Categories

اعلان

Loading…

پر ټولنیزو شبکو سم څه خپاره کړئ

هڅه وکړئ چې په ورځ کې یوازې یو ساعت ټولنیزې شبکې وکاروی چې په دې سره به مو په اونۍ کې اووه ساعته وخت ورکړی وي. سمه ده چې په لومړیو کې به درته سخته وي، خو که مو اراده پخه وي، ارو مرو دغه کار کولای شی. دغه څه د ارادې د کلکوالي لپاره هم ګټور دي. یو څه چې اوس په ټولنیزو شبکو کې عام شوي، هغه د بې ارزښته عکسونو او ویډیوګانو خپرول دي. دا باید ومنو چې اوسنۍ ټکنالوژي زموږ د ورځني ژوند د هرې شېبې د ثبتولو وړتیا لري؛ خو دا په دې مانا نه ده، چې نور هم باید پوه شي چې نن موږ په کوم رسټورانټ کې  ډوډۍ خوړلې ده. که موږ ټول دغه څه ومنو، پر انټرنېټ خپرېدونکي  بې ارزښته نیم معلومات به کم شوي وي.  راځئ د لایک او کومنټ ور کولو پر مهال ښه دقت وکړو. ښه فکر وکړئ، چې د کوم شي لایک کول او پرې کومنټ ورکول مو له شان سره ښایي. دې ته هم پام وکړئ، چې وخت تر هر څه غوره دی، نو هڅه وکړئ پر داسې څه یې ولګوئ، چې ارزښت یې ولري.

حمیدالله حمیدي

333 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
588

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸