Categories

اعلان

Loading…

پر کومه خوا؟ | سراج الدين سعيد

د ورځى وروستۍ سلګى وې، لمر په پرېوتو و د افق له لورى تورى لوخړى مخ په زور راروانى وې. تا به وې د غم طوفان يا د څپليو ماتو زړونو تاو او د خوارو بيوزلو ساړه او سېلى دى چه د اور په دود له اۤسمانه راکوزيږى، څو د ظلم کور ميرات کړى او د نادزدو خونه وسيزى. شپه د غضب په تورو جامو کى سوکه سوه رانژدې کيده، کاڼى او بوټى، غرونه، هرڅه چه په مخه ورتلل، هغه يېټول له څلمى پوپنا  کول.

په دغه تياره ماښام، توره تر وږمى کښى دوه پښتانه د مزله په لورى روان وو. لاره ورکه، لودن معلوم نه وو، خو دوى پښې سپکى کړى وې، ګړندى ګړندى مخ په وړاندى تلل. دا تکړه ځوانان له هيڅ شى نه نه ويريدل. تياره، ځوړ، پيچومې، يوهم د هغوى د ارادې مخه نه نيوله.

هغوى ته د هغوى د پښو لاندى مځکه هم په نظر نه ورتله او دا تکړه ځلمى هغسى په ډاډه زړونو مخکښى تلل او د څه پروايې نکول. هغوى مزله ته د رسيدو ډير ليواله وو. د هغوى تصميم پوخ او اراده يېټينګه وه. چاچي د ارادې وزرونه د قصد په فضا کښى خواره کړل، هغه ته سم، غر، لوړه، ژوره، ټول يوشانته دى.

  • مونږ پرکومه خوا درومو؟
  • نه يم خپر چه پر کومى … خو ډيل نه ښايى ځنډ په کار نه دى. لاره سخته، شپه تياره ده، قصد نامعلوم او مزل لرى دى.
  • شپه به څومره اوښتې وى؟ پار کومه ګړۍ ده؟
  • پوهېږم نه … هر څه رانه ورک دى. د خيال اس ګوډ د فکر وزرونه مات دى… مانه څه مه پوښته!
  • لکه چه شپه مو غلطه کړې؟ تر وخته د وخته راولاړ شوى يو …
  • نو ښه شوه لږ به دمه شوه … چه د سحر سترګه راوخته که خير وى په خپله لار به ځو.

( خبره خو دا وه چه دې مسافرو، ورځټوله په خوب تيره کړې وه، خو چه بيا شپه شوه، راويښ شول، سترګى يې وموښلې او سم د مزله په لورى روان شول.)

  • د ناستى نه ولاړه تر ولاړى لاره ښه ده.
  • چه لاره نه ښکارى چرى او پرکومه به ځو؟
  • ځو … اۤخر …
  • چرته او ځرنګه …؟
  • زما خيال دى چه دې غره نه ور اخوا ودانى ده، کلى دى، خلق دى، جماتونه دى، لمونځونه کيږى …
  • ستا ښه ورته پام نه دى شوى … دا مځکى غر خورا جګ، بى حده لوړ دى. د خيال کجير به سره له لويو وزرونو ترېنه وانه وړى.
  • د ناراسته کلى سړيه! دا هم خبره ده؟
  • ځه داته يې د راست د کلى … نو ځې به څرنګه؟
  • وار مه خطا کوه … مه ترې ويريږه … چه يوځل ورسيدو بيا په ګورې … نو ځه مخکى کېږه!
  • ته ولى نه د مخه کيږې؟
  • لا پى شاپى ته، ته ولى د مخه کوې ما …؟
  • دا دى زه د مخه کيږم، خو ګړندى ګړندى په ما پسى رادرومه.
  • په تاپسى؟ ستا په بابا پسى زه کله نه يم تللى! په تا پسى به څرنګه ځم …؟
  • چه وايم مخکى شه، مخکى کيږى نه، چه بيا وايم په ما پسى رادرومه، په غصه کيږې …
  • ولى نو زه پښتون درته ښکارم نه؟
  • پښتون خو هم دا نه يى چه نه خپله کوې، نه د بل منې …
  • ولى به د چا منم …؟
  • نو ځه مخکى کيږه …
  • زه خو دومره کم عقل نه يم چه په دې توره شپه به ستا د وړاندى درومم …
  • ښه وايه! کوو به نو څه؟
  • کوو به دا چه ته به مخکى مخکى ځى، زه به هم درومم. ته به ماته د سره وايى نه چه په ما پسى راځه …! زما خپل واک، خپل مى اختيار دى. زما پويه د هر چانه زياته ده …
  • چه څه دى خوښه دى، هغه کوه او د چا اوره مه!
  • که خوښه زما وى، نو وايم چه لږ شېبه به کښېنو، دمه به وکړو، بيا به په رڼا کى …
  • ما ته کښيناستل ښه نه ښکارى. ګورې نه …
  • او! د کم عقلى … او … په دې تياره کى د ړوند په شانى چيرته؟! کوم خواته روان يې؟ پام کوه چيرته کندى ته مو راتاو نکړې …!
  • ګوره خبرى به سمى کوې!
  • ما خو نور څه نه دى ويلى. هسې خو له مى خطا شوه. ځان ته مى قار راغى…
  • زه وايم چرته پړانګ راباندى پېښ نسى او دا نيمګړى ژوند مو ابنه نه کا.
  • ته ګڼى پښتون نه يى …؟
  • په پښتو کښى د هرچانه ښه پښتون يم، خو تش لاس به څوک څه کا؟
  • چه د غسې ده، بسم …
  • ملګريه! څه خو وايه چه د مزله اوږد ساعت پرې لنډ کړو.
  • د وږى کيډى پارسى په همدا ته وايې .
  • په غصه کيږه مه! مونږ او تاسى ټول د وږى ګيډى پارسى وايو.
  • وايم به نو څه؟
  • د زړې زمانې کيسې، نکلونه. نور اۤخوا دېخوا ګپ شپ …
  • په دغه ګړى … په دغه د ليونو په شانى د شپې مزل، هرڅه رانه هير کړى.
  • دا خو وايه چه کلى ته ورسيدو، د چا کره به ورننو ځو، په چا به يې اړوو؟
  • خبره د رسيدو ده چه يوه پلا ورسيدو، نور به هرڅه اۤسانه شى، خو ګوره …!
  • وايه! څه دى؟
  • خير، خير …
  • ګوره! هاغه … هغه کس خواته … لږ پسى نور ځير شه!
  • هو! که خير وى، کلى ته …
  • دا د ور نغرى دى … وينې! لمبې يې کله سستى، کله تيزى شى.
  • بنايى …
  • ستا څه خيال دى چه پر هغه به څه باندى وى؟ څه پخېږى؟
  • کټو، به باندى وى. د لاندى به يې اورى به کټو يى به غوښى وى. د تاوده نغن شګور به يې د څنګه سره پروت وى (مسکى شو) او ما و تا ته په انتظار کاږى. لويه ځوانه! پيره، مدد، هله ګړندى شه.
  • که په کټو کښى نرۍ وريجى وى؟
  • زما د پولاوسره دومره نه لګى. توده غلمينه ډوډى، د غوښى پستې بوټى، د هر پولاو خوښ دى چه د ښو کوتړۍ وريجو څخه وى.
  • که غوښه ډوډۍ وه، ته به يې نو نه خورې.
  • که پولاوو، ځکه به رانه ونه کړې.
  • ستا …
  • څه … لاحوله باالله … اوس … اوس به دى.
  • غلى شه! ګنى بوساړه به درنه جوړه کړم.
  • ښه! دا ته؟
  • هو! دا زه.

***

 ملګرى دواړه پښتنى غيرتى ځلميان وو. د يوه بل سپورى ستنى يې نه شوې زغملاى… منګولى يې سره ښخى کړې، جوړګذارونه وشول، سرونه مات شول، کالى و شليدل چه بيايى وروسته کاته او رخو د نغرى نه … د زاړه قبر هډو کى وو چه به بارانه رابسيره شوى وو د ظالم هډوکى وو چه د دوزخ په اور ورتيدل!

۱۳۲۶ل

937 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
581

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2