Categories

اعلان

Loading…

د پکتيا اوسېدونکي د بريښنايي پېژندپاڼو د وېش د پراخېدو غوښتنه کوي

راپور: صالح جان صالح

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د يوې غونډې برخوالو د مرکزي ادارې څخه وغوښتل، چې د بريښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پلازمينې کابل څخه د هېواد نورو زونونو ته هم وغوځوي.

په دې غونډه کې، چې د تېرې ځوانانو ټولنې په هڅو جوړه شوې وه، او د مدني ټولنو استازو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر ځوانانو پکې ګډون کړی وو، د بريښنايي پېژندپاڼو په ارزښت خبرې وشوې او د نفوسو احوالو د ثبت ادارې وغوښتل شول، چې د پکتيا تر څنګ دې د هېواد په ټولو زونونو کې د بريښنايي تذکرو د وېش لپاره څانګې پرانيستل شي.

د دوی په خبره کله چې د ولسمشر د فرمان او د وزيرانو شورا د پرېکړې په اساس په کابل کې د پېژندپاڼو د وېش لړۍ پيل شوې ډېره ټکنۍ او محدوده پاتې شوې.

د پکتيا تېرې ځوانانو ټولنې مشر حکمت الله سحر له رسنيو سره خبرو کې له مرکزي حکومته وغوښتل، چې دغه بهير چټک کړي او د پکتيا په ګډون دې نورو زونونو کې څانګې فعالې کړي.

سحر وايي د بريښنايي تذکرو د وېش په چکټيا سره په هره برخه کې روڼوالی تضمينږي، چې تر ډېره د هر ډول فساد مخنیوی کولی شي.

د نوموړي په خبره څنګه چې حکومت ژمنه کړې وه، تر اوسه په ولايتونو کې عملي کار ندی شوی.

پکتيا کې مدني فعالان محمد داود تپان او عبدالله احمدزی د بريښنايي پېژند پاڼو په توضيع کولو ټينګار کوي او وايي په اخيستلو سره به يې د ډېرو خلکو حقه حقوق خوندي شي.

د دوی په خبره، حکومت په دې برخه کې جدي کار وکړي، چې په هېواد کې د وګړو نفوس تثبيت شي او هرچاته د نفوسو په اساس خدمتونه وړاندې شي.

په هېواد کې د بريښنايي پېژندپاڼو نشتون په يوشمېر امنيتي او ملکي ادارو کې مالي فساد ته لاره هواره کړې چې ځيني وخت خيالي پوليس، ښوونکي او د شهيدانو کورنۍ امتيازات تر لاسه کوي، خو تر ډېره کمپيوټر سيستم او بايميتريک کولو د دې مخه نيولې هم ده.

578 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
592

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸