Categories

اعلان

Loading…

لانګ وار: طالبان واک وېش نه مني، د ټول هیواد د نیولو په فکر کې دي

تاند- لانګ وار ژورنال خپرونې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلامیې ته په کتو نتیجه اخیستې چې طالبان سوله نه کوي بلکې فکر کوي چې د جګړې په زور افغانستان نیولی شي.

دې امریکايي خپرونې، چې په نړۍ کې د تروریستي ډلو پر فعالیتونو زیات تمرکز لري، لیکلي چې د الفتح په نوم د طالبانو له اعلامیې ښکاري چې دا ډله د افغانستان له حکومت سره واک وېش نه غواړي بلکې غواړي چې ټول واک په خپل لاس کې ولري.

د لانګ وار ژورنال په سرمقاله کې، چې د دې خپرونې چلوونکي بیل راګیو (Bill Roggio) کښلې، راغلي چې د طالبانو له اعلامیې په زغرده ښکاري چې دا ډله د افغانستان له حکومت سره شریک حکومت نه مني ځکه چې په دې اعلامیه کې د تېرو کلونو خلاف، چې امریکايي او ناټو ځواکونه به یې د خپلو عملیاتو اصلي هدف اعلانول، دا ځل د خپلو حملو هدف افغان امنیتي ځواکونه بللي دي.

راګیو، د طالبانو په دې اعلامیه کې ۵ ځلې د اسلامي نظام د بېرته جوړولو او دغه راز ۴ ځلې د اسلامي امارت یادونه کړې ده.

د راګیو په باور دا هم یوه بله نخښه ده چې طالبان پر ټول افغانستان د کنټرول په فکر کې دي.

د لانګ وار ژورنال چلوونکی د طالبانو له لوري پر خپلو عملیاتو د (الفتح) نوم اېښودل هم د دې ښکارندوی بولي چې طالبان باور لري چې ژر به د افغان امنیتي ځواکونو او ناټو پوځیانو پر ضد په جګړه کې بریالي شي.

لانګ وار ژورنال خپرونه وايي، طالبانو د خپلې اعلامیې په انګلیسي ژباړه کې ویلي چې نور بهرني پوځیان د دوی اصلي دښمنان نه دي.

خپرونه وايي چې اوس د طالبانو هدف خپل هیوادوال دي چې په ملي اردو، ملي پولیسو او یا ملي امنیت کې کار کوي.

1,723 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
594

5 comments

  1. احمد Reply

    انډیواله طالب مالب نشته د پاکستان د پوځ/استخباراتو او د افغانانو تر منځ جنګ دی، طالب په کې هسې د سپي د زوی په څېر استعمالیږي او بس.

  2. سلیمان Reply

    لومړی خو دې ته حیران یم چې د پاکستان پوځ د طالب په نوم په افغانستان کې جنګیږي او چې د کوم بل هیواد پوځ هم ورسره یو ځای شي دا د زمرو وطن په زور نشي نیولی. زه فکر نکوم که طالب پدې خیرن او بویناک بدن، پلاستیکي څپلکواوجاهل عقل یو کلی هم ونیولی شي. دوهم دا چې نړیوالو ته افغان دولت ولې د پاکستان په اړه ثبوت نه وړاندې کوي او شکایت نه کوي، او یا دوی جنګ ختمول نه غواړي او یا نړیوال سترګې پټوي.

  3. Dr.Atal Reply

    همدا هدف اصلا د آی-اس-آی او پنجاب دی او نه غواړی چی ترڅنګ یی قوی ګاونډی د قوی قیادت لرونکی وی نو ځکه د مؤقت حکومت خبری او نور بیانات دهغوی د ما تخفی الصدور اثرات دی چی په منافقانه زړه سوی سره مطرح کیږی
    عمران خان له څه مودی راهیسی غواړی چی په خپله کاذبه او منافقانه اظهاراتو د اذهانو سره لوبه وکړی او فکر کوی چی ۵۰ کلن منافقت به پرده واچوی چی دا دده فول حماقت څرګندونه او اثبات یی نړیوالو ته وړاندی کوی ځکه ۵۰ کلنی کارنامی او د پنجاب رذیلانه دریځ د افغان ملت او نړیوالو مخی ته پروت دی
    په تیرو ۵۰ کلونو کی آی-اس-آی او پنجاب تل د ګاونډیو د ګټوپرخلاف کار کړی ، تروریستان یی صادر کړی او د بشریت د خدمت لپاره عاری له انسانی ظرفیت څخه دی او مضریت او تباهی ګاونډیانو ته، ورته ترجیح لری او دا یواځینی خصوصیت د پنجاب او آی-اس-آی دی چی دوی پری روږدی او ځان ته یی ګټور بولی او کاملا غیر انسانی تصور ثابت شوی او د بشریت ارذل الناس هم ورباندی شرمیږی
    د عمران مؤقت حکومت غوښتنه زموږ لپاره هغه منافقانه بل دریځ او تحریک دی چی پدی سره وکولی شی د داخلی او ګاونډی غلو لپاره هغه بندی لاری خلاصی شی کوم چی د.غنی په نظام کی بندول یی روان کړی او یو له دغو غلو او حامی یی همدغه ګاوندی کرکټټر دی چی د غلو ترڅنګ منافقانه څرګندونی کوی
    خو الله رب العزت به دا منافق ظالمان نن یا سبا حتما ذلیلوی او خدای ج۰ د مؤمنانو مل او مدد ګار دی او فرمایی:
    حقا علینا نصر المؤمنین

  4. turab Reply

    ترڅوچه پاکستان ددوی دتمویلولو هوډ لری، پاکستان جنګ ختم نه کړی، دطالبانو او نورو ترهګرو مرکزونه ختم نه کړی
    دغه حالت به روان وی

    دطالبانو او نورو ترهګرو خبری دپاکستان دفوځ خبری دی

  5. Zahra Zafar Reply

    nice sharing its amazing i really appreciated thanks for all lovely

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸