Categories

اعلان

Loading…

هغه اړین حقونه چې بهرنیان په افغانستان کې له هغو محروم دي

لیکنه: نصیراحمد مصلح
بهرنیان په عمومي توگه په بل هېواد کې له ځینو حقونو څخه برخمن او له ځینو څخه محروم دي، چې دا د هر هېواد په حقوقي نظام او نأفذه قوانینو پورې تړاو لري.
زموږ په هېواد کې هم ځینې قوانین او تړونونه په دې برخه کې وضع شوي، چې د بېلگې په توگه د (په افغانستان کې د بهرنیو اتباعو د مسافرت او اقامت قانون) ۳۵مه ماده صراحت لري: (هر هغه بهرنی تبعه چې ددې قانون په رڼا کې افغانستان ته راځي، د هغه حالاتو په استثنای چې په قانون کې تصریح شوي، په نور چارو کې د یوه افغان تبعه په توگه له خپلو ټولو فردي او اجتماعي حقونو څخه مستفید کېږي.)
همدا راز یاده موضوع د افغانستان د اساسي قانون په ۵۷مه ماده کې داسې ذکر شوي: (دولت په افغانستان کې د خارجي اتباعو حقوق او آزادي له قانون سره سم تضمېنوي. دا کسان د بین المللي حقونو د قواعدو په حدود کې د افغانستان د دولت د قوانینو په رعایت مکلف دي.)
لکه څنگه چې مو مخکې هم یادونه وکړه، هر بهرنی تبعه په افغانستان کې د یوه افغان تبعه په توگه له خپلو ټولو مدني او اجتماعي حقونو څخه برخمن کېدای شي. مگر دلته یوازېنۍ استثنا چې شتون لري هغه سیاسي حقونه دي، چې په ډېری مواردو کې بهرني اتباع په افغانستان کې له هغې څخه محروم دي، چې موږ یې دلته په ترتیب سره یادونه کوو:
۱) د رأی ورکول او انتخابول حق
د افغانستان د ټاکنو قانون پنځم څپرکی د رأی ورکونکو او نوماندانو شرایط بیانوي. د یاد قانون ۳۷مه ماده صراحت لري: (د هغه شخص نوم د رأیې ورکوونکي په توګه ثبتېږي، چې د لاندې شرایطو لرونکی وي:
– د افغانستان تابعیت ولري
– د ټاکنو په ورځ یې د اتلس کلنۍ عمر بشپړ کړی وي.
– د قانون یا محکمې په حکم له مدني حقوقو څخه محروم شوی نه وي.
– د هغه نوم د رأیه ورکوونکو په فهرست کې درج شوی وي.)
دلته لیدلی کېږي چې د رأی ورکولو لپاره تر ټولو لومړی شرط د افغانستان تابعیت درلودل دي، چې په دې اساس بهرنی تبعه نشي کولای چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او رأیه وکاروي.
همدا راز د یاد قانون په ۳۸ ،۳۹ ،۴۰ ،۴۱ ،۴۲ او ۴۳مه مادو کې ویل شوي چې هر هغه څوک چې په افغانستان کې ځان د جمهوري ریاست، ملي شورا، ولایتي شورا، ولسوالیو شورا، د کلي شورا، د ښاروال په توګه او یا د ښاروالۍ د مجلسونو شورا د غړیتوب په موخه ځان کاندیدوي، نو تر ټولو لومړی شرط یې دا دی چې باید د افغانستان تابعیت ولري، چې دلته ټول بهرني اتباع له یادو حقونو څخه محروم دي.
۲ ) د وزارت څوکۍ ترلاسه کول
د افغانستان د اساسي قانون په ۷۲مه ماده کې د هغه شخص لپاره چې د وزیر په توګه ټاکل کېږي، د افغانستان د تابعیت درلودل، اړین شرط ټاکلی.
په دې مانا، چې هر هغه څوک چې په افغانستان کې د وزیر په توګه ټاکل کېږي، نو بایده چې د افغانستان تابعیت ولري. او که چېری کوم شخص د کوم بل هېواد تابعیت ولري نو د افغانستان اساسي قانون ۷۲مه ماده ولسي جرګې ته دا صلاحیت ورکړی چې هغه تائید یا رد کړي.
۳ ) د سترې محکمې په شورا کې غړیتوب
لکه څنګه چې مو مخکې یادونه وکړه چې بهرنی تبعه په افغانستان کې نشي کولای چې د ریاست جمهورۍ، ملي شورا عضویت، د وزارت څوکۍ ترلاسه کړي، همدا راز نشي کولای چې په افغانستان کې د سترې محکمې د شورا غړیتوب (چې ۹ تنه غړي لري)ترلاسه کړي.
په دې هلکه د افغانستان د اساسي قانون ۱۱۸مه ماده صراحت لري: (هر هغه څوک چې د جمهور رئیس لخوا د سترې محکمې د شورا د غړي په توګه ټاکل کېږي، باید د افغانستان تابعیت ولري)
همدا راز د نورو (ابتدایه او استیناف) محاکمو غړي هم بایده چې د افغانستان تابعیت ولري. او په دې توګه بهرنی تبعه نشي کولای چې په افغانستان کې د درې ګونو محاکمو (ابتدایه، استیناف او سترې محکمې) عضویت ترلاسه کړي.
مګر متأسفانه چې د افغانستان اساسي قانون د هغه شخص په هکله چې د دوه تابعیتو لرونکی وي، کوم خاص صراحت نه لري. یعنې که کوم شخص هم د افغانستان او هم د کوم بل هېواد تابعیت ولري نو آیا کولای شي چې د درې ګونو محاکمو عضویت ترلاسه کړي او کنه!؟
۴ ) په دولتي اداراتو کې رسمي کار
په همدې توګه بهرني اتباع نشي کولای چې په افغانستان کې په یوه دولتي اداره کې رسمي کار او فعالیت وکړي.
په دې هکله د افغانستان د ملکي خدمتونو قانون ۷مه ماده او د اساسي قانون د ۵۰مې مادې ۴مه فقره داسې صراحت لري: (هغه شخص د ملکي خدمتونو په ادارو کې د مامور په توګه منل کېږي چې د افغانستان تابعیت ولري، عمر یې د ۱۸ کلنۍ څخه کم او له ۶۴ کلنۍ څخه ډېر نه وي،…)
دلته لیدل کېږي چې هر هغه څوک چې د افغانستان په دولتي ادارو کې د رسمي مامور په توګه دنده ترلاسه کوي، نو بایده چې د افغانستان تابعیت ولري او بهرنی تبعه نشي کولای چې د افغانستان په دولتي ادارو کې رسمي دنده ترلاسه کړي)
۵) د دفاع وکالت دنده او جواز ترلاسه کول
یو له هغه حقونو څخه چې بهرنیان له هغې څخه په افغانستان کې محروم دي، د دفاع وکالت دنده او جواز ترلاسه کول دي.
په دې هکله د افغانستان د مدافع وکیلانو قانون ۶مه ماده داسې صراحت لري: (هغه شخص کولای شي چې د دفاع وکالت دنده ترلاسه کړي چې د افغانستان تابعیت ولري، په کوم جرم او جنایت نه وي محکوم شوی،…)
دلته لیدل کېږي، چې د افغانستان د مدافع وکیلانو قانون د هغه شخص لپاره چې غواړي د دفاع وکالت دنده ترلاسه کړي، تر ټولو لومړی د افغانستان تابعیت درلودل اړین شرط ټاکلی. نو په دې اساس بهرنی تبعه نشي کولای چې په افغانستان کې د دفاع وکالت دنده ترلاسه کړي، او له دې حق څخه محروم دي.
اما د یادونې وړ ده چې دا محرومیت په مطلق ډول ندی، او بهرني اتباع کولای شي چې په ځینو استثنای حالاتو کې چې قانون ترصیح کړي د خاصو شرایطو په نظر کې نیولو سره، له خپلو بهرني مؤکلینو څخه د افغانستان په محاکمو کې دفاع وکړي. (یاده موضوع د دفاع وکالت قانون د ۶مې مادې په ۳مه فقره کې بیان شوي)
همدا راز د دفاع وکالت قانون د ۶مې مادې په ۳مې فقره کې ویل شوي، چې یو بهرنی تبعه هېڅکله نشي کولای چې په افغانستان کې دارالوکاله ولري او یو بهرنی وکیل هېڅکله نشي کولای چې له یوه افغان تبعه څخه وکالت وکړي.
۶) د عقاري (غیر منقول) ملکیت ترلاسه کول
بهرني اتباع نشي کولای چې په افغانستان کې له عقاري ملکیت څخه برخمن شي. یاده موضوع د افغانستان د اساسي قانون په ۴۱مه ماده داسې بیان شوي: (بهرني اشخاص په افغانستان کې د عقاري مالونو د ملکیت حق نه لري، د عقار اجاره د پانګې اچونې په منظور د قانون له حکمونو سره سم جواز لري. د بهرنیو ملکونو پر سیاسي نمایندگیو او پر هغو بین المللي مؤسسو چې افغانستان پکې غړیتوب لري د عقاري مالونو پلورل د قانون له حکمونو سره سم جواز لري.)
همدا راز یاده موضوع د افغانستان د تابعیت قانون په ۳۹مه ماده کې هم ذکر شوې، یاده ماده صراحت لري: (هر هغه څوک چې د افغانستان تابعیت له منځه وړي، مکلف دی چې خپل غیر منقول اموال د هېواد دننه وپلوري او که چېری د یوه کال په موده کې خپل اموال ونشي پلورلی، نو دولت مکلف دی چې ددې اموال وپلوري او د هغې قیمت د مال صاحب ته تأدیه کړي)
۷ ) د سیاسي احزابو جوړونه
په افغانستان کې هر هغه څوک چې وغواړي یو سیاسي حزب رامنځته کړي، شرط یې دا دی چې باید د افغانستان تابعیت ولري او بهرني اتباع له یاد حق څخه محروم دي او نشي کولای چې په افغانستان کې سیاسي حزب رامنځته کړي.
یاده موضوع د افغانستان د سیاسي احزابو قانون په ۴مه ماده کې داسې بیان شوي: (د افغانستان اتباع چې د رأی ورکولو په سن کې قرار ولري، پرته له قومیت، نژاد، ژبه، جنسیت، دین، تحصیل، شغل او د اوسېدو ځای څخه په آزادانه توګه کولای شي چې په افغانستان کې سیاسي حزب تأسیس کړي)
په یاده ماده کې په واضح توګه لیدل کېږي، چې یوازې د افغانستان تبعه کولای شي چې په افغانستان کې سیاسي حزب تأسیس کړي.
همدا راز د یاد قانون په ۱۳مه ماده کې ویل شوي، چې هر هغه څوک کولای شي چې په افغانستان کې د یوه سیاسي حزب عضویت ترلاسه کړي چې د افغانستان تابعیت ولري او د اتلس کلنۍ عمر یې بشپړ کړی وي. دلته لیدل کېږي چې بهرنی تبعه نشي کولای چې په افغانستان کې په یوه سیاسي حزب کې عضویت ترلاسه کړي.
اخځلیکونه (سرچینې):
۱) دافغانستان اساسي قانون
۲) په افغانستان کې د بهرنیو اتباعو د مسافرت او اقامت قانون
۳) د ټاکنو قانون
۴) د افغانستان د ملکي خدمتونو قانون
۵) د افغانستان د مدافع وکیلانو قانون
۶) د افغانستان د تابعیت قانون
۷) د افغانستان د سیاسي احزابو قانون

669 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
604

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸