Categories

اعلان

Loading…

کومه روژه مو پاکوي؟| محمد عارف رسولي

قرآن کریم موږ ته راښيي چې روژه زموږ تقوا او له الله تعالی وېره زیاتوي او له ګناهونو مو پاکوي. لکه چې الله تعالی د بقرې په سوره کې فرمایي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (بقره: ۱۸۳). ترجمه: ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړئ، دی (ای مومنانو!) فرض کړل شوې ده په تاسو روژه لکه چې فرض شوې وه په هغو کسانو چې پخوا له تاسو څخه وو (لکه پخواني امتونه او پیغمبران تر آدمه پورې).

په دې مبارک آيت سره روژه په مسلمانانو فرض شوې ده او ګورو چې روژه د مسلمانو د پاکۍ او تقوا لپاره یوه وسیله ده. خو دلته سوال پیدا کېږي چې ولې ځینې خلک روژه هم نیسي خو بیا هم تقوا نه لري او پاکان نه دي. خو دین موږ ته وایي چې هغه روژه مسلمان له ګناهونو پاکوي چې ټول مهم شرطونه او آداب یې مراعات کړو، زړه ته مو لاره ومومي او یوازې په لوږه او تنده بسنه ونه کړو. د بخاري شریف په یوه حدیث کې راځي: هغه کس چې د روژې مبارکه میاشت د ایمان او عقیدې په رڼا کې او د اجر او ثواب د ترلاسه کولو لپاره ونیسی، تېر ګناهونه یې بښل کېږي. دلته ګورو چې عقیده، نیت او د اجر لېوالتیا د روژې په قبولیت او د ګناهونو په بښل کېدو کې مهم رول لري. په بل حدیث شریف کې راځي چې هغه څوک چې درواغ ویل او د درواغو په بنسټ کړنې بس نه کړي، الله تعالی د هغه نه خوړلو او نه څښاک ته اړتیا نه لري. همداسې نور صریح نصوص شته چې د پاکوونکې روژې اړخونه موږ ته راښيي. دلته هڅه کېږي چې د پاکوونکې روژې یو څو ورته اړخونه ذکر کړو:

له حضرت عمر فاروق (رض) څخه په یوه روایت شوي حدیث شریف کې چې د احادیثو د کتابونو په لمړي سرکې راځي، نیت په ټولو امورو او عبادتونو کې مهم شرط او اصل دی او موږ ته په هر عمل کې هغه اجر راکول کېږي چې نیت یې ولرو. نو روژه هم یوازې د یوې عنعنې او عادت په توګه نه بلکه د یوه سوچه نیت له مخې باید ونیسو. په روژه کې زموږ نیت باید دا وي چې روژه په موږ فرض او د الله تعالی امر ده، له ګناهونو مو پاکوي، خاص د خدای لپاره روژه نیسو، باید یوازې له الله تعالی د اجر تمه ولرو، د روژې ټول شرطونه او اداب باید مراعات کړو تر څو زموږ د هدایت، پرهېزګارۍ او پاکۍ لامل شي. د یوه حدیث شریف مضمون دی چې الله تعالی فرمایي: « روژه زما لپاره ده او زه خپله د روژې اجر خپل روژه تي بنده ته ورکوم.» نو زموږ نیت هم باید همداسې وي او له هغه ذات سره مو معامله وي او هڅه وکړو چې روژه مو یوازې د تندې او لوږې په ځای زړونه تر اغېزې لاندې ونیسي او هغه ذات ته تقرب تر لاسه کړو.

روژه د ترحم او مهربانۍ میاشت ده، الله تعالی د جنتونو ورونه خلاص او د دوزخونو ورونه بندوي او شیاطین په زنجیرونو کلک تړي. نو موږ هم که غواړو چې له ګناهونو پاک شو باید له دې غوره فرصته ګټه پورته کړو او له ګناهونو ځان پاک کړو. همدارنګه بله غوښتنه د روژې داده چې د الله تعالی په ټول مخلوق په عام ډول، په انسانانو او په خاصه توګه بیا په مسلمانانو مهربانه و اوسو. که موږ په روژه کې سخت زړي واوسو د الله تعالی د رحمت تمه لرل به بېځایه وي. البته استثنا شته خو باید صریح احکام موجود وي چې موږ ترحم ترک کړو.

بله هغه روژه موږ پاکوي چې موږ مسلمان روژه تیان ورته د یوه تربیتي کورس، تمرین او ټرېننګ په سترګه وګورو، داسې چې وغواړو په خپل ځان، خپل نیت، کړنو او ټول ژوند کې اصلاح او نېک بدلون راولو، خپلو کړنو او خپل نفس اماره باالسوء ته پوره ځیر وو. د تربیتي کورس او ټریننګ موخه دا وي چې د راتلونکي لپاره ورنه کار واخلو. نو موږ هم باید چې هغه عادتونه او اخلاق چې په روژه کې یې تر لاسه کوو تر روژې وروسته یې هم د دوام هڅه وکړو او له خدای ج څخه د دې کار توفیق وغواړو.

ټول قرآن کریم لمړی ځل په روژه کې نازل شوی او بیا په کراره د جبرییل امین په واسطه په محمد الرسو ل الله د ۲۳ کالونو په بهیر کې نازل شوی دی. د روژې په هره میاشت کې به حضرت جبرییل علیه السلام له پيامبر علیه السلام سره قرآن پاک تکراراوه او د رسول الله صلی الله علیه والسلم د عمر په اخري روژه کې یې دوه ځله ورسره تکرار کړ. له موږ مسلمانانو هم غوښتنه ده چې په روژه کې زیات تلاوت وکړو او په تلاوت ځان عادت کړو او تر روژې وروسته هم دوام ورکړو او په معنی یې تر وسې وسې ځان پوه او په کې فکر وکړو. کله چې موږ تلاوت کوو په هر حرف راته لس اجره دي. د مثال په توګه «الم» یو حرف نه دی بلکه الف یو حرف دی، لام بل او میم بل حرف دی. نو کله چې موږ په روژه کې بیا تلاوت کوو، د قرآني آیتونو په معنی کې تدبر او تفکر کوو، هڅه کوو د هغو په رڼا کې ځان اصلاح کړو او الله تعالی ته ورنېږدې شو نو انشاء الله زموږ اجر زموږ تر تصور او حساب لوړېږي.

د قدر شپه چې په روژه کې شتون لری، د صریح نص په قول فضیلت یې تر زرو میاشتو زیات دی. په دې مفهوم چې د قدر په شپه کې تلاوت، تفکر، عبادت، غوره کړنې او نور ښه کارونه د زرو میاشتو له عبادت څخه غوره دي او زیات اجر لري.  باید هڅه وکړو چې که ممکنه وي په ټوله روژه کې او په خاصه توګه د روژې د مبارکې میاشتې د دریمې لسمې په تاق شپو کې زیات تلاوت او عبادت وکړو.

بله مهمه خبره داده چې په احادیثو کې راځي چې د الله رسول به په روژه کې زیات سخي و او له مسکینانو سره به یې زیاته مرسته کوله. نو موږ هم باید هڅه وکړو چې بېوزلو کسانو ته صدقې او مرستې ورکړو. یو خو صدقه رد بلا ده، که مو په روژه کې سخاوت ته مخه کړه انشاء الله یو خو به خپله موږ او کورنۍ مو له بدو اندونو او لاسونو وساتي او بله داچې په روژه کې به زموږ اجرونه څو څو ځله زیات شي او د دواړو دارینو نېکبختي به راپه برخه کړي.

خو دلته یو د خطر زنګ او د هېښتیا خبره هم شته. یوازې له خوړو او څښاکه څخه ځان ساتل، خو غیبت، تهمت، حرام خوړل، د خدای د مخلوق آزار او نورې بدې کړنې نه پرېښودل د روژې په مبارکه میاشت کې روژه تیان له ګناهونو نه پاکوي. که د الله تعالی د رحمتونو او مهربانیو له پراخه شتون سره سره به روژه کې بیا هم کوم مسلمان پاک نشي، نو د جبریيل علیه السلام په غوښتنه چې پیامبر علیه السلام هم ورته آمین ویلی په معنوي لحاظ هلاک او تباه کېږي. دا ځکه چې سره له دومره زیاتو اسانتیاوو او مهربانیو چې د لږ ښه کار او عبادت په مقابل کې په لسهاوو او سلهاوو ځله زیات اجرونه روژتي ته ورکول کېږي او بیا هم که څوک له غفلته کار اخلي، د خپل ځان په تذکیه او پاکوالي کې هڅه نه کوي او له بدو کړنو ځان نه ساتی د هغه کس د جهالت، کبر او سرکشۍ له کبله به وي او ځکه داسې کسان د هلاکت کندې ته ورټېل وهل کېږي.

په پای کې که مو په روژه کې د پورته او ورته نورو کړنو هڅه وکړه نو انشا الله تعالی له ګناهونو به پاک شو. الله تعالی د موږ ته توفیق راکړي چې همداسې روژې ونیسو. آمین یارب العامین.

پای

1,201 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
615

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸