Categories

اعلان

Loading…

سوله او جرګه | ګل آغا احمدي وردګ

سوله په بنسټیزه توګه د ژوند مفهوم له ځان سره لري او سوله هغه جوهر ته ویل کېږي چې په موجودیت سره یې په انساني ټولنه کې د ساکنو وګړو تر منځ ورورګلوي، مینه، محبت او خوښي وده کوي او د انسانان د ژوند بهیر د هر راز پرمختګونو له نعمت څخه برخمن کېږي. د دې حقیقت څخه څوک سترګې نه شي پټولی چې سوله د ښکېلو لوریو تر منځ د ګډ تفاهم، جرګو او مشورو له لارې په ټولنه منځته راتلای شي او سوله په ټولنه کې  د هر راز جګړو، بدبختیو، ورور وژنو او نفرت د ناوړه پدیدو مخه نیسي او د ژوند کاروان د یو روښانه سباوون په طرف بیايي.

سوله د انسانانو په ژوند کې ډېر مهم رول لوبولی شي او د بشري تاریخ په اوږدو کې یې هر وخت انسانان د خوښیو په ټغر کښېنولي او د بدبختیو مخه یې نیولې ده. له همدې کبله سوله په اسلام کې د ځانګړي اهمیت څخه برخمنه ده او لوی خدای (ج) انسانانو ته امر کوي د دوو مسلمانو ډلو تر منځ د جګړې او اختلاف د پیښېدلو په صورت کې د دوی تر منځ سوله وکړي.

لکه چې لوی خدای (ج) فرمایلي دي: ( و ان طایفتان من المومنین اقتتلوا فاصلحوا بین اخویکم…) ژباړه: «که چیرې د مومنانو دوې ډلې په خپل منځکې جګړه کوي نو د هغوی تر منځ سوله وکړئ.» په همدې توګه سولې ته په قرآني آیتونو کې د خیر او ښېګڼې نوم ورکړل شوی دی لکه چې خدای (ج) په یو بل قرآني آیت کې فرمایلي دي: ( و الصلح خیر) ژباړه: «او سوله ښه ده.» په همدې توګه ګڼ شمېر قرآني آیتونه، الهي ارشادات، نبوي احادیث او دیني آثار انسانانو ته د سوله ییز ژوند، امن، روغې جوړې او ښه ژوند تیرولو لارښوونه کوي چې دا ټول مسلمانانو ته د سولې اهمیت په ګوته کوي. د نړۍ انسانانو تل هڅه کړې ده چې د ژوند هر راز ښېګنې د سولې په جوهر کې و لټوي له همدې کبله د نړۍ په کچه د سولې د تامین او لانجو د حل لپاره د تاریخ په مختلفو پړاوونو کې مختلفې ادارې، ارګانونه او موسسې رامنځته شوې څو د انسانانو ترمنځ سوله ییز ژوند ته وده ورکړي. که پورتنیو قرآني آیتونو ته په ژوره توګه ځیر شو نو له ورایه څرګندېږي چې د انسانانو تر منځ سوله د فرضي عبادت شکل غوره کوي او په ټولنه کې د سولې موجودیت فرض ګڼل کېږي ځکه لوی خدای (ج) مومنانو ته امر کوي چې تاسو هغه مهال د دوو متخاصمو ډلو تر منځ سوله وکړی چې دوی په جګړه کې ښکېل وي. بل دا چې سولې ته د خیر ښېګڼې  نوم هم ورکړل شوی او په ژوند کې تر بل هر څه غوره ګڼل شوې ده. همدارنګه په ټولنه کې د وګړو هر ډول پرمختګ په سوله ییز ژوند پورې تړلی دی او یوازې سوله کولای شي چې انسانان له روښانه ژوند او هر اړخیز پرمختګ څخه برخمن کړي. له همدې کبله سوله د افغانانو لپاره یو داسې ضرروت دی چې د هغه پر بنسټ د ژوند د نېکمرغیو زېرمې ته لار موندلی او یو روښانه راتلونکي ته لاره پیدا کولی شي. د افغانستان ولس تل هڅه کړې ده چې د نړۍ د نورو ولسونو په څېر سوله ییز ژوند غوره کړي او د خپلو خلکو تر منځ روانې ستونزې، کشالې او لانجې د سولې او جرګو له لارې حل کړي. په افغانستان کې د سولې د جرګو تاریخ تر لرغونو آریایانو پورې رسېږي او دغه لرغونتوب د جرګې اهمیت زموږ د خلکو تر منځ زیاتوي او د سولې په مقصد جوړې شوې جرګې زموږ د خلکو د اصیل کلتور یوه نه بېلېدونکې برخه ده. لویه جرګه په یو شمېر هغو مشرانو او متنفذو شخصیتونو اطلاق کېږي چې په ملي او محلي کچه د مسایلو د حل وړتیا ولري، غړي یې د ستونزې د هوارولو، تصمیم یا مشورې پر مهال په یو معین ځای کې سره غونډېږي، خپل نظریات سره شریکوي، حاکم لوري ته ګټورې مشورې ورکوي، لویو لوی تصمیمونه نیسي او ستونزې ته د حل لاره مومي. له همدې کبله د معاصر افغانستان په تاریخ کې د ۱۰۸۸ هجري لمریز کال څخه تر ۱۳۹۸ کال پورې ۲۰ ځلې د لویو او ملي تصمیمونو د نیولو او کشالو د هوارولو په مقصد لویې جرګې شوې دي چې وروستۍ جرګه په ۱۳۹۲ کې د افغانستان مشورتي لویه جرګه ګڼل کېږي او په کابل کې جوړه شوې وه.

د افغانستان اسلامي جمهوریت پتېلې ده چې یو ځل بیا (د سولې د مشورتي لویې جرګې) تر نوم لاندې یوه لویه جرګه جوړه کړي او د دې لویې جرګې له جوړېدو څخه اساسي موخه د افغانانو تر منځ د سولې د یو داسې میکانیزم منځته راوړل دي چې د هغه په اساس د افغانستان ټول خلک د پخلاینې لاره خپله کړي، د سولې تر زرین چتر لاندې ژوند ته لار و مومي، د هېواد د پرمختګ په چارو کې ونډه واخلي او د افغانستان د آبادۍ په لاره کې خپل استعدادونه په کار واچوي. همدارنګه افغانانو ته فرصت په لاس ورشي چې د نړیوالې ټولنې له هېوادونو، ټولنو او وګړو سره یو ځای د ورورګلوۍ په فضا کې ژوند وکړي او د عصر د نوو پرمختګونو په کاروان ور ګډ شي.

په همدې منظور د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني د ۱۶۲ ګڼې فرمان پر بنسټ چې د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د کب د میاشتې په ۲۰مه نېټه صادر شوی، د سولې مشورتي لویه جرګه د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د ثور د میاشتې په ۹مه نېټه د طالبانو له تحریک سره د مذاکراتو د میکانیزم او حدودو د تعیین او د ملت له استازو څخه د مشورو د اخیستلو په موخه جوړېږي. خدای پاک دې دغه لویه جرګه د افغانستان د ځورېدلي ولس لپاره د بشپړې سولې د تامین پيل و ګرځوي. 

706 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
594

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2