Categories

اعلان

Loading…

فقیر ایپي؛ د ازادۍ رپانده سمبول | جمیل وقار

حاجي میرزا علي خان ایپي فقیر د افغانستان د نورو مبارزینو په څېر د ویاړلي تاریخ زرین باب دی، چې په ډېره مېړانه یې لسګونه کلونه د وطن د ازادۍ لپاره او د استعمار او اشغال په ضد سخته مبارزه وکړه. اروښاد نه د انګریزي اشغال پر وړاندې سر خم کړ او نه یې د پاکستان جعلي جوړښت ومانه. په نه امکاناتو یې د خپل عمر تر پایه په ډېره مېړانه مبارزه وکړه او د افغانستان د ازادۍ لپاره یې هر در وټاکاوه. یو اروپایی لیکوال میلین هانر چې ډېر وخت یې هند کې د بریتانیا په سیاستونو لیکل کړل وايي، فقیر ایپي د انګرېزانو په مخالفینو کې بې مثاله مبارز و. په دې لیکنه کې د افغانستان د دې سترې هستۍ په ژوند، مبارزه، د مبارزې په موخو، په هغه مهال د  سیمې په حالاتو، د پاکستان پر وړاندې په موقف او د نوموړي د مبارزې د تقویې لپاره د افغان دولت د نه همکارۍ په ناغېړۍ غږېدلي یوو.

پيدایښت او شخصي ژوند

میرزا علي خان فقیر ایپي په ۱۸۹۷ کال کې د شمالي وزیرستان د میرعلي په کجیرۍ کلي کې زېږدلی دی. پلار یې ارسلا خان نوميده او د اتمانزي وزیر په توریخېل خاښ پسې تړاو درلود. لومړنۍ دیني زده کړې یې په خپل کلي او بیا د متوسطو او لوړو زده کړو لپاره بنو او ازاد افغانستان ته ولاړ، د دیني زده کړو ترڅنګ به یې ډېر کله د لوی افغانستان تاریخ، د خوشحال خان خټک او رحمان بابا دېوانونه لوستل او تر ډېره یې د مبارزې مسیر هم د همدې مطالعې په بنسټ ولاړ دی. شاوخوا ۱۲ کلن و، چې پلار یې وفات شو او نوموړي ته په همدې تنکي عمر د کور مسوولیتونه هم ور له غاړې شول، د ځوانۍ په موسم کې د حج فرضیې ادا کولو لپاره بیت الله شریف ته ولاړ او کله چې را وګرځېد، د ټولنې له مختلفو اقشارو سره یې ناستې پاستې وکړې او د انګرېزانو په خلاف یې د رسمي جهاد اعلان وکړ. نوموړي په ډېره کمه موده کې د وزیرستان او محکومې خاورې ګڼ شمېر ځوانان، مخور او مبارزین په ځان را ټول کړل او د منظمې مبارزې چوکاټ یې ورته جوړ کړ. فقیر ایپي که څه هم دیني زده کړې کړې وې، خو د یوه پوخ سیاسي لیډر په توګه یې د سیاسي لوبې له ښکېلو اړخونو سره اړیکې جوړې کړې او د ملت ازادۍ لپاره یې له انګریزانو سره په څو جبهو کې مبارزه روانه کړې وه. نوموړی څو کاله د انګریز او ورپسې د پاکستاني ریاست په وړاندې جهاد وکړ او د نوموړي په خبره دا مقدسه جګړه یې د خپل وطن د ازادۍ لپاره وه.

ټاکلې موخې

حاجي میرزا علي خان ایپي فقیر په داسې مهال د انګریزانو په خلاف د جهاد او د خپلې خاورې د ازادۍ د مبارزې اعلان وکړ چې سیمه کې د انګریز امپراتورۍ راج چلیده. انګریزانو د خپلو استعماري موخو لپاره افغانان په څو ټوټو وېشلي و او د خپلې خوښې حکومتونه یې ایجاد کړي و. په هماغه کلونو کې د پښتنو په ځانګړې توګه د وزیرستان سیمه کې بې عدالتي اوج ته رسېدلې وه، غلا، چپاول، د انګریزانو د تپل شویو حکومتونو نارواوې تر سر پورته وې او تر ټولو سخته دا چې له پښتنو په ټولیزه توګه فردي او ټولنیزه ازادي اخیستل شوې وه او دا وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو روان و. ایپي فقیر د ۱۹۳۷ کال د فبروري د میاشتي پر شپږ ویشتمه د جمعې د ورځي په لمانځه کي په یوه احساساتي مذهبي وینا کې له خلکو او ملکانو څخه وغوښتل چې د انګرېز خدمت او مزدوري پرېږدی او وې ویل د هغو کسانو چې د انګرېزانو خدمت کوي او د هغوی تنخواوي خوري د جنازې لمونځ نه کېږي. د هغه د وینا څخه لږ وروسته نه یوازي ډېرو زیاتو پښتنو د انګرېزانو عسکري خدمت پرېښود او د فقیر ایپي مورچلونو ته ورغلل، بلکې د وزیرو او مهسودو ډېرو زیاتو ملکانو او خانانو د انګرېزانو تنخواوي پرېښودلې. انګرېزانو د فقیر له هغي وینا څخه وروسته د هغه پر سنګرونو او د طرفدارانو پر کلیو او بانډو باندي حملې سختې کړې، خو توري خېل وزیر یې دې ته رانه وستل چي فقیرايپي د خپلي سیمي څخه وباسي.

د فقیر ایپي مبارزې یوه موخه درلوده او هغه د خپل وطن ازادي وه. نوموړي د دې موخې د تعقیب او ترلاسه کولو لپاره د استعمار او د هغه د پاتې شونو پر وړاندې په ګڼو سنګرونو کې مبارزه جاري ساتلې وه. وسله واله مبارزه یې کړه، د خلکو د ويښولو لپاره به یې د وزیرستان مختلفو سیمو ته سفرونه کړل، وړې او غټې ټولنې یې جوړې کړې، په جوماتونو کې به یې وعظونه کړل او د غازي او ازاد پښتون په نوم یې دوه چاپې خپرونې پیل کړې. همدارنګه یې د انګریزانو له سیالو قوتونو ایټالیا، جرمني او شوروي سره اړیکې پراخې کړې او د خپلې مبارزې د بریالیتوب او د خپلو خلکو د هوسیاینې لپاره یې هیڅ مشروع لار پرېنښوده. حاجي میرزا علي خان د ازاد پښتون په یوه ګڼه او همدا رنګه په څو ویناو کې دا خبره ډېره واضح کړي، چې موږ د نړۍ له مختلو هېوادونو سره د خپلو موخو د تعقیب په موخه اړیکې جوړې کړې او دا اړیکې مو د خپلو ارزښتونو په رڼا کې تعریف کړي او د هیڅ لوري فشار او شخصي ګټو ته نه ماتېدونکي یوو.

نوموړي که څه هم کم امکانات او د دوو او پنځو زرو ترمنځ سرتېري درلودل، خو انګریزانو ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې. مبارزه یې د یوې هندۍ نجلۍ له داستانه را پیلېږي، چې د یوه مسلمان په کور ننوته او له مسلمانېدو وروسته یې واده ورسره وکړ، خو انګرېزانو د ټولو اسلامي او عرفي اصولو خلاف نوموړې نجلۍ په زور له یاد کور نه وایسته او کورنۍ ته یې تسلیم کړه. د خیسور لومړۍ او دویمه جګړه، د اسدخېل کلي برید، د شهور تنګي، ابلانک غاښې، ارسلاکوټ، د واڼه په قرارګاه او بنو برید یې تاریخي جګړې دي، چې انګریزانو ته یې د سر او مال سخت زیان واړول.

د ایپي فقیر مبارزه او د سیمې حالات

فقیر ایپي په داسې مهال د انګریزانو په ضد د بغاوت او سرکشي افکار په سر کې اړول را اړول چې سیمه کې د شوروي او انګریزانو ترمنځ سخت رقابت روان و او په نړیواله کچه هېوادونه په متحدینو او متفقینو وېشل شوي و. شوروي له وخته په دې لټه کې و، چې د افغانستان له لارې ځان د هند حاصل خیزه ځمکو او ګرمو اوبو ته ورسوي او انګریزانو د دوی د دې اهدافو د مخنیوي لپاره افغان خاوره د ښه کنټرول لپاره لومړی اشغال او بیا څو ټوټې کړه. په نړیواله کچه ایټالیا او جرمني د متحدینو په ډله کې ښه ځواکمن قدرتونه و، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د انګریزانو د پالیسو په ضد په فعالیتونو بوخت و.

د ۱۹۳۷ کال په پای او د ۱۹۳۸ په سر کې د فقیر ایپي عملیاتو دومره زور اخیستی و، چې انګرېزانو په سیمه کې د ښورښونو د کرارولو لپاره څلوېښت زره جنګي قواوي اچولي وې. په همدې کلونو کې په کابل کې د ایټالیا او جرمني سفیرانو په یوه ناسته کې پرېکړه وکړه چې د دې حرکت مالي ملاتړ وکړي. د جرمني د وخت سفیر هغه مهال د هېواد بهرنیو چارو وزارت ته په یوه پیغام کې وویل چې فقیر ایپي په سیمه کې د انګرېزوانو په وړاندې بې جوړې او په سیاسي لوبو او تکتیکونو کې تر ټولو لوبېدلی او نفوذي کس دی، که جرمني یې د مرستې لپاره څه وکړای شي. د ايټالیا او جرمني سفیرانو له لیدنې وروسته په کابل کې د ایټالیا سفارت خپل یو سکرتر د افغان حکومت په ناخبرۍ کې فقیر ايپي ته ولېږل او د مرستې ډاډ یې ورکړ. همدارنګه د سعید ګیلاني په نوم یو پیر د المانیانو په تحریک قبایلو سیمې ته ولاړ او له ایپي فقیر سره یې ولیدل، نوموړي غوښتل په خپلو مکارو لوبو فقیر ایپي په خپل کنټرول کې ولري او د المانیانو له خوښې سره سم د انګرېزانو په ضد خپل پلانونه تطبیق کړي، خو حاجي میرزا علي خان د هیچا قومنده نه منله او په هماغه لومړیو کې اصلي ټکي درک کړل. سعید ګیلاني څخه افغان حکومت هم په ویره کې و، له همدې امله یې له انګرېزانو څخه په جدي توګه وغوښتل چې نوموړی له سیمې وشړي. د همدې غوښتنې په اساس انګرېزانو په ګیلاني فشار راوړ او بغداد ته یې ولېږل.

که څه هم د دویمې نړیوالې جګړې په پیل کې ایټالیا او جرمني له فقیر ایپي سره د زیاتو مرستو ژمنه کړې وه، خو نوموړي هغسې مرستې ترلاسه نشوای کړای. قبایلي سیمو کې د انګرېزانو پراخ استخباراتي جال، سیمه کې د انګرېزانو نفوذ او د افغان حکومت له خوښې پرته د افغانستان له لارې د جرمني او ايټالیا مداخله، هغه عوامل و چې فقیر ایپي ته په وخت کافي امکانات ونه رسېږي. ځکه یې مبارزې د انګریزانو له ماتې وروسته د خپلو نورو اصلي موخو د ترلاسه کولو لپاره پایله ورنکړه.

د پاکستان د جوړېدو په وړاندې د فقیر ایپي  غبرګون

پاکستان د ۱۹۴۷ کال د اګسټ په ۱۴مه په رسمي ډول د نړۍ په نقشه کې اضافه شو، فقیر ایپي چې کلونه یې د انګریزانو په ضد وسله وال جهاد کړی و، د پاکستان له جوړښت یوه نیمه میاشت وړاندې په بنو کې ستره جلسه را وبلله او په هغه کې د پاکستان له منلو انکار وکړ او د انګرېزانو په څېر یې د دې هېواد په ضد هم د جهاد اعلان وکړ. هغه و چې په ګورویک کې د ازاد پښتونستان په نوم حکومت اعللان کړ، پارلمان رقمه شورا یې جوړه کړه او د یوې غونډې په ترڅ کې فقیر ایپي د دې حکومت مشر وټاکل شو. فقیر ایپي د پاکستان له اعلان سره سم بیا د خپل ژوند تر وروستیو پورې د پاکستان په ضد مقاومت وکړ او هیڅ وخت یې د انګرېزانو په واسطه د دې جوړ شوي جعلي حکومت حاکمیت ونه منل.

د افغان حاکمانو ناغېړي

فقیر ایپي په فکري لحاظ له غازي امان الله خان نه متاثر و، نوموړي به په هره جلسه کې د غازي په ننګه خبرې کړې او د نادر خان  ظاهرشاه حکومتونه یې د انګریزانو ځای ناستي بلل. نوموړي د پاکستان له جوړېدو مخکې او وروسته له افغان اړخ نه د همکارۍ غوښتونکی و، خو افغان حاکمانو د خپلې واکمنۍ د بقا او له انګرېزانو سره د اړیکو د نه خرابوالي له امله نه په خپله مرسته ورسره وکړه او نه یې نور اړخونه پرېښودل چې د دې تحریک لاسنیوی وکړي.

کله چې نړۍ وال قوتونه په دویمه نړیواله جګړه کې ښکر په ښکر وو، جرمني او ایټالیا په نسبي توګه د فقیر ایپي د تقویې لپاره د افغانستان له لارې د پښتنو د دې تحریک مرسته کړه، که څه هم مرستې په هغه کچه نه وې، څومره چې لازمه وه، خو د همدې مرستو په اړه افغان حکومت ډېر ملاحظات درلودل. دواړو جرمني او ایټالیا د خپلو استخباراتي کارکوونکو په مټ دا مرستې د افغانستان د غرنیو سیمو له لارې فقیر ایپي ته رسولې، د ۱۹۴۲ په وروستیو کې د جرمني دوه تنه استازي چې وسلې او پیسې ورسره وې او وزیرستان ته په لاره و، د افغان ځواکونو له ګزمې سره مخ شول، ځواکونو یې د نیولو هڅه وکړه، چې په ترڅ کې نښته رامنځ ته شوه او په پایله کې یو تن استازی ووژل شو او بل ژوندی ونیول شو. که څه هم وروسته افغان حکومت په کابل کې د جرمني له مقاماتو سره دا یو سوی تفاهم وبلل، خو تر غوږ یې دا هم ور تېره کړه چې نه باید د افغانستان خاوره د خپلو موخو د تعقیب لپاره وکاروي. د افغان حکومت له دې او په محکومه خاوره کې د پښتنو له مبارزې سره د دوی پخوانیو برخوردونو نه جوتېږي، چې دوی نه یوازې د دې تحریک مرسته ونکړه، بلکې نور یې هم پرېنښودل چې د فقیر ایپي لاسنیوی وکړي. خبره  خو یو ځل ان تر دې ورسیده چې د شاه محمود د صدراعظمي پر مهال افغان حکومت د فقیر ایپي د نیولو او انګرېزانو ته د تسلیمولو په پلان کار کاوه، هغه مهال فقیر ایپي په افغانستان کې و او بیا په پټه وزیرستان ته ولاړ.

پایله

حاجي میرزا علي خان ایپي فقیر چې د مرګ تر وروستیو کلونو پورې د انګریز او د هغه د پاتې شونو په ضد په ډېره مېړانه مبارزه وکړه د ۱۹۶۰ د فبروري میاشتې په ۱۶مه نېټه د ناروغۍ له امله وفات شو. که څه هم نوموړي په څو کلونو کې انګریزانو او د هغوی د پالیسي پر مخ وړونکو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، خو د کومو اهدافو په لټه کې چې وسله پورته کړې وه، هغه یې ترلاسه نشوای کړای. نوموړي د ازادۍ په انګیزه راپورته شوی و، خو ریښتیني ازادي یې وانخیسته. که څه هم ګورویک کې خپل حکومت اعلان، کابینه یې تشکیل، حکومتي چوکاټ یې رامنځ ته کړ او د پارلمان بڼي ته ورته شورا یې هم جوړه کړه، خو د دوام او پراختیا لپاره یې له بده مرغه نه امکانات درلودل او نه یې په خپل شاوخوا کې د سیاست په مهارتونو سمبال خلک. افغان حکومت چې باید په ټول توان یې د دې حرکت ملا تړلې وای، د تخریب لپاره هڅې وکړې، د محکومې خاورې ملکانو او مشرانو یې په ضد توطیې جوړې کړې او له انګریزانو سره یې لاسونه پټ کړل. یو بل علت چې د نوموړي په لاره کې خنډ او ډېر پښتانه په یاد مسیر را ټول و، د باچا خان د نه تاوتریخوالي په تګلاره روان خدايي خدمتګاران و. باچا خان که څه هم فقیر ایپي ته په ډېر درنښت قایل و، خو په فکري لحاظ یې له مبارزې سره جوړ نه و او هغه  څه چې فقیر ایپي غوښتل باچا خان یې د عدم تشدد سیاست له لارې په لټه کې و.

992 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
593

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸