Categories

اعلان

Loading…

د چای دمولو لپاره ځیرک چاینک

تاند- د هغو کسانو لپاره چې چای څښي، یو ښه خبر دا دی چې د هغوی لپاره داسې چاینک جوړ شوی چې د چای ترڅنګ په څو نورو برخو کې هم ورڅخه کار اخیستلی شي.

دا ځیرک یا سمارټ چاینک د چای دمولو کار ډېر اسانوي او د دې ترڅنګ د چای د دمېدو موده او د هغه حرارت کنټرولوي.

دا چاینک، چې ټیپلو (Teplo) نومېږي، یو سینسر هم لري.

کله چې د چاینک پر سینسر ګوته کښېږدئ، ستاسو د زړه د ضربان، او یو شمېر نور روغتیايي معلومات کنټرولوي او په اړه یې معلومات درکوي.

دا چاینک تاسود چای د دمولو له وخته هم خبروي.

خو پام مو وي چې ډېر تود چاش ونه څښئ ځکه چې په یوه تازه څېړنه کې ویل شوي چې ډېر سور چای ممکن د ستوني د سرطان سبب شي.

439 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
612

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸