Categories

اعلان

Loading…

د هېواد اوبه او د ګاونډي هوایي فضا | ګلزاده سنګر

زړه مې ډیر تنګ شوی و په دې خاطر مې وغوښتل چې سیند غاړې ته لاړ شم تر څو یوه شیبه د ارام ساه واخلم، له یوې خوا ورځني کارونه او له بلې خوا هېواد کې شته ناخوالو دومره راتنګ کړی وم چې هیڅ ځای خوند نه راکاوه.

سیند غاړې ته په رسیدو مې د روانو اوبو شور ته پام شو، د پسرلي په رارسیدو سره سیند کې اوبه د پخوا په پرلته ډیرې شوې او ښې په مستۍ له شوره ډکې روانې دي، ځان راته بیوسه ښکاره شو سترګې مې راډکې شوې او بیرته ترې ناهیلی روان شوم.

د ابو په زیاتیدو له زړه خوشاله شوم ځکه د هېواد اتیا سلنه خلک په کرهڼه بوخت دي او د کرهڼې مهم ترینه اړتیا اوبه دي، خو په دې مې زړه خفه شو چې په دې دومره وخت کې موږ سره دا توان پیدا نه شوو چې د هېواد شاړو دښتو ته اوبه ورسو چې هم مو ورسره ځمکه اباده او هم وکولای شو خپلې اوبه مهار کړو. دغه هیله چې زه یې په زړه کې لرم د هر چا ارمان دی خو ستونزه دا ده چې موږ د خپلو ناخوالو نه یو اوزګارنه یو.

سبا سهار مې زړه وکړ چې بیا له کوره ووځم خو له ځان سره مې فکر وکړ چې هسې هم یوځای خوشالې نشته له هغې ښه ده چې د کورنۍ له غړو سره یو څه وخت تیر کړم. دې وخت کې مې راډیو ته پام شو.

د راډیو له چالانیدو سره مې تر غوږ شو چې ”هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې ځنډولې”

 د دې سرټکي په اوریدو د راپو متن ته تم شوم چې په کې راغلي وه:

(د هېواد ملکي هوايي چلند ادارې مسوولین وايي، د هند پلازمېنې ډیلي ته د پاکستان له لارې د الوتنو اجازې نه موندلو له کبله ټولو هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې درولې دي.

د دغې ادارې مشر محمد قاسم وفايي زاده وايي، دا چې لا هم د افغانستان او هند ترمنځ هوایي تګ راتګ لپاره د پاکستان هوایي حریم تړل شوی، نو اوس ټولو هندي هوايي شرکتونو د افغانستان لور ته الوتنې درولې دي.

راپور وړاندې وایې.د دغې ادارې چارواکي وايي، د هند او افغانستان ترمنځ هوایي تګ راتګ لپاره د پاکستان هوايي حریم تړل کېدو له کبله افغانستان ته میلیونونه ډالره زیان رسېدلی دی.

له ځان سره مې وویل چې ګاونډی پاکستان صرف بهانه لټوي چې په کومه طریقه افغانستان ته زیان ورسوي تر څو دغه هېواد په پښو ونه دریږي چې بیا هسې نه خپلې اوبه بندي نه کړې.

554 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
594

1 comment

  1. بریال Reply

    البته نه یواځې ګاونډی هېواد بلکې زمونږ کورني داړه ماران ، غله ، د آی اس آی مزدوران ، د پنجاب تالي څټي ، د شر او فساد مشران هم نه غواړي افغانستان کې امنیت راشي .
    کله چې د سولې آوازې شي ، دوي د خپل چټل حساب او غصب له وېرې وارخطا شي او په یوه او بله پلمه د سولې او ملي پخلاینې سره مخالفت شروع کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸