Categories

اعلان

Loading…

عاطفي ځورونه

حمیدالله حمیدي

عاطفي ځورونه هغه هڅه ده، چې یو څوک یې ستاسو د ډارولو، کنټرول لاندې راوستو او یا هم منزوي کولو لپاره کوي. دغه کړنې تر ډېره په خبرو او له تاسو سره د چال چلند پر مهال تر سره کوي. کېدای شي په ورځني ډول ډېر له دې ډول چلند سره مخ شوي یاستی، خو زیان بیا هغه وخت درته رسوي، چې دا هر څه زړه ته واچوی. که مقابل کس پوه شي چې عاطفي ځورونې یې در باندې اغېز کړی، کېدای شي دغه کار ته ادامه ورکړي او ځان خپلې موخې ته ورسوي. مهمه نه ده چې مقابل کس څوک دی. کېدای د ژوند ملګری مو وي، همکار مو وي او یا هم بل نږدې څوک وي. خو که هر څوک وي، حق نه لري چې له تاسو سره دا ډول چلند وکړي. دا لیکنه پر همدې موضوع راڅرخي. له دې ډول کړنو څخه تر ډېره د دې لپاره کار اخیستل کېږي، چې ستاسو عزت نفس کمزوری کړي، دغه چلند که هر څومره کم هم وي، خو ازار یې ډېر زیات وي. له بېلګو څخه یې په لاندې ډول یادونه کولی شو:

۱- نوم اېښودل

دوی په ټوله بې شرمۍ تاسو ته د احمق، بایلونکي، بې سویې، بې وړتیا او یا نور داسې بد صفات یادوي، چې دلته یې لیکل ضرور نه دي.

۲- د مسخره لقبونو کارول

دغه کړنه هم کټ مټ لکه پر خلکو نوم اېښودلو ته ورته ده. لکه ( اې زما شادګله زویه، اې زما لوی سریه زویه) او یا دې ورته نور لقبونه. په یاد ولری چې دا ډول لقبونه هېڅکله د مینې او عاطفې په مانا نه دي، بلکې دا یوه عاطفي ځورونه ده.

۳- د شخصیت وژل

په دې کړنه کې دوی تر ډېره د (تل) کلمه کاروي. د بېلګې په توګه وایي، ته تل تېروتنه کوې، تاسو تل ناوخته راځی او یا هم تاسو تل دا ډول احمقانه کارونه کوی. دوی په دې ډول سره غواړي تاسو ته ووایي، چې تاسو ښه خلک نه یاست.

۴- تونده خبره درته کوي

په لوړ اواز او ناوړه خبرې کول هغه څه دي، چې په دې سره مقابل کس غواړي تاسو کوچني وښیي. ډېر کله داسې هم کېږي چې له مخې سره مو یو څوک یوڅه پر سوک یا پښه باندې په زوره وهي او خپله غوسه پرې سړوي.

۵- ظاهري ملاتړ

دوی ظاهراً غواړي داسې ښکاره کړي، چې ملاتړ در څخه کوي، خو د ملاتړ خبرې یې هم یو ډول له زهرو ډکې وي. د بېلګې په توګه وایي، (ګرانه زه پوهېږم چې د دغه کار لپاره خپل وس کوې، خو دغه څه ستا له سویې یو څه پورته دي).

۶- د خلکو په مخ کې توهین

دوی غواړي د خلکو په مخ کې ستاسو رازونه ښکاره کړي او یا مو تېروتنې درته وښيي.

۷- له حقیقته انکار کوي

کله چې غواړی د هغوی په مخ کې د یوې موضوع په اړه خبرې وکړی، دوی یادې موضوع ته هېڅ اهمیت نه ورکوي. دوی هڅه کوي چې په دغه وخت کې له خپلې بدې ژبې کار واخلي او په یو ډول داسې ښکاره کړي، چې ګواکې دا موضوع هېڅ د بحث وړ نه ده او ډېره کوچنۍ ده.

۸- ځان تېروي

ډېړی کړنې یې واضح نه وي.  کله چې پرې نیوکه وکړی، کېدای شي درته ووایي، دا خو عادي خبره ده، ډېره جدي یې مه نیسه.

۹- مسخره کوي مو

کېدای شي ډېری وخت کله چې له کور څخه وځی، په داسې حال کې چې له هره اړخه به منظم وی، خو دوی درته وایي، وېښتان د څومره ګډوډ دي، داسې یې او هغسې یې. غواړي په یو ډول نه یو ډول ازار در ورسوي.

۱۰- غواړي واړه مو معرفي کړي

دغه ډول کسان هڅه کوي، چې واړه مو معرفي کړي او یا مو موقف ته په سپکه سترګه ګوري.

۱۱ ذوق او علاقه مو مسخره کوي

کېدای شي درته ووایي، چې ډېر ماشومانه ذوق مو دی او هسې وخت ضایع کوی. که ورزش کوی، درته وایي، هېڅ ښه نه ځلېږې او یا هم دېته ورته نورې خبرې درته کوي. په اصل کې دوی غواړي چې تاسې د هغوی له حضور پرته هېڅ کار تر سره نه کړی.

۱۲- په غوسه کوي مو

دوی پوهېږي چې په کومه خبره غوسه درځي. هر وخت دا هڅه کوي یا چې کله موکه په لاس ورشي، د هغې خبرې سر را اچوي چې تاسې پرې غوسه کېږی او دوی ستاسو له غوسې څخه خوند اخلي. دوی د دې لپاره چې یو ډول مو تر لاس لاندې وساتي، ستاسو په داسې کړنو پسې ګرځي، چې په یو ډول نه یو ډول مو خجالت کړي. کېدای شي دغه لاندې ټکي ستاسو د خجالتۍ لپاره وکاروي.

۱۳- کړه وړه مو څاري

دوی هڅه کوي څو پوه شي چې تاسو چېرته ځی، د ورځې په اوږدو کې څه کوی او که تاسو په هر حال او هر موقعیت کې وی، د هغوی پیام او ټلېفون ته ځواب ورکړی.

۱۴- ډیجیټالي جاسوسي

کېدای شي درڅخه وغواړي چې د انټرنېټ تاریخچه مو، ایمیلونه مو، پیغامونه مو او د موبایل شمېرې مو وګوري او ان دا چې پاسورډونه مو هم وغواړي.

۱۵- یو اړخیزه او په خپله خوښه پرېکړه

کېدای شي د بانک اکونټ مو وګوري، له ډاکټر سره لیدنه مو لغوه کړي او یا مو له رییس سره ستاسو له خبرېدو پرته، ستاسو په استازیتوب خبرې وکړي.

۱۶- ستاسو په اړه قضاوت

دوی ستاسو د تېروتنې په اړه په ساعتونو خبرې کوي. په دغه کار سره غواړي دا ثابته کړي، چې تاسو تر هغه ټیټ او کمزوري یاست.

۱۷- مخامخ در باندې امر کوي

له دې ډول جملو (خواړه مې ژر راوړه) نیولې له ډېرو نورو دستوري جملو کار اخلي. په دغه کار سره غواړي، چې تاسې تل د هغوی تر کنټرول لاندې وی.

۱۸- بې ځایه غوسې

د بېلګې په توګه، له تاسو یې غوښتي چې له دوستانو سره بېرون ته مه ځی، خو تاسو یې دا غوښتنه په پام کې نه ده نیولې. دوی هڅه کوي چې د ډېر وخت لپاره دغه څه د یوې وسیلې په توګه وکاروي او هر وخت یې په دې بهانه مطرح کړي، چې ګواکې تاسو د چا خبرې ته ارزښت نه ورکوی.

۱۹- د ماشومانو په څېر در سره چلند کوي

درته وایي، دا جامې واغونده او دا مه اغونده او یا هم دا خواړه وخوره او دا مه خوره. له پلاني سره مه ګرځه او یا هم بل د خوښې کار د هغوی له مشورې پرته مه کوی.

۲۰-  ګډوډ چال چلند کوي

هغوی ډېر کله پرته له کومې خبرې غوسه کېږي. یا دا چې په نه خبره یې در سره ډېره مینه پیدا شي او له اخلاصه ډکې خبرې در سره کوي. تاسو هېڅ نه پوهېږی چې اوس په کومه خبره خوشاله او په کومه خبره خپه کېږي.

۲۱- خپله پړه هم پر تاسو اچوي

پر دوی باندې چې کومه ستونزه هم راځي، تاسو ګنهګار ګڼي. دوی که په هر څه کې ماتې خوري، پړه یې یو ډول پر تاسو اچوي او وایي، دا هر څه ستا له لاسه پر ما راځي. دغه ډول کسان هر وخت خپلې غوښتنې ستاسو پر غوښتنو لوړې بولي او دا یو ډول ناروغي ده.

هڅه وکړئ لومړی خپل ځان، د کورنۍ غړي او ملګري له دې ناروغۍ وژغورئ. لوستی او عالم انسان هېڅکله په دې ډول ناروغۍ نه اخته کېږي. اخلاص من خلک د ځان تر څنګ، د نورو پرمختګ هم غواړي او هغه په یو ډول د ځان په ګټه بولي. خو کمزوري خلک بیا نه شي زغملی، چې یو څوک د تر هغه په عقل، خبرو، وړتیا او نورو کې مخکې وي.

803 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
597

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2