Categories

اعلان

Loading…

په  افغانستان کې دپوهنې بهېر پروړاندې ننګونې 

ليکنه :ثناءالله سلیم

دافغانستان په څېر دوديزه ټولنه کې چې خلک یې په لوړه کچه دبيوزلۍ او فقر سره مخ دي زده کړې او دمعارف وده خورا ارزښتمنه موضوع ده.

زده کړې دهر انسان حق دی او بايد ورکړل شي ،څوک چې زده کړې لري په افغانستان کې دهغو کسانو په نسبت چې زده کړې نه لري دژوند شېبې په خوښۍ او سوکالۍ تېروي .

زه په هېواد کې دزده کړو دروان بهير مخالف نه يم خود يو ځوان په توګه دا خپل مسوليت ګڼم چې کومې تشې د پوهنې او زده کړو په بهير کې موجودې ،دي  باید ډکې او له منځه لاړې شي .

په تېرو څولسېزو کې دافغان حکومت له لورې دتعليم او زده کړو په برخه کې يو څه پرمختګونه راغلي خو دغه پرمختګونه تر ډېره تر ښاري سيمو محدود دي ،په اطرافي او نا امنوسېمو کې دغه پرمختګونه په نشت حساب دی .
افغان حکومت او دمعارف د کارکوونکو له لورې د لرې پرتو سيمو وګړي ؛ دتعليم او زده کړو په برخه کې له پامه غور ځول شوي.
زما په نظر په افغانستان کې د تعليمي نصاب له  ستونزوپرته  درسي ساعتونود ښه تطبيق لپاره په پلان ګذارۍ کې  هم ستونزې موجودې دې.
دلته چې کومه پلان ګذارې په ټوله کې داستادانو له لورې کېږي يوازې دکاعذ پرمخ وي تر ډېره په عملي بڼه وجود نه  لري .
که چېرته استاد هرڅومره دتدريس لپاره ښه پلان جوړ کړې خو په افغانستان کې  دوخت دکمبود پر اساس نشي کولای چې نوموړی پلان پر زده کوونکو په ښه ډول تطبيق کړي .
عموما په ښوونځيو کې چې دتدريس لپاره کوم درسي مواد شتون لري بسنه نه کوي.
زموږ په ښوونځيو کې د اوسني عصرسره سم دزده کوونکو درسي اړتياوو دپوره کولو لپاره لازم او مناسب توکي نشته چې دزده کوونکو اړتياوې پوره کړي .

که په ټوله کې ووايو دلته دزده کړو بهېر له لويو ننګونو سره مخ دی.
په اطرافي سېموکې تر ډېره دمسلکي استادانو دنه شتون ستونزه مطرح ده ، په ډېرو ښوونځيو کې استادان داسې مضامين چې دهغې مسلک پورې اړه نه لري تدريسوي چې دغه چاره دزده کوونکي لپاره ډېرې بدې پایلې لرلای شي .
ددرسي ساعتونو دوخت دکمبود له امله اکثره وخت په ښوونځيو کې مضامين د استادانو له لورې نه ختمېږي .
په افغانستان کې ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې پر خړو خاورو زده کړې کوي .
دځينو ښوونځيو ودانۍ دچارواکو او دپوهنې په سيستم کې دلوړ رتبه کارکوونکو له لورې دځان په ګټه استعمالېږي .

په زياتو ښوونځيو کې چوکۍ خو لا څه کوې چې دزده کوونکو دناستې لپاره مناسبې پلاستيکي درۍ هم نشته.
په ښوونځيو کې اوس هم دليک لپاره له تورې دړې او تباشير څخه کار اخستل کېږي چې هم دښوونکي لپاره سر دردی، دی اوهم  دزده کوونکي لپاره ستونزه .

زده کوونکي په ښوونځيو کې مناسبې بريښنا ته لاسرسی نه لري چې درڼا او ځينې توکو داستعمال په پلمه ترې کار واخلي .
زده کوونکي په ښوونځيو کې درسي کتابونو ته لاسرسی نه لري .
په زیاتو ښوونځيو کې انجونې او هلکان يوځای زده کړې کوي چې زموږ په افغاني او اسلامي ټولنه کې دا دود سم نه دی او تر ډېره په افغاني ټولنه کې دانجونو دزده کړودپاتې کېدو لامل کېږي .

په ښوونځيو کې ترډېره داستاد محوري ميتود چې زياته برخه پکې استاد اخلي تطبيقېږي
حل لارې:
که چيرته د  افغانستان په ښوونځيوکې مضامين کم او پر ځای یې درسي ساعتونه وغزېږي زما په اند داستادانو له لورې دپلان دنه تطبيق ستونزه حل کېږي اواستادان کولای شي چې په ښه ډول خپل زده کوونکي
پوی کړي

په کورونو کې بايد له زده کوونکو سره کار وشي ترڅو هغه ستونزې چې زده کوونکي ورسره مخ دی له منځه لاړې شي.
په هغه کورونو کې چې مور او پلار نالوستي وي بايد دمشکلاتو دحل په موخه خپل بچيان تعليم يافته وکړو ته کينوي ترڅو ستونزې یې حل شي .

سيانسي مضامينو ته بايد دنورو مضامينو په نسبت ډېر وخت ورکړل شي ځکه سيانسي مضامين دنورو مضامينو پر نسبت زياتې شننې او ښه تفصيل ته اړتيا لري .

پرزده کوونکو بايد ډېر کار وشي ښوونکی بايد ديورهنما په ډول یواځې ددوي کړنې ارزيابي کړي او لارښوونه ورته وکړي .

په ښوونځيو کې بايد لابراتوارونه فعال شي تر څو په سيانسي مضامينوکې دزده کوونکو پرمخ پرتې ستونزې له منځه لاړې شي .

په هر مکتب او ښوونېزه اداره کې بايد يو منظم کتابتون جوړ شي تر څود زده کوونکو دمعلوماتو پانګه لاپسې غني شي .
زده کوونکي بايد داستادانو لخوا تهديد نه شي ،دکورنۍ دغړو او استادانو لخوا په داسې ډول وهڅول شي چې درس ويلو ته خپله انګېزه پيدا کړي او درس ووايي .

دهلکانو او انجونو مکتبونه بايد جلا شي تر څو دانجونو پروړاندې ستونزې له منځه لاړې شي او انجونې په ډاډه زړه بيدون له کوم کلتوري محدويته خپلوزده کړو ته دوام ورکړي .

هغه ژمنې چې دچارواکو له لورې دښوونځيو دجوړولو په برخه کې شوي دي بايد پوره شي .
درسي لوازم بايد اماده او داړتيا په صورت کې زده کوونکي ترې ګټه واخلي .

په ښوونځيو کې دبرېښنا دکمبود ستونزې ته بايد جدي پاملرنه وشي .

که په ښوونځيو کې پورته ستونزې او ننګوونې له منځه لاړې شي نو ښايي چې په راتلوونکي کې به دپوهنې او زده کړو يومعياري سیستم رامنځته شي .

637 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
591

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸