

– سبا حال واخله چې له دیوال سره یې لاندې خرڅلاو ته ږدم که یې پورته راځوړندوم

-دا نیمګړی اوس په څو ارزي؟

-په نندارتون کې په یو لک

-که یې بشپړ کړې بیا به یې بییه څو وي؟

-درې زره کراونه

-نو مه یې بشپړوه

په ګوتو کې نیولی برش یې په هوا کې تیر راتیر کړ:

-ګوتې مې نه ورته دریږي وایم…. که لا ټوله ډيرعالي شو

لوبوش له نیمګړي رسمه ګام په شا شو، پرته له دې چې ماته وګوري، راته ویې ویل:

-مننه چې راته ودې ویل په هغه تیر رسم کې ښځه ښه نه ښکاریده له سهاره تر دې اوسه مې زړه خوړ چې نندارتون رالنډ شو ولې مې خرڅاوه

-زه به د نندارتون پر ځای حال واخلم

ده سر وخوځاوه. له دوکانه پورې غاړه د والتاوا سیند له غاړې سره پلی روان شوم، نرۍ سیلۍ وه، د سیند اوبه ورو ورو خوځیدې، د لوبوش خبره په زړه ګرځیده راګرځیده، اوبه شمال ته ناڅي.

پراګ

1,236 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
614

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸