Categories

اعلان

Loading…

افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د ښکېلو خواوو پرضد عملیات پیل کړل

تاند- افغان چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د دې لپاره چې په ننګرهار کې د دوو ښکېلو خواوو له شره خلک خلاص کړي، د دواړو پرضد تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

طالبان او داعش د ننګرهار په شېرزاد او خوږیاڼو ولسوالیو کې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې له یو بل سره په جګړه بوخت دي چې له کبله یې لسګونه زره خلک بې ځایه شوي دي.

راپورونه وايي چې د جګړې په سیمه کې کانونه شته او د داعش غړي توانېدلي چې طالبان له ګڼو سیمو پسې واخلي.

افغان چارواکو نن /سې شنبه/ وویل چې پرون /دوشنبه/ دولتي ځواکونو هوايي او مځکني عملیات پیل کړل څو سختدریځې ډلې له سیمې څخه تصفیه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د داعش ۲۲ غړي وژلي او دوه سلاکوټونه یې ورویجاړ کړي دي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطاالله خوږیاڼی وايي چې د تېرې شپې عملیات د داعش پر ضد وشول خو امنیتي ځواکونه غواړي چې طالبان هم له سیمې وباسي.

د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي سهراب قادري رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د داعش او طالبانو د جګړې له کبله تر ۹ زره ډېرې کورنۍ مجبوره شوي چې نورو سیمو ته ولېږدي.

د قادري په وینا د دولتي ځواکونو عملیات تراوسه پوري نه دي توانېدلي چې د داعش او طالبانو جګړه پای ته ورسوي او کلیوالو ته شرایط برابر کړي چې بېرته خپلو کورونو ته لاړ شي.

ده دا هم وویل چې په ځینو هوايي حملو کې د خلکو کورونه زیانمن شوي دي.

ښکېلو خواوو د خلکو له کورونو څخه مورچې جوړې کړي دي.

2,074 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
606

1 comment

  1. Aklin Jan Reply

    ښه کار نه کوی چی مداخله کوی که یو زره هم په سیاست او نظامی اصل پوهیږی باید چی نوکان ورته وجنګوی چی جنګ یی نور هم تود شی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸