Categories

اعلان

Loading…

هنر مي له موره زده کړی دی

محمدابراهیم سپېڅلی، کندهارښار

هغه د پوهانو خبره، چي ښه رنګ او ښه اخلاق د خدای تعالی یوه لويه پيرزوینه ده

عبدالله تېموري په کندهارکي هغه مېشت هنرمند دی، چي په  همزولو کي يې د ورین تندي اوازې خپرې دي او خدای تعالی خوراښه اخلاق ورکړي دي.  

نوموړي ۲۳ کاله ترمخه د روزګان ولایت په (ګیزاب ) ولسوالۍ کي د ښاغلي عبدالحبیب په کورکي زېږېدلی دی.

ډېر وخت يې د نورو مهاجرو هیوادوالو غوندي د ډيورنډ کرښي ها خواته په (کوټه) ښارکي تیر کړی دی.

پر پښتو او دري سربیره په اردو او انګلیسي هم پوهیږي.

تېموري د هنر په ډګر کي د رسامۍ لمن نیولې او ځان يې ښه پکښي رسولی دی.

په (پنسل کلر) او ( واټرکلر) کارونو کي ترچا کم نه دی

تراوسه يې پنځوس قطعې هنري اثار په پینځو بیلا بیلو انځوریزو نندارو ته وړاندي کړي دي، چي هر هنری اثر يې د نندارچیانو توجه جلب کړې ده.  

تېموري وايي، پر یوې رسامۍ له یوې اوونۍ څخه تر دریو میاشتو پوري کار کوي او ډېره هڅه يې داده، چي  ( ریالیزم) سبک وپالي.

نوموړي پنځلس کاله ترمخه د کورنۍ  او ځانګړي میني پر بنسټ د هنر پر پاسته او زرین میدان خاړپوڅي پیل کړي دي، چي په دې لارکي يې لومړنۍ ښوونکې خپله  مورکۍ وه، چي تراوسه هم له خپلي مورڅخه ځکه مشورې اخلي، چي هغه هم په هنري ډګر کي اوږده تجربه لري.

دی وايي، ستره هیله يې داده، چي په (ښکلو هنرونو) کي ماسټري وکړي او د ایډیال هنرمندانو (محمودپرچینان) او (لېورناردو دورنچي) په څیر نړېوال شهرت حاصل کړي.

ښاغلی تېموري له تیرو  څو کالو راهیسي په کندهارکي د ( ښکلو هنرونو) ټولني فعال غړی او  زیات( نارینه او ښځینه) شاګردان يې روزلي اولاهم دالړۍ روانه ده.

ځوان هنرمند یوڅه وخت په کندهارکي د کوچنیانو لپاره د اولي مجلې ( اکوبکو) کارټونیسټ هم ؤ، چي له موضوع سره یوډول رسم سوي کارټونونو يې خورا ډېر مینه وال درلودل.  

زموږ دغه ځوان هنرمند د هیواد راتلونکي ته ښې هیلي لري او وايي: « یوه ورځ به خامخا پر افغان ولس  داتوره شپه رڼا سي او ټول هیوادوال به دګران هیواد په غېږکي د خوشحالۍ، ارامۍ او پرمختګ سا واخلي. »

دده په قول اکثره وخت دغسي مهمي سوژې د انځور په هنري ژبه ولس ته وړاندي کوي، چي په خبره يې له خپل دغه ډول هنري کارونو راضي دی.

« په دې وروستیو کي مي داسي انځور کښلی دی، چي ټوپک په ځنځیرونو تړلی اود سولي کوتره د شنه اسمان په غیږ کي لوړ ه الوتلې ده.»

له نورو ځوانانو هم غواړي، چي د توان موافق د خلکو او ټولني د خوشحالۍ لپاره ډېر کار وکړي، ترڅو افغانان هم د نړۍ له ګړندي کاروان سره اوږه په اوږه روان سي.

612 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
591

1 comment

  1. Ahmad Behzad Azizi Reply

    سلامونه او احترامات !
    په اول سر کی ستاسو د تولو څخه مننه کوم چی تاسی په دغه مشهوره طریقه بااستعداد ځوانان او
    هنرمندان تشویقوی ترڅو زموږ نور ځوانان هم خپل استعدادونو هغه که به هر بخش کی وی شکاره کری ترڅو د نری تر نورو هیوادنو پاتی را
    نشو
    د لا خدمتونو په هیله!!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸