Categories

اعلان

Loading…

زموږ د زوال اسباب | ښویالی محمد شفیق شرفزی

کله چې د زړورتیا جګړه وي نو پښتون یې فاتح وي، خو کله چې د ټکنالوجۍ جګړه وي نو بیا د پښتون ملا پکې ماته وي. زموږ ګران هېواد افغانستان د نړۍ په کچه زرخیزه ترینه زراعتي ځمکې، د معدنیاتو مالامال او ډک غرونه، جنت مثله او بی نظیره سردرې، سرشاره او مست سیندونه، څلور فصله زراعت، مالګه، قیمتي ډبرې، ګاز، اوسپنه، میس، ډبروسکاره او دې ته ورته نور ډېر کانونه لرو، خو زموږ د جفاکشه مشرانو په موجودیت کې زموږ ټولینز ژوند د بربادۍ او حلاکت په کندو ولاړ دی. او داچې د نورې نړۍ سره ولې سیالي نشو کوالی، نو ددې اصلي سبب هم همدا دی، چې موږ نه تنها د تعلیم په ‌ډګر کې شاته پاتې یو بلکه په نړۍ کې د دهشت ګردۍ او فساد کې هم لمړی مقام لرو، خو داسې نه ده، په اصل کې موږ د سون مواد یو. جنګ د بل چا او ګیم د بل چا دی، فقط زموږ بې سوادي زموږ لوی دښمن دی، چې له امله یې موږ رنګارنګ استعمالیږو.

د سیاسیونو دعوې او دنګلې په خپل ځای، مګر حقیقت دادی، چې زموږ په پخواني او اوسني سیاسیونو او واکدارانو کې تعلیم او معلم ته کومه خاصه ترجیح نده ورکړې، په داسې حال کې، چې نورو ټولنو کې تعلیم ته خاص توجو او پوره بودجه ورته په نظر کې نیسي، همدا وجه ده چې  د کوم قوم تعلیم او تحقیق ته توجو خاصه وي، نو خلک یې پیاوړی حکومت او خپل قوي دفاعي ځواک لري او د نړیوالو سترګه ترې هم سوزي.

موږ کوښښ کړی، ترڅو د نوي عصر د پرمختګونو سره ځانونه جوګه کړو، خو بدبختي مو پدې کې ده، چې کوم زموږ مشران شي هغوې تعلیم ته په خپلو موخو کې کوم خاص ځای نه لري او دا ځکه، چې دده خپل اولاد په بل هېواد کې زده کړې کوي.

موږ که د خپلواک افغانستان چغې وهو، خو د بحث وړ خبره داده چې موږ  فقط په خوله او د کاغذ پرمخ خپلواک یو زموږ حتی د تعلیم چوکاټ هم په بل ځای کې ترسیمیږي، موږ د اقتصادي او ټولنیز ژوند په پالیسو کې هم خپلواک نه یو د هر کال په پای کې د بل کال د بودجې لپاره مو خوله کپه بل ته نیولې وي ترڅو یو ډونر پېدا کړو او خپلې بودجې پرې تمویلې کړو، چې بیا د اداري فساد له لارې د ګوتو په شمار جیبونو ته انتقالېږي.

زموږ بدبختي پدې کې ده، چې نه یواځې د حکومت د مشرانو په سطحه فساد لرو بلکې په ټیټه کچه کې مو هم فساد اوج ته رسېدلی که په ټیټه کچه کارمندان مفسد نه وي بیا یې په هغه دفتر کې وخت کم وي نو اړ دی، چې د خپل مشر په نقش و قدم لاړ شي. زموږ د مشرانو او وکیلانو د کاندیداتورۍ په کمپاینونو کې مامول داسې دی، چې هر کاندید باید د فساد پر وړاندې د کامیابۍ په صورت کې د جهاد اعلان وکړي، خو چې موقف ته ورسېږي تر ټولو لوی فاسد بیا همدا شخص وي. نو دادې د پارلمان نتایج هم فاینل شوې او نوی پارلمان به ولرو، خو خدای دې وکړي، چې درنو وکیل صاحبانو، چې د ولس سره کومې ژمنې کړي وفا پرې وکړي.

810 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
589

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2