Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان په یو شمیر سیمو کې د بهرنیو پیسو د چلند ستونزه او اقتصادی زیانونه یې

پوهاند محمد بشیر دودیال  

ملي بیرغ، ملی سرود، ملی پولی واحد (افغانۍ)، ملی سرحدات، ملی پوځ ټول زموږ واحد اومشترک ارزښتونه دي. دهغو ساتنه او پالنه او د قانون له حکم سره سم هغو ته درناوی؛ د هر افغان ملی وجیبه ده. افغانۍ زموږ پولی واحد او زموږ د ملی هویت نښه ده. ټول ملی ارزښتونه د یوملت دتشخص او پیژندنی معیارونه دی. د افغانستان بانک د قانون ۳۳مه ماده وایی: د افغانستان رایجی پیسې او پولي واحد افغانۍ دي.

له بده مرغه په دې  وروستیو ۲۷ کلونو کې؛ د یو شمیر نورو افتراقي، ناولیو او غیر ملی ښکارندو ترڅنګ؛ یو ناولی او بد واقعیت  په یو شمیر ولایتونو کې د بهرنیو پیسو(خصوصاً پاکستانی کلدارو او ایرانی تومنو) چلند دی. له اقتصادی پلوه د دغو ناقانونه پیسو چلند زموږ پر اقتصاد ډیر بد تاثیر کوي. په یو هیواد یا د یوه هیواد مالی بازارونو کې د بیلابیلو پولی واحدونو تبادله کومه غیر قانونی  یا ناسالمه پدیده نده، ځکه هر هیواد د خپلو ملی پیسو ترځنګ سعر هم پیژني، لکه دافغانستان صرافیو او بانکونو کی دالر، ایرو، پاکستانی کلدارې، هندی کلدارې، ایرانی تومن او نوراسعار. مهمه دا ده چې په داخلي راکړه-ورکړه او نورو معاملاتو او ملی محاسباتو کې باید بهرنۍ پیسې دوران کې نه وي، بلکې په داخلي ټولو راکړو- ورکړو کې باید ملی پولی واحد یعنی افغانۍ په چلند کې وي. طبیعی خبره ده هغه سوداګر، له بهر څخه راغلی خارجیان یا نور چې بهرنۍ پیسې (خارجی پولی واحد) یا اسعار لری، باید  هغه په افغانیو تبدیل او دلته خپلې ملی پیسې وچلوي او معاملات ورباندې ترسره کړي. په اقتصاد او اقتصادی معاملو کی هغه پيسې چې جعلي او نا مشروع او دقانون برخلاف په چلند کی وي، او په کورنیو راکړو-ورکړو(خرید اوفروش) کې دبهرنیو پیسو څخه استفادې او دغه ډول پیسو ته؛ چې قانون يې اجازه نه ورکوي( unsound money) بې اعتباره یا غیر قانونی پيسې ویل کیږي. دغه ډول پیسوته د دولت د بانک له اجازې پرته دچلند اجازه نشته ؛ په داسې حال کې چې موږ خپل ملی ډیر بااعتبار او ثابت پولی واحد ولرو، او دخپل ارزش له پلوه دګاونډیو د پیسو په پرتله پیاوړی او لوړهم وي، خو سره له هغه هم دنورو هیوادو پیسې استعمالوو،  دا لوی عیب دی. د هر هیواد ملی پیسې (ملی پولي واحد currency ) ډ دغه هیواد په ملی اقتصاد کې ځانګړې دندې لري؛ لکه:

Measure of value دارزښت دساتلو وسيله

په دې برخه کې پيسې د توکو او خدماتو بيې ټاکي، يعنې د ټاکلي مقدار پیسوپه وسيله ټاکلى مقدار  جنس يا خدمت يوه ټاکلى وخت کې پيرودل او پلورل کېږي، که په بازار کې دوه یا درې ډوله بیلابیلې پیسې په دوران کې وي، هیڅ امکان نه لري، اصلی (قانونی) پیسې دارزښت ټاکونکی او ساتونکی شي.

ـ د تبادلي وسیله medium of exchange) )

دیو هیواد اوسیدونکی یواځې دخپلو ملی پیسو په واسطه چې ډیر ښه ورسره عادت دي، تبادله کوي، د نورو پیسو مداخله، دتبادلې  معامله کړکیچنه کوي او (دبازار داشفتګی) یو لامل ګرځي.

  ـ د ذخیری وسیله (store of value )

ملي پیسې د سپما او زیرمې په توګه داقتصادی ثبات، پیاوړتیا، د پانګونو د پیاوړتیا لامل ګرځي، دملی کرنسۍ ترڅنګ د بیلابیلو پیسو شتون په ذخایرو او سپما منفی اغیزه کوي.

  ـ د تاديي وسیله (means of payment)

د ملی پولو دننه  د یوه اقتصاد په حدودو کې په څلورو واړو اقتصادی انفسونو کې تبادله باید په ملی پیسو وي،پرته له هغه توازن او اعتماد له لاسه وځي.  غوره به وی چې د پیسو رول یوڅه نور هم واضح شي:

الف )د تبادلي رول:

  • د توکو په تبادله کې اسانتیا راولي،
  • معاملاتي مصارف کموي،
  • د کار ویش او تخصص را منځته کوي،
  • مولدیت زیاتوي،
  • د خلکو د اړتیاوو د نه مطابقت ستونزه حلوي،
  • سوداګرۍ ته پراختیا ورکوي.

ب)  د ارزښت د اندازه کولو رول :

  • د ذخیري په توګه رول لوبولو سره، د ملی  پیسو په مرسته د عوایدو او دارايي (wealth) د خرید توان چې راتلونکې ته یی انتقال اړین وي؛ ساتل کیږی.

د ذخیري لپاره د شتمنیو ځیني ډولونه د پیسو په پرتله ګټور تمامیږي ، خو له دې امله چې پیسی د نقد یت (liquidity ) قابلیت لري، نو خلک د معاملاتو په خاطر د نقدو ساتلو ته اولیت ورکوي.

  • پیسې د مختلفو نورو تادیاتو د وسیلي رول لوبوي؛ لکه: مالیات ،د پورادا کول ،عواید ، مزد ،معاش او داسي نور.
  • څرنګه چې دتوکو او خدماتو د دتر لاسه کولو او تادیاتو وخت توپیر لري، نو غوره ده چې اوسنی مبلغ معلوم او راتلونکي کې ادا شي. لکه په مزد موافقه کول. دغه شرط په ملی پیسو ډییره ښه پوره کیږی، نه په نورو پیسو.
  • پیسي نه یواځي راتلونکي کې د مکلفیتونو د ادا کولو لپاره د تادیې د وسیلي رول لوبوي، بلکې مخکې پرداختونه (advance payment) پلورونکو ته له هغوۍ څخه د توکو تر لاسه کولو څخه مخکې انتقالیږي، چې دا هم د طرفینو ترمنځ په ملی پیسو ډیر ښه ادا او تصفیه کیدای شي. له پیسو څخه د  ټولو پورتنیو دندو توقع هغه مهال کیږی چې په یوه هیواد کې د مربوطه هیواد ملی کرنسی چلند ولری.

د  بهرنیو اسعارو د چلند ستونزی او ناوړه نتایج:

  • د قانون تر پښو لاندی کیدل؛
  • د بدو پیسو رامنځته کیدل؛
  • بهرنیوپیسو پورې د ملی پیسو تړل کیدل؛
  • د یوه فریبنده یا غولوونکی شغل جوړیدل؛
  • له چلند(دوران) څخه د ملی پیسو د یوې برخې ایستل؛ حال داچې دپیسو دوران کې موجودیت دهغو د ژوند او له دوران څخه وتل یې د مړینې معنا لرلای شي،
  • دملی روحیی ځپل کیدل؛
  • د پیسو د خرید په قدرت منفی اغیز؛
  • په اقتصادی معاملاتو کې د پیسو د حجم د دوران کمښت؛
  • د وخت ضایعات (تبادله، محاسبه، انتظارات…)
  • د ملی حاکمیت سره  اقتصادی جګړه؛
  • د بانکونو د پالیسی له منځه وړل؛
  • د غیررسمی اقتصاد (  Informal Economic) رامنځته کول.

پیسې د مالی مدیریت لومړی جز، د دولت د مالی اقتصاد معیار،عامه ثروت او ملی سرمایه ده ، د ملی سرمایې سلامت ساتنه ملی وجیبه ده. د قوانینو، مقرراتو  او لوایحو تعمیل او رعایت زموږ لومړنی مسېولیت دی. دبهرنیو اسعارو چلند د ملی پیسو ارزښت ته د زیان ترڅنګ د بدو او ښو پیسو دموجودیت لامل ګرځی، چی نامتو اقتصاد پوه ګراشام  دهغو زیان داسې ښودلی دی:

According to Gresham’s law is a monetary principle stating that “bad money drives out good”. For example, if there are two forms of commodity money in circulation, which are accepted by law as having similar face value, the more valuable commodity will gradually disappear from circulation.

یعنی د ملی او قانونی پیسو تر څنګ دنورو پیسو شتون، بدی پیسې رامنځته کوي، چې زموږ د ښو پیسو اوسنی ارزښت او دوران خرابوی. هر څوک کوشش کوي چې بدې پیسې لومړی له ځان څخه لری کړی، مثلاً موږ چې کله سودا اخلو یا د ډریور کرایه ورکوو، دخپلو پیسو څخه  هغه تر ټولو زوړ، سولیدلی او شکمن لوټ ور وړاندې کوو، خو نوی لوټ ځان سره ساتو؛ هغه سړی هم دخپلو ټولو پیسو له جملې همدغه (بده) پیسه تر نورو مخکې بل سړی ته ورکوی او په دې ډول دغه (بده) پیسه له سهار ترمازیګره د (ښې) پیسې په پرتله ډیر دوران کوي.  که دټيټ ارزښت لرونکو پيسو سره يو ځاى، د لوړ ارزښت لرونکي پيسې په چلند کې وي، دغه ټيټ ارزښت لرونکې پيسې اوچت ارزښت لرونکى پیسې له چلند څخه باسي . د دې دوه نتیجې راوځي:

  • بدلې پيسې، ښې پيسې له دوران څخه باسي.
  • لږ ارزښت لرونکې یا بدلې پيسې د هغو پيسو په پرتله  چې لوړ ارزښت لري، ډبرې دوران کوي، چې په عين وخت کې د لوړ ارزښت لرونکو پیسو سره په دوران کې وي.
  • هغه پیسې چې په ملی اقتصاد او ورځنیو اقتصادی معاملو کې په دوران کې نه وی د راکدو پیسو حیثیت پیدا کوي. هیڅ اقتصاد نه  غواړی چې پیسې یې راکدې وي.

د هیواد دننه د نورو هیوادو د پیسو دچلند ترڅنګ د افغانیو د ارزښت د سقوط یو شمیر عوامل:

جنګ او ناامنی او د فزیکی او احساسي ډاډ نشتوالی د اقتصاد لپاره تر ټولو لوی او بد ګواښ دی، خو د اتلس کلن جنګ سره سره  د ډیرو هیوادو، خصوصاً د ګاونډیو په پرتله زموږ اقتصاد کې ښه والی تر سترګو کیږی. سره له دې چې ناامنی او جنګ د استخدام او دملی تولید د اوچتیدو ډیر فرصتونه را څخه اخیتسی دی، خو بیا هم تر یوې اندازې کلنۍ وده ترسترګو کیږی، په تیره بیا پیسو ( زموږ ملی کرنسی) خپل ثبات او ارزښت ساتلی دی، مګر د هیواد داقتصادی پوتانسیل او قوی اقتصادی ظرفیت او د ودې او ثبات د ډیرو مساعدو شرایطو سره سره بیا هم نه یو توانیدلی چی اقتصاد مو پرمختګ وکړی چې یو شمیر ښکاره او څرګند عوامل لري:

  • تر ټولو لومړنی عامل نیابتی او د ګاونډیو له خوا پر موږ باندې تپل شوی جنګ دی. بل عامل یې دا دی چې  له بده مرغه موږ د اسعارو دتبالی لپاره محدودیت نه لرو، یعنی د limited convertibility په عوض یو د convertibility full حالت روان دی؛ هیڅوک د تبادلی لپاره کوم حدود او رسمی جواز نلری، آن داچې اسعار او ملی کرنسی په آسانی له هیواده ایستل کیږی، د پیسو مینځل شته، نارسمی اقتصاد پراخه دی او بده یې دا چې دfixed exchange rate system په نوم هیڅ شی وجود نلری؛ بلکې دmulti exchange rate systemمعمول دی؛ دا په داسې حال کې چې نوسانات هم ډیر زیات دی؛
  • د ډالرو د لیلام په واسطه د پیسو د ارزښت کاذب ثبات؛(چې دا زموږ یو مجبوریت دی) په دې حالت کې د بهرنیو پیسو د ارزښت کمیدل، په سیده توګه په افغانیو تاثیر لری او ورسره بانک مجبور دی  ځینی وخت خپل ثابت ذخایر راوباسی.
  • پراخه مالی فساد؛
  • دتجارت کسر( چې له نیکه مرغه د ښه کیدو په حال کی دی)؛
  • د افغانیو تر ځنګ د نورو پیسو چلند چې هره ورځ په سلګونه میلیونه افغانی له چلند څخه وځي؛
  • د کلدارو په نرخ کی هر ځل بدلون، د افغانیو د نوسان لامل ګرځي، چې دا په ټول اقتصادی واحدونو( کورنۍ، تصدی، دولت او خارجیانو) منفی اغیز لري؛
  • په  روحی لحاظ دمعامله کوونکو په نزد بهرنی اسعار ډیر د پاملرنی وړ ګرځي؛
  • د افغانیو د خرید قدرت وار په وار کم او بانک مجبوریږی چې د تورم د مخنیوی لپاره د دالرو د لیلام په شمول یو شمیر اضطراری تدابیر ترلاس لاندی ونیسی.
  • د نړۍ په کچه هر هیواد د مرکزي بانک لرونکی دی او د پیسو د نشر او کنترول دنده مرکزي بانک ته سپارل شویده. دافغانستان بانک زموږ مرکزی یا د دولت بانک دی چې هیوادوالو څخه ځانګړې غوښتنې لري او د بانک نافذه پالیسی او  قوانین باید رعایت شی، خو د کلدارو د چلند په صورت کی د مرکزی بانک پالیسی او قانون تحقق نشی موندلای. د دې منفي پایلې پړه په ټولو هغو کسانو پریوځي چې د ملی پیسو په عوض په راکړه ورکړه کې بهرنۍ پیسې په کار وړي.
  • مرکزي بانک په یو هیواد کې د پیسسو نشر، دوران او ارزښت پوري مربوط مسایلو څخه څارنه کوي، په ورځنیو معاملو کی د کلداور چلند د مرکزی بانک دغه څارنه له  چلنج سره مخامخوی.
  • د مرکزي بانکونو موخه د ګټي تر لاسه کول نه دي، بلکې د پیسو د حجم څارنې او د نورو بانکونو او مالي موسساتو د ناکامۍ څخه د مخنیوې په وسیله د اقتصادي ثبات رامنځته کول دي، خو د ملی پیسو ترڅنګ په نورو پیسو دمعاملاتو تر سره کول، د دې لامل کیږی چې مرکزی بانک نور مالی موسسات حمایه نشی کړای  .
  • مرکزي بانک د یوه ملی ارزښت ( ملی کرنسۍ) ساتونکی بانک دی، خو هغه هیوادوال چې په معاملاتو کی پردۍ پیسی کاروی، دغه ارزښت ترپښو لاندې کوي.

ملی پیسو ته تقاضا:

  • دغه تقاضا تر هرڅه مخکی معاملاتو ته په ضرورت کې احساسیږی چې خلک د خپلو عوایدو یو برخه د معاملاتو د پرمخ وړلو په موخه په نقده توګه له ځان سره ساتي.
  • احتیاطي تقاضا:همدارنګه خلک د احتیاط په موخه یوه اندازه نقدي پیسې له ځان سره ساتي تر څو د ناوړه مالی پیښو او خطرونو سره مجادله وکولای شي.
  • د سوداګرۍ  او پانګونې لپاره تقاضا: سوداګر او نوی پانګوونکی د بازار د معاملاتو په اجرا کولو سره د ګټي پورته کولو په موخه د نقدو پیسو تقاضا کوي.
  • د نقدو ساتل د لګښت لرونکي دي. کله چې د پور پاڼو څخه تر لاسه کیدونکي ګټه زیاته وي نو خلک نقدو ته ترجیح نه ورکوي، او پورپاڼي خریداري کوي.

په  پورتنیو ټولو حالاتو کې ملی پیسې دغو تقاضاوو ته  ښه ځواب ویلی شی، پرته له هغه د اقتصاد د ډګر دغه ساحات فلج کیږی.

یو شمیر نور عوامل هم شته چی زموږ اقتصاد ته د زهرو حیثیت لري، لکه له مالیاتو څخه تیښته، قاچاق، بهر ته دځوانانو مهاجرت چې هر یو زیاته اندازه پیسې قاچقبرانو ته ورکوی یا یې ځان سره وړي، دپیسو مینځل، د حج دفریضې لوړ مصارف، بهر ته د یو شمیر غیر ضروری سفرونو ، د ودونو افراطی مصارف، بهرته دناروغانو تګ او تداوی، د انتخاباتومصارف، د داخلی کشمکشونو اوجنګ لوړمصارف ، دتجملی اجناسو داستعمال او داسې نورو ډیر لوړ او بیځایه مصارف، موازی بازارونه، د ناامنی له کبله د پانګونو کمښت   او دې ته ورته هغه عوامل دی چی د پردیو هیوادو د پیسو د چلند له عامل سره یو ځای کیږی او زموږ اقتصاد له لوی زیان سره مخامخ او کیدای شی له پښو یې و غورځوي. په دغو ټولو مصارفو کې له بهرنیو پیسو کار اخیستل کیږی، چې بوج یې د هر افغان په اقتصاد باندی راځي.

پیشنهادونه:

  • تر هرڅه دمخه د یوې پتمنې، عادلانه او باعزته سولې لپاره د ملی ارادې جوړول او ملی یووالی،
  • د ملی ارزښتونو پالل او پیاوړی کول،
  • د افغانستان بانک او د افغانستان  دبانکولي د قوانینو درناوی او دهغو رعایتول،
  • د کلدارو په عوض په افغانیو دمعاملاتو ترسره کول؛ ټول ملی محسابات د ډالرو او نور پیسو په عوض په افغانیو محاسبه او ترسره کول،
  • د افغانستان بانک له خوا د ټیټ کمیشن په وړاندی د تبادلی دیوی  کړکی پرانیستل؛ ترڅو کلداری د ازادو(خصوصی) صرافیو په پرتله ارزانه تبادله کړی او هیوادوال د صرافیو په عوض دبانک دغو کړکیو ته مراجعه وکړی، دا نوښت به له یوې خوا ددی امکان برابر کړی چی دبانک یوشمیر مامورین به مصروف شي، بانک به ډیر لږ کمیشن واخلی چی خلکو ته به  ارزانه تمام شی، د افغانیو راکړی ورړی به وهڅول شي، د بی جوازه صرافانو او کمیشن کارانو لاس به له تور بازار څخه لنډ شي.
  • د افغانستان بانک له خوا د یو شمیر اصلاحاتو عملی کول، له هغې جملې د صرافی دجوازونو محدودول، تر ممکنه حده پورې د اسعارود ثابت نرخ ساتل، د مالیې وزارت او په ولایاتو کې د مستوفیتونو په مرسته دقاچاق او له مالیاتو د تیښتې مخنیوی، له تور او جرمی اقتصاد، غیررسمی اقتصاد او مالی فساد سره دمبارزی دوام، له لسګیز څخه د تیټو پیسو( لکه یوه، دوه او پنځه  افغانیګی سکې ) ترویج او دپیسو فزیکی ساتنې ته د هیوادوالو هڅونه،
  • د پیسو فزیکی ښې ساتنې ته توجه(لکه له چرمي بکس څخه استفاده)،
  • د  اذهانو تنویر او خلکو ته د قانون درعایت د اهمیت ښودل،
  • پولیسی تدابیر،
  • د معاشاتو، دولتی خریداریو، تدارکاتو او نورو پرداختونو  اجرا کول په افغانیو.

هیله ده درانه هیوادوال د خپل ملی اقتصاد او دملی پیسو د ارزښت او دپیرودنې دتوان او قدرت د استحکام او پیاوړتیا لپاره په ملی روحیې سره ملا وتړی، د دولت قوانینو ته درناوی وکړی، د افغانستان بانک پالیسی ته ځان ژمن وبولي ، په ورځنیو راکړ-ورکړو کې خپلی ملی پیسې وکاروي.

ستاسو دغه ډول روحیه، د ملی اقتصاد ملا تړ کول دي.

افغانستان شاته نه ځي، مځ په وړاندې ځي !

پیاوړی اقتصاد زموږ استقلال، عزت او پرتم دی.

557 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
591

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸