Categories

اعلان

Loading…

د پښتو او پښتنو پر تاریخ د ناشناس د څرګندونو سیوری

لیکوال: شمس الحق حیران


په دې وروستيو کې پر ټولنیزو رسنیو د افغانستان د وتلي سندرغاړي ډاکتر صدیق فطرت ناشناس هغه څرګندونې پاڼه پر پاڼه ګرځي چې نوموړي د سیاسنګ په نوم یو لیکوال سره د پښتو ژبې د نامتو اثر (پټې خزانې)، نازو انا، ملالې میوندۍ، د لوی احمدشاه بابا د شعرونو، فتحو، وياړنو، د غازي امان الله خان او په ټوله کې د پښتو ژبې د لرغونتیا په اړه کړې دي. د» ناشناس ناشناس نیست «په نوم دغه کتاب چې څو ورځې وړاندې یې اروپا کې په پوره شور او زوږ سره مخ کتنه وشوه، د یوې پاڼې انځور یې ښيي چې ښاغلي ناشناس د پټې خزانې کتاب له حقیقت انکار کړی او ويلي یې دي: ” ارواښاد علامه حبیبي د پټې خزانې په خپرولو سره نه یوازې پښتو ته خدمت ونکړ بلکې د پښتنو ابرو یې هم تویې کړه.” دی ادعا کوي او وايي “. ډېری پښتانه پر دې حقیقت ښه پوهېږي چې پټه خزانه یو جعلي اثر دی خو بیا هم خوله پټه نیسي او څه نه وايي، آیا دا په خپله یو ډول یرغمل نیول نه دي؟” . له پټې خزانې راوروسته نوموړی د نازو انا، ملالې میوندۍ، احمدشاه بابا او غازي امان الله خان په اړه پوښتل کېږي او ښاغلی ناشناس د ډېرو غیر څېړنیزو او عالمانه کلمو په کارولو سره نازو انا او ملاله میوندۍ استوره يي او له ذهن جوړې شوې څېرې بولي او له شتون یې منکر دی.


دلته د نوموړي پر څرګندونو د ټولنپوهنې، ادب تاریخ او اتنيکي څېړنو له زاویې کوچنۍ تبصرې لرو. د دغې لیکنې په پای کې غواړو درنو لوستونکو ته دوه ټکي په ګوته کړو: لومړی دا چې هغوی به وکولای شي له یوې نامعلومې سرچینې د ښاغلي ناشناس د لومړنیو او بي بي سي سره د هغه د وروستیو څرګندونو د پرتلنې له لارې په خپله قضاوت وکړي او د پردې تر شا د داسې تورو لاسونو او ذهنونو پر شتون یقیني شي چې غواړي د پښتنو له ویاړونو او حماسو ډک تاریخ له صفر سره ضرب او پښتو د يوې پرونۍ ماشومې ژبې په توګه نورو ته وروپېژني. دویم دا چې د افغانستان د یو لوی قام په توګه د پښتنو په کور کې د روانې جګړې، په کور دننه شخړو، بې اتفاقیو، لوږې، ناوړه دودونو، نالوستۍ او وروسته پاتې والي په څېر بنسټيزو ناخوالو له څېړلو او پر حل لارو یې د بحث پر ځای دا ډول منل شوي او تاريخي بحثونه راپورته کول تر کوم بریده زموږ څېړونکي، قلموال او روڼ اندي ځوانان له اصلي تګلوري او رسالت راګرځولای شي؟
د تاریخ پوهانو او ټولنپوهانو تر منځ د پښتنو د اتنيکي جوړښت او ژبې په اړه بېلابېل نظریات شته. خو یو شمېر کړۍ په خودغرضۍ او شومو افکارو سره د پښتنو د تاریخ، روایاتو او تاریخ منلیو څېرو او ژبې د رسوايۍ هڅه کوي. راځئ په پيل کې د دغو افغان دښمنه کړیو د هغې ادعا په اړه لږه رڼا واچوو چې د پښتنو د نسل او نسب په اړه یې مطرح کوي او پښتانه د اسراییلو اولاد ګڼي. په دې سره غواړي د پښتنو زرين تاریخ وننګوي. دا چې پښتانه څوک دي؟ دلته به یې په لنډ ډول ولولو:


ارواښاد سرمحقق دوست شینواری د پښتنو د نسل او نسب په اړه د خپل تاريخي څېړنیز اثر په یوه برخه کې ليکي:” تر کومه چې موږ ته مستنده ده په دې اړه لومړی افسانوي روایت په ( ۱۵۴۲ – ۱۶۰۵ ز) کال د جلال الدين محمد اکبر د واکمنۍ پر مهال یو ناپښتون څېړونکي وړاندې کړ او دا قوم یې د (ضحاک) نومي دیو اولاد وباله. د پښتنو د نسب په اړه دغه روایت ځکه بې بنسټه نه دی چې ضحاک یعنې (سهاک، ساک) د پښتنو د توکم یو ډېر مهم توکی دی چې عرب مولفینو د (سهاک) څخه (ضحاک) جوړ کړی او د سیمې په کلاسیکو ادبیاتو کې بیا هغوی د تشدد، قوت او غښتلتیا له امله د ديو سمبول ګڼل شوی دی. د دغه روایت پر وړاندې پښتنو مورخینو په دې زور اچولی چې پښتانه د دیو اولاد نه، بلکې د سامي (بني اسراييل) توکم څخه دي.


ځکه چې د هغه وخت له عامه ذهنیت سره سم سامي توکم خورا زیات شریف او نجیب توکم ګڼل کېده او د نړۍ انبياء او پيغمبران په کې پیدا شوي وو. له بلې خوا د پښتني ټولنې په جوړښت کې ځينو سامي عناصرو هم د یادونې وړ برخه درلوده چې دغه نظر ته يې ځواک بښلو. خو وروستیو ژورو علمي څېړنو وښودله چې دا هم یوه افسانه ده او کوم علمي اساس نه لري. (شینواری، سرمحقق دوست، پښتانه څوک دي؟، ۱۳۷۷ ل.ل، پېښور، دانش کتاب پلورنځی). 


د یادونې وړ ده چې ښاغلی شینواری د تاریخي مستنداتو پر مټ د یو شمېر استعماري کړیو او شکاکانو هغه نظریه هم ردوي چې د ډېورنډ د منحوسې کرښې د یوې او بلې خوا يو پښتون قوم په نسبي لحاظ سره بېلوي او هغوی په بېلابېلو نومونو یادوي. ښاغلی شینواری د خپلو څېړنو په پایله کې لیکي:” د پښتنو نسب چې د لرغونو مورخینو له خوا لیکل شوی دی نه یوازې دا چې افسانوي رنګ لري بلکې له اضدادو هم خالي نه دی. د بېلګې په توګه: له یوې خوا د پښتنو نسب په عنعنوي توګه طالوت، حضرت یعقوب علیه السلام او حتی حضرت آدم علیه السلام ته رسوي او له بلې خوا بیا د پښتنو پلار قیس عبدالرشید بولي او دغه سلسله د اسلام د لومړۍ پېړۍ څخه پیلوي چې نه یې هغه او نه دا نظریه د منلو وړ ده.”


په دې اړه پر صولت افغاني، نیرنګ افغاني، مخزن الافغانی (چې د ښاغلي خواجه نعمت الله هروي اثر دی) سربېره لومړيو پښتنو مورخینو لکه خوشحال بابا، افضل خټک، حافظ رحمت خان او وروستیو مورخینو لکه د تواریخ خورشید جهان، حیات افغاني او نورو مولفینو هم نظریات ورکړي او د ارواښاد قاضي عطاءالله خان (د پښتنو تاریخ) او (پښتانه د تاریخ په رڼا کې) تاریخي آثار هم د پښتنو د نسب په اړه د پورتنیو تیوري ګانو په اړه مفصل جزیات لري. دا چې دغه بحث یو اوږد تاريخي بحث دی نو د پورتنیو څېړنیزو آثارو د نچوړ په ډول ویلای شو چې: پښتانه په خټه یو آریايي قوم دی او ټولې هغه نظریې چې پخوا د پښتنو د نسب په اړه وړاندې شوې وې غیر علمي او تشې افسانې دي. د دغې وروستۍ منل شوې نظريې ځينې شواهد د فردوسي شاهنامې په فریدون نومې افسانه او د ختیځ پوهانو په یو شمېر آثارو کې هم موندلای شو.


دا چې پښتانه څوک دي؟ په دې اړه لږ څه پوه شوو. د پښتنو د توکميز جوړښت په اړه هم پوهېږو چې په درېیو غټو
څانګو (سړبن، بيټني او غرغښت) یا په بل عبارت (سليمان، ساک او عبراني) باندې وېشل شوي دي.


خبره د پټې خزانې او په دغه کتاب کې د ذکر شویو پنځوسو پښتنو شاعرانو او لیکوالانو د هویت په اړه وه، که چېرې په پټو سترګو د ښاغلي ناشناس خبرې ومنل شي نو لکه څرنګه چې د پښتنو د نسب په اړه افواهات او تاریخ تېرې نظریې وړاندې کېږی د هغوی د ژبې او منځنۍ دورې د زیات شمېر ادیبانو ژوند لیک هم تر پوښتنې لاندې راځي. د
ښاغلي ناشناس خبرې پر خپل ځای لومړنۍ هغه نه دي، تر ده وړاندې پېښور کې بل لیکوال قلندر مومند په دې هکله
بشپړ اثر (پټه خزانه فی المیزان) لیکلی او د پټې خزانې حقیقت یې پکې ننګولی دی. د ښاغلي مومند د لیکنو په ځواب کې هم ډېرې لیکنې او ځوابیه اثار ولیکل شول چې په دې لړ کې د معصوم هوتک (پوخ کاڼی) او د کوزې پښتونخوا دعبدالکريم بریالي او ارواښاد همېش خلیل آثار یادولای شو. دا چې پټه خزانه په ريښتیا یو تاريخي اثر دی که نه؟ د ورتنیو بحثونو او مقارنو په پایله کې دا په اثبات رسېدلې ده چې دغه اثر د منځنۍ دورې د نورو آثارو، په دې برخه کې د ناپښتنو له خوا ترسره شویو څېړنو او د هغه وخت د فارسۍ ژبې له آثارو سره اړخ لګوي.


د ډاکتر ناشناس فطرت له جنجالي څرګندونو وروسته بي.بي.سي دی راوغږولو او د خبرو سپیناوی یې ترې وغوښت.
د یو څېړونکي په توګه ښايي جالبه درته ښکاره شي چې د ښاغلي ناشناس د څرګندونو علمي بنسټ یوازې د هغه خپلې انګېرنې او د پټې خزانې د ژبې او لیکدود په اړه د نوموړي شکونه وو. ده وویل چې پټه خزانه یې له نن کابو ۴۰ کاله وړاندې لوستلې ده او په دې اړه د شته آثار او پورتنۍ ذکر شوې څېړنې یې حتی لا بشپړې لوستلې هم نه دي. د ناشناس په وینا، د ده نیمايي وجود موسیقۍ اوبه کړی، شور، ذوق او تخصص یې موسیقي ده او د دکتورا سند یې هم یوازې د دې لپاره ترلاسه کړی چې د خپل پلار د هغو نیوکو ځواب ووايي چې ګواکي نور خلک دکتوراوې اخلي او دی موسیقي غږوي. ۸۴ کلن ناشناس له بي.بي. سي سره د خپلې ۲۰ دقیقه يي مرکې پر مهال په واضحو ټکو پر خپلې تېروتنې اعتراف وکړ او ويې ويل چې مخکنۍ خبرې یې یوازې خپلې انګيرنې دي او هېڅ کوم څېړنیز او علمي بنیاد نه لري. د ده په وینا، رسنۍ او خبریالان باید د پوښتنو او مرکې پر وخت لږ تر لږه وګوري چې د یوې ځانګړې مسلې په اړه له چا سره مرکه کوي؟ ده وویل:” زما ۸۰ سلنه ژوند موسیقي ده او ۲۰ سلنه نور ژوند مې د کورنۍ جنجالونه او ادبي او هنري مطالعه جوړوي، زه نه په تاریخ پوهېږم او نه په دې برخه کې کوم لیکلی اثر لرم، یوازې وخت ناوخت ځينې تاریخي پېښې د علاقې له مخې لولم”.


ناشناس صاحب د خپلو حدسیاتو/ ګومانونو پر دوام دا هم ویلي دي: ” احمدشاه بابا سیمې نیولې، مال او غنیمت یې راټولولو او بس همدغه یې کار و.” په داسې حال کې چې د تاریخي روایاتو په رڼا کې، لوی احمدشاه بابا پر هند د دې له امله څو پرلپسې یرغلونه وکړل چې د مرهټه وو نه ماتېدونکي او د فتحې په نشو کې غرق لښکر د هند، ملتان او اوسني پاکستان ډېرې برخې لاندې کړې وې او هره شېبه د دې شونتیا وه چې د پېښور او کابل په ګډون د لوی احمدشاه بابا ټول ټاټوبی افغانستان هم تر ستوڼي تېر کړي. بابا چې له یوې خوا د یو ځواکمن او لرلید لرونکي پاچا په توګه خپل ګاونډ کې دا ډول قوي دولت نشو زغملای له بلې خوا د شاه ولي الله ډهلوي په ګډون د هند د نیمې وچې ډېرو مسلمانانو ورڅخه غوښتنه وکړه چې د یو مسلمان حاکم په توګه د مرهټیانو له شره نجات ورکړي. نو دا د بابا یو تاريخي مجبوریت و ځکه که ده یرغل نه کولو مرهټه وو به پرې یرغل کولو او خپل کور کې به جګړې ته اړ کېده چې دفاعي او جګړه ييز مورال بیا ځمکه او آسمان توپير لري. ښاغلي ناشناس هم په وروستي سپيناوي کې ځان پر دې پړ وګاڼه چې د احمدشاه بابا دغه شعر تېر ایستلی چې وايي: (د ډيلي تخت هېرومه چې رایاد کړم زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه). د ده په ویانا، له پورتني شعر یې یوازې خپل تعبیر له لیکوال سره شریک کړی. دا په داسې حال کې چې د څېړنې له اصولو سره سم، د څېړونکي خپله انګېرنه او تعبیر هېڅکله د یوې ادعا بنیاد نه شي جوړولی بلکې څېړونکی شواهد، ډيټا او کره اسناد راټولوي او د علمي اصولو په رڼا کې یې راسپړي.


ښاغلی ناشناس له بي. بي. سره مرکې کې په دغه ټکي اعتراف وکړ چې نظر یې علمي بڼه نه درلوده او استدلال یې پر مستنداتو ولاړ نه و. ده وویل: “اوس پوه شوم چې نظر او تحلیل مې ډېر عوامي و، دلایل یې د شوق په بنا وایم، د تحقیق او تدقیق پر بنیاد یې نه وایم، زما نظریات عامي فکر دی او کومه علمي بنیاد نلري، د مطالعې پر بنسټ راټول شوي دلایل نه دي.”


د یوې اخیستې په توګه ویلای شو چې، د سیاسنګ په نوم دغه مغرض لیکوال ځکه ډاکتر ناشناس راغږولی چې پوهېده نوموړی ۸۴ کلن او په ارزل العمر کې واقع دی؛ که نه هسې خو په افغانستان او نړۍ کې د پښتو او پښتنو له تاريخ خبر ډېر وتلي څېړونکي او مورخین شته. پر دې سربېره سیاسنګ نومی هغه لیکوال دی چې په تېرو ۷ – ۸ اتو کلونو کې یې په خپلو ټولو لیکنو او خپرونو کې د پښتو او پښتو په سپکه پسې رااخیستې ده. نوموړي تر دې وړاندې په خپله یوه لیکنه کې رحمان بابا په دې تورن کړی و چې ګواکي د حافظ اشعار او افکار یې راغلا کړي او هر څه له هغه څخه تقلید کوي. پر دې سربېره یې د سويډن په سټاکهلم کې د عبدالباري جهاني پر اشعارو هم توندې نیوکې وکړې او ویې ويل چې جهاني له لوري پشتو ته د عمر خیام د رباعیاتو ژباړه یو خام او بې ارزښته کار و. سیاسنګ پر دې سپکاوي او رټنو بسنه ونه کړه او دا ځل یې وغوښتل د افغانستان وتلی تاریخپوه، لیکوال، د ختيځ ستر څېړونکی او شاعر علامه عبدالحی حبیبي د هغه د خپل وطنوال ناشناس په خوله سپک کړي. د نوموړي په ګومان، په دې سره به نه یوازې د پښتنو د ادب او تاریخ پښې ولړزېږي، بلکې اوسنی نامتو هنرمند ناشناس به هم نړۍ ته یو ابن الوقت او د وخت د نظامونو تالي څټی وروپېژندل شي. 


که تاسو د (ناشناس ناشناس نیست) بشپړ اثر ولولئ وبه مومئ چې سیاسنګ نومي خپله د ناشناس شخصیت هم داغلی او له خاورو سره خاورې کړی دی. هغه ته یې داسې خبرې منسوبې کړې دي چې سلیم عقل یې نه مني او د پښتو دغه ستر سندرغاړی یې دروغجن معرفي کړی دي. راځئ یوه بېلګه یې دلته ولولو:


“مونټ سټوارټ الفنسټن انګریزي مورخ د۱۷۷۹ زیږدیز/ میلادي کال داکتوبر په شپږمه نیټه زیږیدلی و او د۱۸۵۹ زیږدیز کال دنوامبر په ۲۰ نيته مړ شو. علامه حبیبي په ۱۹۱۰ زیږیزکال کې تر الفنسټن ۶۱ کلونه وروسته زیږیدلی دی. ناشناس صیب وایی چې علامه حبیبی له الفنسټن سره لیدلي و او دپټې خزانې په اړوند یې ورسره خبرې کړې وې .ايا په قبر کې یې ورسره خبرې کړې وې؟”


که پورتنۍ وینا په ريښتیا هم د ناشناس وینا وي نو دا څنګه کېدای شي چې ناشناس صاحب دې له یوې خوا دومره لوړ تحلیل ولري چې د پټې خزانې کې د امیر کروړ سوري شعر دې د علامه حبیبي خپل کلام بولي خو له بلې خوا دې دومره لویه تېروتنه وکړي چې تاریخي اسنادو سره سره دې له الفنسټن سره د علامه حبیبي د لیدلو ادعا وکړي؟ دا او په یاد کتاب کې راغلي لسګونه ځایونه راښيي چې د ناشناس په عمر کسانو ته شیخ فاني وايي او حتی هغوی په خپلو کړنو او خبرو حاکمیت نه لري، دا خو لا پر ځای پرېږده چې د شاوخوا سل میلیونه وګړو د ژبې، تاریخي ارزښتونو او هویت په اړه دې څرګندونې وکړي. د سیاسنګ له لیکنې ښکاري چې نوموړي د سندرو او موسیقۍ نړۍ کې د ناشناس له شهرت ناوړه ګټه پورته کړې او پر هغه یې د تاریخ او پښتو ادب کې د پورتنیو پاروونکو او بې بنسټه څرګندونو ګلونه کرلي دي. 


ناشناس صاحب هم دغه ټکي ته په پام سره وویل: “سهار چې درمل وخورم، څو شېبې وروسته رانه هېر وي، د لنډ مهالې حافظې له درده ځورېږم، خبرې رانه هېرې وي، حتی کله ناکله رانه خپلې ویلې خبرې هېرې وي. زما تخصص، مینه او مسلک موسیقي ده، په نور څه نه پوهېږم او باوري یم چې د سندرو مینوال به مې د مرګ پر وخت هم رانه غوښتنه کوي چې وصیت دې په یو کمپوز کې راته پرېږده”.


د دغې څېړنیزې لیکنې لومړۍ موخه ترلاسه شوه او درانه لوستونکي د ناشناس د څرګندونو او پښتنو د نسب په څېر هغو مسایلو په اړه پوه شول چې مغرضین یې د پښتنو سپکولو او له هغوی د تاریخي هویت اخیستلو په پار کاروي. اوس به د لیکنې په دویمه موخه راوګرځو هغه دا چې آيا په ريښتیا هم د دا ډول روايتي بحثونو اړتیا شته؟ آيا موږ باید ريښتیا هم خپل وخت د ماضي له ویاړونو په دفاع او شویو سرښندونو په لمانځنه کې تېر کړو؟ آيا د یو شیخ فاني په میان خالي څرګندونو په ريښتیا هم پښتو او پښتانه سپک شول؟ واضح ده چې د دغو ټولو پوښتنو ځواب (نه) دی.


پښتو او دري ژبه د یوویشتمې پېړۍ د ستر علمي انقلاب د آسمان غېږ کې زموږ د ګران هېواد افغانستان د الوت غبرګې وزرې دي. د دغو ژبو د تاريخي مخینې په اړه لسګونه کتابونه او منل شوي اسناد شتون لري. ناشناس د تاریخي څېړنو او ژبپوهنې د تاریخ په برخه کې یوه ناپېژندل شوې څېره ده. ژب پوهنه او تاریخ پوهنه د کوم کنسرټ مستې یا خوبولې زمزمې نه دي، بلکې کلونه، کلونه زیار، تاريخې څېړنې او لاسوندونه غواړي.


نن له ملي دایرې نړیوالې دایرې ته د یوې ژبې راوتلو او په نړیواله ژبه د یوې ژبې بدلېدلو لپاره معیار د ژبې لرغونتوب نه دی، بلکې معیار دا دی چې دغه ژبه څومره ویونکي لري، تر کوم بریده د ټکنالوژۍ، نړیوالو اړیکو، سیاست، اقتصاد، انټرنیټ او ساینس ژبه ده او څومره معتبرې علمي څېړنې د انټرنیټ پر مخ په دغه ژبه کې موندل کېدای شي؟، څومره علمي آثار پرې لیکل شوي، په څومره پوهنتونونو کې تدریسېږی او د دغې ژبې ویونکي د بشر کوم درد دوا کولی شي؟ که د شپږګونو نړیوالو ژبو په اړه څېړنه وکړو وبه مومو چې د هرې یوې د نړیوال کېدو معیارونه له پورته یادو شویو معیارونو پرته بل څه نه دي.


کله چې انګليسي ژبه زده کوو، موخه مو دا نه وي چې ګواکي انګلیسي لرغونې ژبه ده او په دې ژبه داسې وګړو خبرې کولې چې لمر یې د واکمنۍ او مستعمرو په قلمرو کې نه ډوبېده؛ بلکې موخه مو دا ده چې د انګلیسي په زده کړې سره د ننني عصر د بدلون او نړیوالتوب (globalization) پر غورځنګ ورګډېږو، موخه مو دا ده چې نن نړۍ کلی دی او د دغې کلي ډېر وګړي په انګلیسي ژبه خبرې کوي، نو که موږ غواړو چې د نړۍ د لوی کلي په منځ کې انساني او ټکنالوژيکي راکړه ورکړه او ناسته پاسته ولرو نو بویه چې د نړۍ د کليوالو په ژبه، کلتور، ذهن او فکر وپوهېږو او د دغه پوهې کلۍ انګلیسي ژبه ده. 


لمر په دوو ګوتو نه پټېږي. ټولنیزو علومو کې پر ښکارندو بحث نه ختمېدونکی دی او د انسانانو په شمېر مفکورې شته. د ښاغلي ناشناس په څېر سلګونه کسان به د هر دلیل له مخې زموږ د ژبې، کلتور او دودونو په اړه سمې یا ناسمې څرګندونې کوي خو پر موږ ده چې دا ډول ټکو ته له ډېرې لوړې زاویې وګورو. راځئ د تل په څېر د منطق او څېړنې لمنه ټينګه ونیسو، راځئ پښتو غني کړو، راځئ پښتو د ساینس او ټکنالوژۍ ژبه وګرځوو، راځئ پښتو کې داسې آثار وپنځوو چې انسایکلوپيډيا/ دایرة المعارف له پښتو متونو پرته بې رنګه وبرېښي. راځئ د پښتنو بنسټيزو ستونزو لکه نالوستۍ محوه کولو، د جګړې ختمولو، لوږې له منځه وړلو او له نوې نړۍ سره د اتصال پر لارو چارو غور وکړو. راځئ د خپلو خویندو او وروڼو په باسواده کولو سره د پښتنو په کورونو کې څېړونکي، ډاکتران او ارواپال انسانان وروزو. راځئ نور پرېږدو چې زموږ په اړه هر څه وايي ودې وايي خو موږ، موږ یو. موږ د نورو په څرګندونو او مدافعې نه بدلېږو. موږ، زموږ خپلې هڅې بدلولای شي. راځئ د اسیا د یو ستر او بریمن نسل ژبه (پښتو) د نړۍ د غوړېدونکو او پرمختللو پوهنتونونو د نصاب ژبه ګرځوو. راځئ تضمین کړو چې په پښتو ژبه کې کېدونکې علمي څېړنې به د یوویشتمې پېړۍ د نسل ژوند او تګلوری بدلوي. پر دې ژبه ګړېدونکي میلیونونه وګړي به نړۍ ته تر هغو لاښکلي او ستر ویاړونه بښي چې په تېر کې یې بښلي دي.
د همداسې ورځې په هیله

مأخذونه:
1. شینواری، سرمحقق دوست، پښتانه څوک دي؟، ۱۳۷۷ ل.ل، پېښور، دانش کتاب پلورنځی.
2. دل. طالبي اوف. حیات افغاني، پښتو ترجمه، د قومونو او قبایلو وزارت چاپ.
3. هروي، خواجه نعمت الله، مخزن افغانی، ۱۹۶۰ ز، ډاکه چاپ
4. اولف کیرو، پښتانه (پټانز)
5. سیستاني، داکتر اعظم، هدف از رونمائی کتاب ناشناس، تجلیل از ناشناس است یا تذلیل او؟، ۱۳۹۸ل.ل، تاند وېپاڼه: (http://www.taand.com/archives/125521?unapproved=101074&moderation-hash=a788b27ce1e17cfbe285149b178f996e#comment-101074)
6. بي.بي.سي، له ښاغلي ناشناس سره د نوموړي تر څرګندونو وروسته مرکه، ۱۳۹۸ ل.ل د وري ۱۴ مه
د دغې مرکې انټرنيټي لینک دی:
https://www.youtube.com/watch?v=i5wTu58Xle8&fbclid=IwAR0DJOb0AhNuQUB0XzotF6svh27tFz6aRCu8pfVZ9ezZ1rSI7RmTT2FfU4s

861 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
581

1 comment

  1. حضرت سهاک Reply

    شمس الحق حیران صیب ډېره خوندوره لیکنه ده خو ماته تر ټولو زیات ستاسو د لیکنې وروستي پاراګراف دا لاندې جملو ډېره انګیزه او ټکان راکړ چې غواړم یوځل یې بیا تکرار او لوستونکو سره شریک کړم:
    لمر په دوو ګوتو نه پټېږي. ټولنیزو علومو کې پر ښکارندو بحث نه ختمېدونکی دی او د انسانانو په شمېر مفکورې شته. د ښاغلي ناشناس په څېر سلګونه کسان به د هر دلیل له مخې زموږ د ژبې، کلتور او دودونو په اړه سمې یا ناسمې څرګندونې کوي خو پر موږ ده چې دا ډول ټکو ته له ډېرې لوړې زاویې وګورو. راځئ د تل په څېر د منطق او څېړنې لمنه ټينګه ونیسو، راځئ پښتو غني کړو، راځئ پښتو د ساینس او ټکنالوژۍ ژبه وګرځوو، راځئ پښتو کې داسې آثار وپنځوو چې انسایکلوپيډيا/ دایرة المعارف له پښتو متونو پرته بې رنګه وبرېښي. راځئ د پښتنو بنسټيزو ستونزو لکه نالوستۍ محوه کولو، د جګړې ختمولو، لوږې له منځه وړلو او له نوې نړۍ سره د اتصال پر لارو چارو غور وکړو. راځئ د خپلو خویندو او وروڼو په باسواده کولو سره د پښتنو په کورونو کې څېړونکي، ډاکتران او ارواپال انسانان وروزو. راځئ نور پرېږدو چې زموږ په اړه هر څه وايي ودې وايي خو موږ، موږ یو. موږ د نورو په څرګندونو او مدافعې نه بدلېږو. موږ، زموږ خپلې هڅې بدلولای شي. راځئ د اسیا د یو ستر او بریمن نسل ژبه (پښتو) د نړۍ د غوړېدونکو او پرمختللو پوهنتونونو د نصاب ژبه ګرځوو. راځئ تضمین کړو چې په پښتو ژبه کې کېدونکې علمي څېړنې به د یوویشتمې پېړۍ د نسل ژوند او تګلوری بدلوي. پر دې ژبه ګړېدونکي میلیونونه وګړي به نړۍ ته تر هغو لاښکلي او ستر ویاړونه بښي چې په تېر کې یې بښلي دي.
    د همداسې ورځې په هیله

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸