Categories

اعلان

Loading…

د جګړې د بس کولو په اړه د خلیلزاد غوښتنې ته طالبانو منفي ځواب ووایه

تاند- وسله والو طالبانو نن /جمعه/ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي وغوښتل چې له طالبانو د دې غوښتنه ونه کړي چې وسله پر مځکه کښېږدي او د دې پر ځای د امریکا متحدو ایالتونو ته قناعت ورکړي چې له قوې څخه کار اخیستل بس کړي.

زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ په قطر کې له طالبانو سره د سولې شپږم پړاو خبرې پیل کړې.

ښاغلي خلیلزاد په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي«په پرانیستونکې غونډه کې، ما طالبانو ته وریاده کړه چې افغانان، چې د دوی وروڼه او خویندي دي، غواړي چې دا جګړه پای ته ورسېږي. هغه وخت راغلی چې وسله پر مځکه کېښودل شي، جنګ او تشدد بس شي او سوله وشي.»

د طالبانو جنګي ویندوی ذبیح الله مجاهد د خلیلزاد د ټویټ په ځواب کې څو توند ټویټونه وکړل.

ده خلیلزاد ته په خطاب کې لیکلي چې د وسلې د اېښودلو نظر له ذهنه وباسي.

«د دې خیالونو پر ځای دې د جګړې د پای ته رسولو او له قوې څخه د کار اخیستلو لپاره خپل هیواد (امریکا) ته پام واړوي…»

خلیلزاد تېره اوونۍ ویلي و چې د دې ځل خبرو کې به پر اوربند او سولې تمرکز وکړي.

1,741 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
608

3 comments

  1. Aklin jan Reply

    ای د پاکستان غلامه ته په چا حکومت کول غواړی په هغه چا تا یی زوی وژلی او وژنی یی تا یی پلاروژلی او وژنی یی تا یی ورور وژلی او وژنی یی تا یی په ناموس صرفه ونه کړه که ته افغان وی باید د سولی خبری به دی منلی وی ته څه فکر کوی که امریکا ووځی په لفغانستان به حکومت وکړی د پاکستان ټول فوځ درسره وه والله که شمالی دی نیولی وه د پاکستان اجندا پرمخ وړی غلام یی

  2. فهیم Reply

    طالبان د پاکستان روزل شوي سپیان دي. دا ذبيح کوس موری خو بيخي مطلق پاکستانی ده. په ده کی نه د افغان نه د انسان او نه د مسلمان وینه شته. که خدایمون دیر زر به مردار شي

  3. Dr.Atal Reply

    ښه به دا وه چی د جنګ،ورور وژنی،تباهی او وحشت پر ځای نورو انسانی لوړو ظرفیتونو ته لکه بحث او مذاکره، علمی او اخلاقی امتیازاتو ښودنه، ترحم او خدمات ،یتیم پالنه، دمغرضو کورنی او بهرنی کړیو پرته سچه مؤمنانه حرکات منحیث مسلمان مهذب، په آدمیت او سړیتوب کی مسابقه یا د قرآنکریم په ژبه ،فاستبقواالخیرات ، باندی عمل دا ټول هغه څه دی چی انسانی ظرفیت په عبادت ،خددمت او جهاد کی ښیی.
    هرجنګ جهاد ندی او هر غرض و مرض د اسلام تر نامه لانددی ځایول همم دینداری نده او په جنګ تینګار هغه هم داسی حالت کی چی کور،ډوډی ،کالی او حتی نسووار نلری نو دا جنګ اکمالول دکومی خزانی او بیت المال نه ترسره کیږی دا حساب په دومره ثقل سره بی له بادارانو او د هغوی د غلامی نه بغیر کوم څوک یی د خدای لپاره کوی هغه هم د ورور وژنی او تباهی لپاره؟
    نو خلاصه دا چی په جنګ ټینګارپه وحشت او درندګی ټینګار دی کوم انسانی او منطقی اعتبار نلری بلکی اثبات دی د بی واکی او خروج له انسانی حدودو
    که موږ افغانان ۳۵ مییلیونه وګڼو نو کیدای شی یومیلیون یی طالبان وی او په ههمدی اساس دوی سره حساب پکار دی ورنه راځی انتخاباتو ته دا ګز او دا میدان

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2