Categories

اعلان

Loading…

بیا هم څېړنو سهارنۍ د روغتیا لپاره مهمه وبلله

تاند- په ځلونو په څېړنو کې د سبناري پر اهمیت ټینګار شوی او د انسان د روغتیا او میتابولیزم لپاره ګټور بلل شوی دی.

سي این این نن /سې شنبه/ د سهارنۍ د روغتیايي ګټو په اړه د یوې نوې څېړنې جزییات خپاره کړل.

په دې څېړنه کې، چې د دوشنبې په ورځ /اپریل ۲۲/ په امریکايي خپرونه (Journal of the American College of Cardiology) کې خپره شوه، وايي چې د سهارنۍ نه خوړل د زړه او رګونو د ناروغیو او د زړه د درېدو له کبله د مړینې امکان خورا زیاتوي.

د دې څېړنې لیکوال او د لوا (Lowa) پوهنتون استاد ډاکتر وي باو (Wei Bao) وايي، په څېړنه کې جوته شوې، هغه کسان چې هیڅوخت یې سهارنۍ نه ده حوړلې په سلو کې ۸۷ تر هغوی چې سبناری یې کړی دی، زیات د زړه د ناروغیو له کبله د مړینې له خطر سره مخامخ شوي دي.

ده وویل، پخوا هم داسې انګېرل کېده چې سبناری ګټور دی خو کره دلایل یې نه و څرګند شوي او نه په دې اړه ډېر تحقیق شوی و چې نه خوړل یې څومره خطر لري.

دوی دا څېړنه له ۱۹۸۸ څخه تر ۱۹۹۴ پورې په امریکا کې پر ۶۵۵۰ تنو، چې عمرونه یې د ۴۰ تر ۷۵ کلونو ترمنځ وو، کړې ده.

د زړه ناروغۍ او په ځانګړي ډول د زړه سکته په نړۍ کې د انسانانو د مړینو تر ټولو لوی عامل بلل کېږي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې (WHO) د راپورونو پر اساس په ۲۰۱۶ م کال په درسته نړۍ کې ۱۵ ملیونه او ۲ لکه انسانان د زړه په ناروغیو مړه شوي دي.

775 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
597

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸