Categories

اعلان

Loading…

د غزني ولايت د امنيه قومندان د ښووني او روﺯني د آمر قاتل ونيول شو

خبرپاڼه

يکشنبه ۱/۲/۱۳۹۸
د غزني ولايت د امنيه قومندانۍ د ښووني او روﺯني د آمر څارمن شاپور« بختيار» او د دوو نورو پولیس سرتیرو قاتل د دي ولايت د ملي امنيت د ﺯړورو او اتلو منسوبينو لخوا ونيول شو.
د امنيه قومندانۍ د ښووني او روﺯني آمر وسله والو شاوخوا يوه اونۍ مخکي
ښار ته څيرمه په البيروني(مهاجرين) ښارګوټي کې په شهادت ورساوه. نيول شوى تروريست محمد خالد نوميږي او د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دى چې دمګړۍ يې د غزني ښار په البيروني ښارګوټي کې ژوند
کاوه.
د هغه په وینا قومندان یې ورته د امنیه قومندانۍ د ښووني او روزني د آمر د شهادت په بدل کې ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلداري انعام ورکړي دی.
نيول شوي تروريست تر دي مخکي هم دوه پوليس سرتيري د بي غږه تمانچي په
وسيله شهيدان کړي چې د تحقيقاتو په لړ کې يې پر خپلو جرايمو اعتراف کړى
دى.

عارف نوری / د والی د غزنی ویندوی

361 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
594

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸