Categories

اعلان

Loading…

په کندز کې دوديزه کلنۍ مشاعره

راپور: محمد عزيز پردېس

 شمال دوديزه کلنۍ مشاعره هر کال د پسرلي په ګلورين موسم کې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې او کندز مېشته فرهنګيانو په نوښت د کندز ښار په مختلو سيمو کې ترسره کېږي. ياده مشاعره کې د کندز مرکز او ولسواليو په شمول د هېواد مختلفو سيمو او په ځانګړي ډول د شمالي ولايتونو شاعران، ليکولان او د شعر او ادب مينه وال ګډون کوي.

دې مشاعرې ته د پښتنو شاعرانو، ليکوالانو او د ادب مينه والو ترڅنګ د هېواد د نورو قومونو او ژبو فرهنګيان هم په خورا مينې سره ورځي او خپل د زړه بړاس او پيغام د شعر په ژبه ترنورو رسوي.

سږنۍ شمال دوديزه کلنۍ مشاعره هم د سولې او ورورګلوۍ په فضا کې د سولې او پخلاينې تر عنوان لاندې د کندز پوهنتون د اقتصاد په لوی تالار کې ترسره شوه.

مشاعره د قرانکريم د څو سپېڅلو ايتونو له تلاوتولو څخه وروسته د هېواد ملي سرود په غږولو سره پيل شوه.
د پردېس ټولنې ځوان رئيس محمد اسلم رشيدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د يادې ټولنې او کندز مېشته فرهنګي ځوانانو څخه مننه وکړه چې يو ځل بيا يې د دې پروګرام په جوړولو کې پوره هڅې وکړې.

ورپسې د محفل د وياند له لوري د کندز ولايت والي ښاغلی عبدالجبار نعيمي دريځ ته راوغوښتل شو. د ښاغلي نعيمي د خبرو يوه برخه: خوښ یم چې په دې ادبي او پرتمینه غونډه کې ګډونوال یم. زموږ شتمني په سوله، قلم او پوهه کې ده، سوله د ټولو افغانانو ارمان دی، راځئ چې نور جګړې ته د پای ټکی کېږدو او په یوه تلپاتې، ارامه او هوسا افغانستان کې ژوند وکړو.

د ښاغلي نعيمي له وينا څخه وروسته د کندز د اطلاعاتو او کلتور رئيس ښاغلي فدا محمد ارزښت ګډونوالو ته وينا وکړه، هغه خوښي څرګنده کړه چې په داسې یوې ادبي او فرهنګي غونډه کې ګډون کوي. ښاغلي ارزښت د خبرو په پای کې خپل یو څو ښکلي شعرونه هم دکلمه کړل چې د ناستو کسانو لخوا په چکچکو ونازول شو. همدارنګه د مختلفو دولتي ادراو او شخصي بنسټونو استازي په خپل وار سره دريځ ته راوغوښتل شوه، يادو کسانو د ويناوو ترڅنګ خپل انتخابي اشعار هم ګډونوالو ته واورل.

ورپسې د بغلان، تخار، کابل او کندز مختلفو شاعرانو خپل اشعار په ښکليو اندازونو سره ګډونوالو ته وړاندې کړل.

هېره دې نه وي چې د مشاعرې په جريان کې د کندز د تکړه او مخور سپين ږيري شاعر استاد لعل محمد ګلستانې څلور شعري ټولګې ( کرکه، د شهیدانو کاروان، د څلوریزو ډالۍ او ستړی ژوند ) هم مخکتنې ته وړاندې شوې او ياد کتابونه د غونډې په پای کې په ګډونوالو ووېشل شوه.
ياد څلور کتابونه د پردېس خپرندويې ټولنې په زيار او کوښښ د چاپ په ګاڼه سينګار شوې دي.

پردېس کلتوري ټولنه په په کندز کې د نورو فرهنګي ټولنو ترڅنګ د ادب او فرهنګ په برخه کې له ۱۱ کلونو راهيسې فعاليت کوي.

1,061 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
610

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2