Categories

اعلان

Loading…

د پوهنتون د پیلېدو اندېښنې | نازو کمال

د موبایل سکرین مې روښانه شو، د ټولګېوالې پیغام و، لیکلي یې وو: ژمی په خلاصېدو دی، استاد ته به څه وایم چې د ژمي  په رخصتیو کې مې څه وکړل؟ هر کال چې له ژمي وروسته پوهنتون پیلېده، ځینو استادانو به د ژمي رخصتیو او فعالیتونو په اړه پوښتنې کولې چې په ژمي کې په کومو کارونو بوخت وئ، مطالعه مو کړې، لیکنې مو کړي او که نه؟

دا چې موږ د ژمي رخصتۍ عبث تېرولې، د هر یوه به د استادانو دغو پوښتنو ته اندېښنه وه. ځکه هېچا نه غوښتل چې د ټولګي او استاد پر وړاندې کم راشي. د اندښنې لامل څرګند و، خو دا چې موږ ولې له ژمني فرصتونو ګټه نه پورته کوله، مطالعه مو نه کوله، یا ولې مو د لیکلو تمرین نه کاوه؟ ښايي ځینې دلایل ولري.

موږ د ادبیاتو د پوهنځي محصلین وو، مطالعه او لیکل تر هر څه راته اړین وو. هر استاد به په ټولګي دا خبره کوله چې له ادبیاتو فارغ شې او لیکل ونه شې کړای، بېسواده یې، دا خبره په وار وار راته تکرارېده خو داسې ګتوره لاره نه راښودل کېده چې مطالعې ته مخه کړو او لیکنې وکړو.

زما په یاد دي، د پوهنتون ځینو استادانو د نمرو یا ازموینو لپاره ځینې کتابونه جبري په موږ مطالعه کول، د دوی نیت نېک و، چې محصلین به یو څه زده کړي یا به مطالعې سره اشنا او عادت شي، خو په جبري ډول کتاب لوستنه نه یوازې دا چې څه ترې زده کېږي نه بلکې محصلین هم زړه توري کوي، د خپلې تجربې له مخې هغه کتابونه (له درسي کتابو او چپټرو پرته) چې جبري په موږ لوستل کېدل نه یوازې دا چې څه مې ترې زده نه کړل، اوس هم چې هغه کتابونه په خپله المارۍ کې وینم خوا مې ترې بدېږي.

مطالعه په جبري ډول نه عامېږي، زما په اند په نورو لارو چارو دې په  محصلینو او زده کوونکو کې د مطالعې ذوق وروزل شي. ډېرې داسې طریقې شته چې یو څوک کتاب لوستو ته پرې هڅول کېدای شي؛ ځکه  هغه کتابونه چې په خپله خوښه یې لولو، تر ډېره مو ذهن کې پاتې کېږي او خوند ترې اخلو نسبت هغو ته چې جبري یې مطالعه کوو. یو لامل موږ مطالعې ته زړه نه ښه کاوه همدا و، چې جبري لوستو زړه توري کړي وو. او چې مطالعه ونه شي، له لیکلو سره به څنګه اشنا شو او څرنګه به لیکل وکړو؟

ځکه مطالعه او لیکل سره لازم و ملزوم دي. له جبري لوستو به چې خلاص شوو، ژمی به شو، ځانونه به مو راحت احساسول او خوند به یې نه کاوه چې یو ځل بیا د کتاب مخ خلاص کړو. بل دلیل ښايي دا و چې د مطالعې او لیکلو ارزښت نه رانه بیانېده او نه داسې روزل کېدو چې لوستلو او لیکلو ته وهڅول شو؛ موږ ته هدف او لومړیتوب څرګند وو خو هغو ته د رسېدو په لارو چارو نه پوهېدو. دا راته جوته وه چې مطالعه او لیکل ډېر مهم دي خو نه پوهېدو چې څرنګه پیل شي. خو که په محصلینو کې د مطالعې او لیکوالۍ استعداد او شوق روزلو لپاره له نویو او ګټورو لارو چارو کار واخیستل شي نو له ډېرو محصلینو سره به دا اندېښنه نه وي چې مطالعه نه شي کولای او د لیکلو وړتیا نه لري.

1,036 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
582

1 comment

  1. حضرت سهاک Reply

    له قدرمن استاد پوهاند محمداسمعیل یون صیب نه ډېره مننه . ښه مفصله ، په دلایلو ولاړه لیکنه ده .
    کله کله داسې هم کیږی چې د یو چا انتقاد او نیوکه د یوې موضوع په ارتباط د دې سبب کیږي چې مونږ د همدې موضع اهمیت ته متوجه کوي.
    د ښاغلي ناشناس انتقاد پر پټه خزانه د دې سبب شوه ، چې میلیونونه پښتانه دغه مهم او تاریخي اثر ته پام راواړوي او دا ځل یې د سر او زړه په سترګو ولولي ، خوند او لذت ترې واخلي . د خپل نیکونو په کارنامو او زحمتونو وویاړي. هر پښتون به د خپلو دیني مقدسو کتابونو ترڅنګ د پټې خزانې یو جلد کتاب هم په کور کې وساتي.
    تاریخي پېښې ، د پردیو اشغال او زمونږ د هېواد غرنی موقعیت هم د دې سبب کیږي چې مونږ یو زیات شمېر کتابونه او لیکلي اثار له لاسه ورکړو.
    د مثال په توګه : کله چې مجاهدین د کابل ښار ته داخل شول ، خلکو له ډاره ټول هغه کتابونه چې د مجاهدینو په مذمت او غندلو لپاره او یا د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند د پالیسي په روحیه لیکل شوي وو وسوځول چې په راتلونکې کې په کوم مشکل سره مخامخ نه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸