Categories

اعلان

Loading…

د ننګرهار په شېرزادو کې د طالبانو او داعش ترمنځ خونړۍ نښتې شوي

تاند- د ننګرهار اوسېدونکي او چارواکي وايي چې د دې ولایت په شېرزادو کې د طالبانو او داعش ترمنځ سخته جګړه شوې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې طالبانو د افغانستان په نورو سیمو کې له خپلو پلویانو غوښتي چې مرستې ته یې ورشي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطالله خوږیاڼی وايي چې په دې سیمه کې له دوو ورځو راهیسې جګړه روانه وه خو اوس درېدلې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دواړو ښکېلو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي ویندوی هم تلفات تاییدوي خو د دقیق شمېر په اړه یې بې خبري څرګندوي.

ښاغلی خوږیاڼی وايي چې سلګونه کورنۍ د طالبانو او داعش ترمنځ د جګړې له لاسه اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي.

دا جګړه وروسته پیل شوې چې په وروستیو څو اوونیو کې د ګاونډي کونړ په چپه دره او وټه پور ولسوالیو کې د طالبانو او داعش ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې او له کبله یې سلګونه تنه ځايي خلک نورو سیمه ته کډه شول.

1,285 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
603

1 comment

  1. عبدالله Reply

    داعش او ټالب دواړه د یوه آس غوږنه ده ، دواړه « مېډن آف فکیستان » دي.
    دواړه د افغانانو قاتلین او دښمنان دي. د افغانستان خلک باید د دواړو په مقابل کې سره یو شي او د سرطان دغه منحوسې دانې باید له بېخه و باسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸