Categories

اعلان

Loading…

د سولې سړې او د جګړې ګرمې خبرې | نظرمحمد مطمئن

د ارګ پرله پسې ناستې بې نتیجې شوې، بالاخره د مخکېني ولسمشر حامد کرزي په کور کې سیاستوال را ټول، پریکړه وشوه چې قطر ته به د حکومت له استازو پرته ځي. پر حکومت پړه اچول کیږي، چې د افغانانو د خپلمنځي ناستې د ځنډ هڅې کوي، او د مذاکراتو لپاره سولې ضد څیرې معرفي کېدو باندي ټینګار کیږي، همدارنګه ځینو سرچینو راپور ورکړ چې استاد سیاف، انجنیر حکمتیار او استاد خلیلي هم د حکومت خوا نیولې او له طالبانو سره په قطر کې د مذاکراتو مخالفت کوي.

اوس چې نوي پکې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو خبره کیږي، له دي مخکې افغان حکومت د طالبانو د ځپلو او وژلو امرونه صادر کړل، د خالد په نوم عملیات یې اعلان کړل، او د طالبانو – امریکا او طالبانو – افغان سیاستوالو د سولې مذاکراتو مخالفت یې چې شونی وو، هومره وکړ. د امنیت شورا مشر په واشنګټن کې څرګندونې او د هغه په اړه د امریکا پریکړې، پرته له شکه د سولې مخ کې خنډ ګڼل کیږي.

د افغانانو خپلمنځي ناستې مهمې دي، ښاغلي حامد کرزي هم امریکا ږغ اشنا ټلویزون سره په مرکه کې ویلي: ” زموږ هڅه داده چې حکومت هم قطر کې د افغانانو خپلمنځې ناسته کې ګډون وکړي، هیله مې ده او غوښتنه مې ده،  او که یې ونه کړي، موږ د سولې اړوند ملې هڅه  پريښودلای نه شو، دا به جرم او خطاء وي. “

په کار ده چې د سولې هڅې او د حکومت غوښتنې سره بېلې شي، همدارنګه د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان هم خپلې ځانګړې غوښتنې او هڅې لري، کرزي صاحب او ځینو نورو سیاستوالو ته په کار ده چې د سولې هڅې حکومت ته د رسیدو او په حکومت کې پاتې کېدو، واک غځیدو له هڅو څخه جلا وګڼي.

داسي معلومات شته چې تر لس زیاتو د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو هوډ کړي چې د ډاکټر غني ضد ائتلاف او هغه د جوزا پر لومړۍ نیټه له واکه لیري شي. ویل کیږي چې ملګري ملتونه او زلمي خلیلزاد هم له همدغو نوماندانو سره سر خوږولي، او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان لګیا دي چې نږدې د لس کسانو نومونه د راتلونکي موقت او یا سرپرست حکومت لپاره ملګرو ملتونو او امریکا ته وړاندي کړي.

بلخوا ډاکټر غني هڅه کوي چې په واک کې پاتې شي، کله چې د ولسمشر ټاکلي نیټه پوره کیږي، د ولسي جرګې مشر باید د حکومت سرپرستي په غاړه ولري، خو اوسمهال ولسي جرګه بیخي شته نه، نوبت د مشرانو جرګې مشر ته رسیږي، د مشرانو جرګې د وکیلانو وخت هم څو میاشتي وروسته پوره کیږي، یوازي انتصابي (یوه درېمه برخه)  سناتوران پاتې کیږي، چې بیا د سنا مجلس مشرې قانوني حیثیت د لاسه ورکوي. قانون بیا د بهرنیو چارو وزارت ته صلاحیت ورکوي، او هغه هم خپله سرپرست دی، قانوني حیثیت نه لري، نو ددې لپاره چې د واک خلا ډکه شي، د ګډ حکومت مشرتابه د مشورتي لویې جرګې د لاري کیدای شي د خپل وخت د غځیدو هڅې وکړي، په داسي حال کې چې د ګډ حکومت شریک ډاکټر عبدالله، د ولسمشریزو ټاکنو پېژندل شوی نوماند حنیف اتمر او ډیری افغان سیاستوال د لویې مشورتي جرګې د جوړیدو له تشکل او جوړښت سره، په اوس وخت کې اختلاف کوي. همدارنګه طالبان چې د هیواد نږدې ۷۰ سلنه خاوره په کنټرول کې لري، له خلکو غوښتې چې یادې غونډه کې ګډون ونه کړي.

په دغسي یو حساس پړاو کې چې د طالبانو د مذاکراتي ډلې نومونه هم په موقت ډول له تور لسټ څخه وایستل شول، طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان وکړ، د طالبانو د پسرلني عملیاتو مخالفت امریکا، افغان حکومت او افغان سیاستوالو وکړ، زما (لیکوال) له انده، کیدای شي طالبانو ځینو پېښو ته د غبرګون له امله به د پسرلنیو عملیاتو اعلان کړي وي.

۱ – وار له مخه افغان حکومت د طالبانو ضد د خالد په نوم جګړيېز عملیات اعلان کړي.

۲ – د امریکا/ناټو درنې بمبارۍ، د ملکي کسانو وژنې، او  په ځانګړي ډول د هلمند نادعلي ولسوالي کې له کوره د افغان میرمنو ایستل او کابل ته بندي له ځان سره وړل، کېدای شي یو  مهم لامل وي، تر څو طالبان په ولس کې خپل نفوذ لا زیات وساتلای شي، او د خلکو غوښتنو ته یې ځواب ویلي وي.

۳ – د امریکا لخوا د طالبانو سره د ۶مې ناستې ځنډ، چې پر خپل وخت ونه شوه، او همدارنګه قطر کې د افغانانو خپلمنځي ناستې اړوند د ځینو کړیو لخوا د ستونزو او خنډونو ایجادول.

۴ – داچې د سولې خبرې لا هم د پریکړې درشل ته نه دي رسېدلي، د دې لپاره چې د طالب جنګیالو حوصله لوړه وساتل شي، نو طالبانو به د پسرلني عملیاتو اعلان کړي وي.

په کور دننه ستونزه دا هم ده چې سیاسي ګوندونه د حکومت او حکومت د دوی نظر د سولې اړوند نه مني،  مګر حکومت د ټاکنو لپاره ځانګړي نیټه ټاکلای شي، خو د سولې مذاکراتي ډله په ۶ میاشتو کې نه شي معرفي کولای.

که څه هم د طالبانو او امریکا ترمنځ سولې مذاکراتو کې پرمختګ شوی، خو د حکومت د نه لیوالتیا له امله بین الافغاني تفاهم کې پرمختګ نه لېدل کیږي، او حتی خنډونه یې مخ کې ایجاديږي.

افغان حکومت به هر وخت ویل چې پرته له مخکې شرطونو د سولې خبرو ته حاضر دي، خو اوس بیا په سوله کې د سرو کرښو خبره کوي، په داسي حال کې چې په جګړه کې سرې کرښې ماتوي، خو په سوله کې بیا سرې کرښې لټوي، ، دا نو داسي ده لکه چاته چې وایې مستي په غلبیل کې درکوم.

د سولې مخکې خنډ د سیمې هیوادونو انديښنې او په ځانګړې ډول د قطر ناستې سره عربي هیوادو او هند مخالفت هم له پامه غورځول په کار نه ده، هند غواړي چې طالبانو سره د افغانانو خپلمنځي تفاهم ونه شي، بلکې طالب د حکومت برخه او په حکومت کې ادغام شي.

اخرالامر، د خلیلزاد پېغور حکومتي کسانو ته چې په جګړه کې ستاسي زامن نه وژل کیږي، او نه هم تاسي د هغو خلکو استازولي کوئ چې بچیان یې مري. بل ځای خلیلزاد وایې چې موږ (امریکایان) له جګړې خسته شوې یو، مګر ځواب کې یې  افغان حکومت د سولې پر ځای پر جګړه ټینګار کوي.

خو بیا هم له ارګه دا ږغ را وځي چې په قطر کې نه، بلکي اسلام اباد کې دي غونډه له طالبانو سره وشي، دا نو لوی شرمونه دي، چې نور باید ارګ او ورسره ملګري پخواني سیاسي څیرې د سولې اړوند د افغان ولس حساسیت درک، او له خنډونو پيداکېدو لاس په سر شي.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
588

8 comments

  1. ضیمر ساپی Reply

    ښه چټیات دي باد کړي. سوله خو طالب نه کوي او نه یې هڅ اراده لري.
    د سولې وړاندیزونه بابېزه ګڼل او اوږدمهاله غمیزه
    د ډاکټر نجیبالله له حکومت سره مجاهدینو سوله و نه کړه، پایله یې دا شوه چې په کورنیو جګړو کې زرګونه ملکي وګړي سر و مال شول، څوک په مرګ او ځینې تر ننه په ژوندانه ورک «کډوال» شول، وطن کنډواله شو، مجهز پوځ بشپړ ختم شو، هر ډول حربي تجهیزات مو لهمنځه لاړل او یا د املاکو په تول پر پاکستان وپلورل شول.
    همدا راز، مجاهدین په خپل منځي جګرو کې ستړي شول، جنګ لا ختم نه و چې له نامالوم مشرتابه سره طالبان رامنځته شول.
    طالبانو له شمالي ټلوالې سره لا خپل زور ازمایه چې نړیوالو ځواکونو یې ټغر ورټول کړ، خو بدمرغي دلته ده چې لا هم ساړه نه‌‌دي او تر ننه جنګېږي.
    اوږد مهالې جګړې همداراز د داعش تر څنګ نن ۲۰ نورې ترهګرې ډلې وزېږېدلې چې هره یوه د خپلې موخې لپاره د افغانستان په ورانکارۍ کې ونډه لري.
    ښایي پورته یاد شوي ټکي څو دقیقې وي، خو دا څو دقیقې نه بلکې څو لسیزې یا ویلای شو نږدې نیمه پېړۍ وخت دی چې په دې لړ کې لسګونه زره سرونه په یو او بل نوم له تنې جلا شول، هېواد ته مو زرګونه اربه مالي زیانونه واوښتل، یوه پېړۍ پهشاتګ مو وکړ او هېواد مو د نړۍ د درېیمې درجې او وروسته پاتې هېوادونو په نوم‌لړ کې شامل شو.
    یوازېنی لامل یې هماغه د کوچني فرصت له لاسه ورکول و چې مجاهدینو بابېزه وګڼه او د شک په سترګه یې ورته وکتل، که دا ځل هم د سولې زرین فرصتونه بابېزه وګڼل شي، هېواد به د پېړیو-پېړیو له انساني ناورین سره مخامخ شي.
    تېر لمریز کال د کابل پروسې له کنفرانسه نیولې د تاشکند تر کنفرانسه پورې افغان حکومت په کراتو- کراتو طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ، د ولسمشر داسې وینا به پیدا نه‌شي چې په‌کې یو ځل یې د سولې او اوربند په ټینګښت ټینګار نه‌وي کړی، د کابل له پرلته نیولې د هلمند تر لښکرګاه خیمو پورې، ان ښځې طالبانو ته په ننواتې ورغلې، خو د دوی مشران او استازي د سولې دا هر اړخیز او جامع وړاندیزونه بابېزه ګڼي، د شک په سترګه ورته ګوري، نه د هو ځواب وایي او نه د نه.
    طالبانو له پیله د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او له امریکا سره امریکا سره پر خبرو اترو ټینګار کړی دی. نن خو دا دی واشنګټن هم خبرو ته حاضر دی، ان د ځواکونو د وتلو په اړه یې هم چمتوالی ښودلی دی، خو پسرلني عملیات بیا څه مانا؟

  2. Afghan Reply

    فان تنازعتم فی شیء فردوه الی الله والرسول ان کنتم تؤمنون بالله والیوم الاخر… (قرآن کریم)
    که قرآنی هدایاتو باندی عمل شوی وای او مذاکرات بین الافغانی (حکومت او طالبان) او د ثالث بالخیر مصلح علماوو تر اشراف لاندی وی بیا د داخلی او بهرنی مغرض او مرضی کړیو لاسونه لنډیدای شوی خو اوس چی دوست او دښمن، مجرم اوپاک، غل او د کور صادق خادم او په مجموع کی تجانس نشته نو نتیجه ګیری او پر مختګ محال او تباهی او افغان وژنه به دوام لری ،صلح ایمانداری ،صداقت او ګذشت غواړی او دا کار مؤمنانه زیرکی او عقلانیت غواړی او هغه ایمان او وجدان ته ضرورت لری چی له آزار او قتل نه داسی وویریږی لکه چی ایمان د لاسه ورکوی او ملی او اسلامی ګټو باندی لوبی ورته تر کفر کم نه وی نو هر مزدور او دملت د وینو تاجر دا کار نشی کولی
    االله رب العزت دی ظالمان او منافقین تباه کړی آمین

  3. raouf liwal Reply

    ښاغلی مطمن ته سلامونه ! بی عدالتی جګړه زیږوی – ولې په افغانستان کې دعدالت غوښتنې لپآره خلک دحکومت پرځای طالب ته مراجعه کوی ؟ ځکه ۱۸ کلن حکومت سل په سلو کې فاسد اوخسا شوی – طالب به بې غیرته وی چې ام الفساد کرزی سره چې داوسنی ناورین بنسټ ایښودنکی دی اودهغه له مافیایی ډلې سره کینی

  4. Shamshad Zadran Reply

    د افغانستان اسلامي دولت بغیر له قید او شرط د خبرو اعلان کړی
    د افغانستان اسلامي دولت یو طرفه اوربند وکړ چې اکثره عام طالبانو د اوربند دوام غوښت خو د پاکستان په غوښتنه طالب مشرانو اوربند مات کړ
    دولت اوس هم د افغانانو ترمنځ خبرې کول غواړي چې یو طرف به دولت او بل طرف به طالبان وي
    خو طالبان له دولت سره نه بلکې له لنِرو فاسیدینو او قاتلانو سره ناستي کوي او له امریکا څخه د ډالرو او واک غوښتنه کوي
    ښه تیر هیر اوس د افغانستان اسلامي دولت او ټول عام ولس اوربند غواړي او بیا د سولې خبرې تاسو طالبن ولې د افغانانو وژلو ته ترجیع ورکوئ؟
    لمده ژبه په هر خوا اوړي خو د ولس سترګو ته خاورې نشی وراچولی
    شپه که تیاره ده خو مڼې په شمار

  5. ډ۰ حميدالله زړور ساپی Dr.Hamidullah Zlrraver Safpi Reply

    سلامونه،
    ضمیر ساپی صاحب ، ستاسو آندونه تر ډیرو صحیح دي ، خو د مطمین صاب دلایل هم یو څه حقیقت لري.
    زما په فکر، دا پخواني راه بُران، قاتلین، غاصبین، مفسدین، فاسقین او…. انګیري چې دوحه یا قطر کښې حلوی طالب او حکومت وخوړه او مونږ ترینه وږي پاتې شللو!.
    زل خان هم د آمریکا ګټې په نظر کې نیسي ، لکه ۹/۱۱ چې ملا عمر او ملا برادر له کندهار نه په طیاره ویشتلې وه؟ .. دا نور ۲۰ دهشتګرد ګروپونه چا جوړ کړل؟؟ ؛اولنی شرط ېې پر طالب دا و چې بيا به په نیو یارک او ګواڼتنمو ! حمله نه کو ئ ؟
    همدا رقم، پوکسټین او فارشیستان او حتی پخواني ترکستانیان !!! هم شومې موخې لري ؛
    او دا مشورتی لویه جرګه به هم لکه هاغه د کرزی اومجډدی بآلاخره په بیزونو او هډو اخیستلو انجامیږي او افغان ملی مسلح قوتونه ، ۲۱ وحشي مافیایی تورلینګیو او تاریک فکرو لیوانو خولو ته ورټیل وهل وي ، لکه همدا اوس چې دي؛ رو ف لیوال ساب لیکلی و” رابری جنایتکاران په صالونو کښې یو بل ته په خندا ناسست وي ، مګر د هغو ځوانانو لپاره چې هره ورځ شهیدان کیږي ،له دواړه خواوو ، اقلن یوه دقیقه سکوت هم نه کوي “؛ ځکه چې ځل هم ورته وویل ستاسو زامن په کې نه وژل کیږي !.

    ز ما په نظر ۷،۸،۹ ثور هم نیژدی ده، او سږکال د ګران وطن د استقلال سلمه کلیزه هم ده نو همهاغه د پی.ټی.ایم ترانه باید عملي شي:
    ځوانان مو قتل کیږی … دا سنګه آزادی ده؟
    کورونه مو ورانیږی… ” ” “؟
    ملالې مو بوریږي … دا څنګه آزادي ده؟؟؟
    اڼنقلآب انقلاب …
    چې نه راکوی مونږ ته حقوق د انسانیت
    په کار ده چې نو وکړو سپیڅلی بغاوت ..

    دا حق زمونګه آزادي
    پښتون ته ژوندون غواړو
    لر او بر یو افغان!
    په درنښت.

  6. A. Halim Hakimi Reply

    With all said and done, the author failed to mention that :

    The affair of Afghanistan at this moment run behind the scene by a dozens of intelligence agencies, most of Afghan political actors playing their role given accordingly.

    Under the present circumstance, intellectuals should back moderate elements in order to avoid a U-Turn of Afghanistan back to 14 century. Backwardness is the evil of all pain.

  7. غلام حضرت Reply

    داسی ښکاری چي موږ د یوې درنې توطئې ښکار یو
    له یوې خوا د خالد لخوا د بل د جېب په زور د عملیاتو د پیل ږغ اورېدل کیږی او د بلی خوا طالب د بل د جېب په زور د پسرلنی عملیاتو د پیل ږغ تر خوله را ایستلی دی
    تر منځ زموږ د مظلوم وولس جیبونه او رګونه تشیږی او وچیږی
    دا هم باید ومنو چي د طالب او خالد ملا ټکوونکی او ملا تړونکی او تحریکوونکی کسان ساده او وړوکی کسان ندی
    د نړیوالو قدرتونو په کچه یو د سړی زوی نسته چي لدې دوو خواوو څخه یوه خوا د یابو د شا څخه راکوزېدو ته وهڅوی

  8. ع.شریف زاد Reply

    سلام
    موږ په قدرت ، واک ، زور څوکۍ او مقام مین ولس یو چی نړۍ کې ساری نه لروله بل لوری ګواښ ، لافې او پټا کې
    هم زمونږ د فرهنګ یوه ستره ماتې ده چې با ید و یې منو که چېرې د مسولو کسانو دغه مجهولې سره جمع کړوباوړ وکړی له
    احصاېې حخه اوړی د مثال به توګه کرزی دبن د معاهدې چپن او خولۍکومه لاسته راوړ نې لری چې تل به دعالم اسباب خبره کوله یو ځل بیا لا سونه رابډ وهلی دی ؟
    مګر سوله او سیاست اخلاق نه لری
    دلته د سولې په تولو اصلی خواو بحث با ید وشی او دیوه ملت دبرخلیک محاسبه کول دی په اوس وخت کې دسولې دوه مهم لوری چې یو یې کورنی ا وبل یې بهرنی دواړه بېلا بېل ابعادلری به کور نی سیا ست کې هر څوک د یوه زعیم په بڼه کې راڅرګندیږی سربرستان بې شمېره دی کار اهل کار ته نه دی ورکړ شوی دننه په دستر خوان کې مجهول الهو یه ، کا سه لیس او سفاک خلکو خای نیولی او نه پریږ دی چې ملی
    کسان او مومن مسلمان وړاندی پر مخ لاړشی اړیکی او خوا خو ږی له فساده اوړی او نور …………. شیان شته چی کارونه سرچپه روان دی
    کله چې له کورنه مشکل را بیداکیږی نو بهرنی خو بهرنی سیاسی او دیبلوماتیک عوامل لری چې داهم د احساساتو کار نه دی بلکې دهراړخیزې څېړنې تحلیل او دریخ دی چې دې هېواد به سویه سنجول کیږی نه ټېبرو نیوکه دانه ده چې تا څه وویل او ما موږ ضرورت چط او بل ته غوږ ونیسو ښه ته ښه او غلط ته غلط ووا یو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸