Categories

اعلان

Loading…

ډيورنډ، “ډيورند لاين” او امير عبدالرحمن خان

د ارواښادغلام محمد زرملوال لیکنه

د برتانيا د کسات لښکرې

د امير عبدالرحمن خان له ژوند ليک،تاج التواريخ، څخه دا خبره په غوڅه توګه جوته ده چې نانځکه-لوبوونکي او نانځکه دواړه د يوه بل پر عزايمو شکمن وو. له همدې کبله ده چې، د وخت له تيريدو سره، د برتانوي کلونياليزم واکدارانو له خوا د امير تعريف او پيژندتيا په بدليدو وه. د برتانوي هند د بهرنيو چارو وزير، مورټايمر ډيورند، په يوه وينا کې امير عبدالرحمن “سرټمبه او د ناباور وړ متحد” بلي.

د ١٩ پيړۍ په وروستۍ لسيزه کې د برتانيا پرخلاف د افغانستان په هر ګوټ کې د افغان ملت د پاڅون په اړه د يوه رپوټ په ترڅ کې، يو برتانوى افسر، ليفټيننټ ټي.  پي ډوډل، ليکي چې “د افغانستان امير، له موږ سره د انډيوالۍ له اظهار او ډيورند لاين سره-سره، په دې ناراميو کې لاس لري. درۍ مياشتې پخوا په ١٨٩٧ کال کې امير دافغانستان هرې برخې ته خپل کسان استولي وو چې اولس د جهاد لپاره چمتوکاندي… نوموړي بيا اتيا زره توپک يې (چې په کابل کې د انګريزي ماهرانو تر لارښوونې لاندې جوړيدل) په دوه-عشاريه شپږ بيه [مالومه نه ده چې په “دوه روپۍ او شپږ آنې او يا په دوه شلينګه او شپږپنسه – ځکه چې په انګريزي متن کې 2/6 each- ويل شوي] په سرحد کې پر خلکو پلورلي دي. د دې کار په کولو نوموړى له دې کبله توانېدلى چې له موږ سره د هغه د انډيوالۍ د تضمين لپاره د سبسايډي په توګه ډېرې پيسې ورکوو.” [ويکتوريا سکوفيلډ – ١٠٧ مخ]

په هرحال، په هغه وخت کې يې “اوسپنيز امير” ته اړتيا لرله او له همدې کبله يې په خپل څنګ کې ساتۀ.  مگر کله چې “برتانوي راج” د افغانانو پرضد “فارورد پاليسي” بيا پيل کړه، نو له عبدالرحمن خان سره د “انډيوالۍ” نقاب يې څيرې شو. زړې پاليسۍ ته د پرنګي د بيا ګرځيدو نښې هغه وخت څرګندې شوې کله چې کلونيلستي حاکمانو د خپلو پوځونو د خوځولو او اډه کولو په موخه په ختيځ او سهيلي افغان-خاوره کې د سړکونو او ريلګاډو په جوړولو لاس پورې کړ. د دې غزونو په منځ کې يو هم په بولان کنډو او په کوژک غره کې د تونلونو پريکول وو.  دا له کوټې تر چمن پورې په پنځوس ميله واټن کې بنا شوي وو. پدې هکله د خپلې غوسې او ناتوانۍ د ښودلو په ترڅ کې، امير عبدالرحمن خان په خپل ژوند ليک کې وايي چې: “د کوټې-چمن د ريلګاډي پټلي د يوې چړې په شان ده چې زما ځيګر څيري.”

د امير او پرنګي واکمنو تر منځ د تاوتريخوالي بل لامل دا و چې عبدالرحمن خان د ملي مسايلو په هکله د ګرد افغانستان له قومي اوقبايلي مشرانو سره سلا کولو ته دوام ورکاوه. امير دا خپل حق بالۀ چې له هغوافغانانوسره، چې سيمې يې د ګندُمک د توافق پر اساس برتانيا ته په کرايه ورکړ شوې وې، په تماس کې وي. پدې برخه کې په “لييز” ورکړ شويو ځمکو کوم محدوديت نه و لګيدلى اونه امير عبدالرحمن په کښې کوم منطق ليد.

د ګندُمک پوهاوي ليک په نهمه ماده کې ويل کېږي:

٩ ماده:  د دواړو دولتونو ترمنځ د دوستۍ د اتحاد د نوي کېدلو په پام کې نيولو سره، چې [د دې پوهاوي ليک] د مخکنيو مادو په  ترڅ کې تائيد او خوندي شوى دى، د برتانيا  حکومت د افغانستان او ملحقاتو جلالتمآب امير ته د کندهار او جلال اباد ښارګوتي ـ له کُرمې، پشين او سيپۍ پرته ـ د ګردو هغو سيمو په ګډون چې دا اوس د برتانيا د پوځ په لاس کې دي بېرته ور سپاري.د افغانستان او ملحقاتو جلالتمآب امير، له خپله لوري، موافقه کوي چې د کُرمې، پشين او سيپۍ سيمې به، [له دې لاسوند] د مله [ضميمه] پلان له حدودو سره سم،  د برتانيا د حکومت تر حمايې او ادارې لاندې پاتې شي.  د دې مانا دا ده چې نوموړې سيمې به د ګومارل [کرايه – Lease] شويو سيمو په توګه پېژندل کېږي او په داسې توګه به ورته نه کتل کېږي چې ګوندې هغه د افغانستان د سلطنت له پولو څخه د تل لپاره جلا شوې وي.  د دغو سيمو عايدات به، د اداري لګښتونو له اخستلو وروسته، جلالتمآب امير ته ورکول کېږي.  د برتانيا حکومت به د خيبر او مېچنۍ کنډوونو کنترول، چې د پېښور او جلال اباد د ضلعو [سيمو] ترمنځ پراته دي ـ  او له هغو ازادو قبايلو سره د اړيکو پر ګډون چې له دې کنډوونو سره سيده تعلق لري ـ هم تر خپل کنترول لاندې وساتي.

نو پدې توګه که څه هم چې امير د خپل قدرت په مقابل کې د ګڼ-شمير بغاوتونو په ځپلو لګيا و، د کلونياليزم پرخلاف يې مقاومت هڅاوه او ملاتړيې کاوه. له همدې کبله و چې مورټايمر ډيورند، “ډيورند لاين” (چې نه په ډيفکټو اونه ډيجور بڼه وجود لري يواځې يوه خيالي کرښه ده) پر امير تحميل کړ ترڅو يې په هغو سيموکې د “نفوذ ساحه”، چې پرنګي ته – د “نظم او قانون”  د ساتلو په موخه، په کرايه [ليز] ورکړل شوې وې، محدوده کاندي.

دا پوهاوى ليک د “سل کلونو” لپاره د اتبار وړ و چې د هغې نيټې له بشپړيدو وروسته بشپړه افغان-خاوره بايد افغانانوته ورسپارل شوې واى.

  يواځې له افغانستان سره داسې پوهاوى ليک نه و شوى، بلکې دا د هغې زمانې د پرنګي دوديزه کړنلاره وه. له تزاري روسيې سره د ١٩٠٧ کال په کنوانسيون پسې، ايران هم د برتانيا او روسانو تر منځ د “نفوذ ساحو” په ترڅ کې ويشل شوى و. پدې هکله يې ترمنځ يو پوهاوى ليک لاسليک شوى و چې پر بنسټ يې هغو “دوو زبرځواکونو”  ايران د نفوذ پر دوو سيمو وويشه: سهيل يې د برتانيا د نفوذ سيمه؛ شمال يې د روسيې د نفوذ ساحه؛ او تر منځ يې يوه بېطرفه سيمه پرېيښې وه چې په هکله يې “دواړو خواو ژمنه وکړه چې هلته به د ځانګړو ګټو غوښتنه نه کوي.” د روسانود نفوذ ساحه تر برتانوي نفوذ-سيمې څخه ستره وه، چې پکې تهران هم شامل و. خو په سهيل کې د برتانيا د نفوذ په ساحه کې تيل موجود وو، چې په هغه دم د اخراجولو په درشل کې وو.!!

په ١٨٩٧ کې د چين خاوره، هانکانګ، برتانيا په کرايه واخسته. پدې اړه پوهاوى ليک د “سل کاله” مودې لپاره د اتبار وړ و. له هغه وروسته بايد هانکانګ چين ته ورسپارل شوى واى.

له نړيوالې دويمې جګړې وروسته برتانيا او روسيې، چې ايران يې مخامخ اشغال کړى و، په ايران کې له خپلو د “نفوذ سيمو” څخه ووتل اوايران بشپړ خوندي ايران ته وسپارل  شو.

له سل کلنې مودې بشپړېدو وروسته، هانکانګ هم په ١٩٩٧ کې چين ته وسپارل شو.

له افغانستان سره څه وشول:

لاسوندونه د دې واقعيت ښکارندوى دي چې “په هغه وخت [١٨٩٣] کې پر دې موافقه شوې وه – چې د هانګانګ پر مودل – له سل کاله وروسته به هغه سيمه چې د برتانوي هند شمالي صوبه سرحد په نوم ياده شوه – بيرته افغانستان ته وروسپارل شي. په کابل کې هيڅ يوه حکومت هم ډيورند لاين او په دې سيمه د برتانيا او يا وروسته بيا پاکستان ولکه منلې نه وه.”

افغان ملت د پرنګي انتقام دردوونکې څپېړې سره مخامخ شو.

خپل مورني هيواد ته د بيرته ورسپارلو پر ځاى، افغان ملت او خاوره يې د برتانيا “په دفاعى او تعرضي پوځې اډه واړول شوه”  چې په منځني ختيځ کې د برتانوي امپرياليزم د “ځواک څاګانې” [تيل] وساتي. امپريالستي برتانيا افغان ملت ته، چې پرخلاف يې مقاومت کړى و او په سيمه کې يې د پرنګي اوږد مهاله اجندا ناکامه کړې وه، ژووره کينه په زړه کې ساتله. کلک تصميم يې لاره چې د افغانانو پر لاس د لومړي، دويم او درېيم جنګ په بهير کې يې د خپلې ماتې بدل واخلي. په ١٩٤٧ کې له سيمې څخه تر ظاهري وتلو وروسته د دې کسات اخستلو لپاره تنده ماتول يې د لارد وېول/جناح/لارډ مونټباټن پاکستان پر اوږو کيښودل. او پاکستان دا دنده په خورا ښه توګه سر ته رسوله. د پرنګي دايې پر لاس له زېږيدو راهيسې، “اسلامي پاکستان” د اسلام له نوم څخه – د اسلام د کاواکولو – اوافغان ملت د تجزيه ساتلو او نابودولو لپاره په رياکارانه او منافقانه توګه ګټه پورته کړې ده.

دا پروسه لا اوس هم دوام لري.

مارک کرټيس د “مرموزې چارې” تر سرليک لاندې کتاب [په ٢٠١٠ کال د سرپينټ ټېل خپرونه، لندن] په ٣١٣ مخ کې ليکي چې: “په منځني ختيځ کې د برتانيا اوسنۍ کړنلاره هم د هغې اقتضا پر بنسټ ولاړه ده لکه کومه چې د تېرې پيړۍ په بهير کې وه. له طالبانو او په اسلام اباد کې دهغوى له ملاتړو سره معامله؛ د اخوان المسلمين او “پروفيسرانو” څخه مزورانه ګټه پورته کول هغه پاليسۍ دي چې د برتانوي پلانوونکو د پخوانيو نسلونو لپاره به د پېژندنې وړ وي … د برتانيا حکومت، په واقعيت کې اوس بيا له اسلامي اکټرانو سره لاس-لستوڼى، غواړي په افغانستان کې  کوم څه چې د ژغورلو وړوي، وژغوري او هلته د خپلې بهرنۍ پاليسۍ موخې تر لاسه کاندي. دا له يوې خوا، د يوې ډلې طالبانو سره معامله وکړي ترڅو په هغه هيواد [افغانستان] کې ترې د “بيل يې کړه، ايل يې کړه” ستراتيژي مخ پر وړاندې بوځي، او له بلې خوا له پاکستان سره په تباني کې واقعاً د هغه ملاتړ د بيا نوي کولو ملاتړ وکړي چې په ١٩٩٠ کلونو کې يې طالبانوته رساوه. طالبان تر ډيره حده د دې لپاره زيږول شوي وو ترڅو اسلام اباد پر افغانستان حکومت وکاندي.”

د برتانيا له خوا د همدې “مردارې لوبې” د لوبولو له کبله ده چې په افغانستان کې جګړې شدت موندلى دى. د دې لپاره چې پر سيمه خپله ښکيلاکي ولکه خوندي وساتي، برتانيا په عمدي توګه دا وضع پُنځولې ده. “په سهيلي ولايت، هلمند،کې جګړې – هغه ځاى ته د ٢٠٠٦ کال په ميې مياشت کې د برتانوي ځواکونو له استولو څخه وروسته – په تدريجي توګه شدت موندلى دى.” د دې دوه مخۍ يوه بيلګه اټکل دوه کاله د مخه له هلمند څخه د دوه تنو هغوبرتانوي څارګر “د يپلوماتانو”  شړل دي چې پخپل سر له طالبانوسره “په سوله کولو” بوخت وو. پدې توګه “د برتانيا حکومت په بشپړه مانا توقع لرله چې په لويه کچه به جګړه وپاروي. د افغانستان جمهور رئيس، حامد کرزى، د ٢٠٠٨ کال په جنورۍ کې يوې مطبوعاتي مرکې ته د وينا په موکه پر برتانيا نيوکه وکړه چې “کله هغوى [برتانويان] راغلل، طالبان هم راغلل.” نوموړي په ساده توګه هغه خبره لوڅوله چې برتانوي مامورين پرې مخکې د مخه خبر وو. له دې سره-سره برتانويانو د کرزي د تبصرې په اړه شديده غصه څرګنده کړه.” دا يو بربنډ راز دى چې برتانيا له پاکستان سره په انډيوالۍ کې غواړي په افغانستان کې جګړه دوام ومومي چې قربانيان يي افغان ملت دى. په يوه استخباراتي رپوټ کې، بارنيټ روبين، دا واقعيت “تائيد کړى او  په يوه برخه کې يې ليکي چې: دا خبره چې ګوندې د جګړې د دوام لامل د پاکستان ملاتړ نا، بلکې بيوزلي او ناپرمختيا ده، د کره کتنې پر وړاندې اتبار نه لري.”

***

    د افغانستان په اړه ليکنې اوکتابونه، اوسني او پخواني، چې زيات شمير يې د برتانوي واکدارانو په لاس او يا تر لارښوونې لاندې ليکل شوي دي، له دوه مخيو او غولونوڅخه ډک دي. داسې وګړي يواځې د اُلف کيرو پر څير ليکوالانو ته محدود نه دي،  چې د “پټان” تر نوم لاندې کتاب يې د پرنګي غولونې يو سمبول – د “بيل يې کړه، ايل يې کړه” يوه تيره وسيله او پنجابي پوځي-بيروکراسۍ ترې د “بايبل” کار اخلي. بلکې د نن ورځې برتانوي ليکوالان هم د دې چوکاټ بنده ګان دي. په ظاهري توګه دا کتابونه د حقايقو لوڅوونکي ښکاري، خو په واقعيت کې له استثنا پرته ګردو تکل کړى چې د امپرياليزم ستراتيژۍ منځنۍ موخې او له هغې نه راشاته پاتې عواقبو په هکله يې خورا کيلييز او غوره واقعيتونه پټ وساتي.

د پخواني کارګر ګوند د حکومت د بهرنيو چارو وزير، ډيويډ ميلابانډ، د ٢٠١٠ کال د اپريل پر لومړۍ نيټه يوه مقاله وليکله. عنوان يې:”په افغانستان کې جګړه څنګه پاى ته رسولى شو؟” د ميلابانډ مقاله، که څه هم لنډه، خو د پرنګي تفکر او دريځ (تکبُر، بيرحمي، توکميز تعصب، خپل ځان په حقه بلل) ښکارندويه ده. له همدې کبله دا به پر ځاى اوموکه وي چې د نوموړي مقاله – د يوې کانديدې بېلګې په توګه – تر شننې [تحليل] لاندې ونيول شي.

ښاغلى ميلابانډ خپله مقاله پدې پيل کوي چې “نه برتانيا اونه هم امريکا په افغانستان کې جګړه پيل کړې ده. په ١٩٩٠ کلونو کې د هغه هيواد د طالبانو حکومت القاعده ته خوندي ځاى او ملاتړ ورکړل. افغانستان د سپتامبر د١١ بريد لپاره زانګو وګرځېد.”

د ميلابانډ ادعا له حقايقو سره سر نه خوري. نوموړي تکل کړى چې واقعيتونه پټ کاندي. واقعيت دا دى چې:

(١)- په افغانستان کې هاغه دم د طالبانو حکومت نه، بلکې د پاکستان له خوا د کينول شوي او برتانيا له خوا کانديد شوي “لويديځ-پلوه” پروفيسور ربانى د کابل پر تخت ډډه وهلې وه. طالبانو د ١٩٩٦ کال د سپتامبر پر ٢٦ نيټه _ يانې افغانستان ته د رباني په بلنه د بن لادن له راتګ پينځه مياشتې وروسته – کابل ونيو.

(٢)- روهان ګواناراتنا “په القاعده کې د ننه” کتاب په ٢١ مخکې ليکي: “پداسې حال کې چې د آى اس آى له خوا ورپيژندل شوى او د سعودي ټولواکې کورنۍ له خوا تمويل، بن لادن د سي آى اې او اِم آى-٦ خورا لوړ- بيه چوپړي و. “د اُسامه بن لادن مذهبي مفکوره هغه وخت ډيره پياوړې شوه کله چې د افغان- پاکستان په سرحدي سيمو کې اوسيدۀ. [په اسلام اباد] کې يې – د عمر عبدالرحمن په شمول چې پاکستان ته په ١٩٨٥ کال کې تللى و – له ګڼ شمير مذهبي واکدارانو سره نږدې اړېکي لرل. که څه هم اُسامه [په افغان جهاد کې] پوځي نه، بلکې مرستندوى رول لوباوه، خو د کمپاين په وروستيو پړاوونوکې يې په جګړه کې هم ونډه درلودله. يوه ځانګړې بيلګه يې پر جلال اباد د ١٩٨٦ کال بريد دى.”

نو پدې توګه برتانوي رياکاران، چې په تبجنه توګه يې دليل وړاندې کاوه چې ګواکې پر افغانستان يې د ٢٠٠١ کال د اکتوبر پر اوومه لدې کبله بريد کړى و چې د القاعده زانګووه، له واقعيت سره سر نه خوړ. پر شواهدو ولاړ واقعيت دا و چې برتانيا د خپلې تاريخي پاليسي، “بېل يې کړه، ايل يې کړه”، د عملي کولو لپاره له مذهب د خورا تېرې او اغيزمنې چړې په توګه ګټه پورته کوله.  واقعيت دا و چې د القاعده د نظريې لپاره “زانګو” تر دوه پيړيو څخه له زياتې مودې د مخه د برتانوي راج په فابريکو کې جوړه شوې وه. او د يوويشتمې پېړۍ د القاعده دزيږولو زانګو، د برتانيا د “پوځي اډې” – يانې د “وېول-جناح پاکستان” – پلازمينه، پنجاب و.

“رسمي دريځونه او دلايل داسې څرګندوي چې ګنې په ١٩٤٧ کال کې د هند ويش يواځنۍ لار وه ترڅو د ناپخلاکيدونکو مذهبي اختلافاتو مخنيوى وکړل شي. خو د لارد مونټباټن د مرستيال، سريلا، په لاس راټول شوي لاسوندونه دا جوتوي چې دا کار په منځني ختييځ کې د برتانوي امپرياليزم د ګټو خوندي ساتلو، يانې په هغه سيمه کې د تيلو چينې –  او د هند سمندري سيمو ته يې د لارې درلودلو لپاره، هند ووېشل شو. د سريلا له خوا دا نوى لوڅ کړ شوى تاريخ، چې پرې پخوا سترګې پټې شوې وې، پر هغو پټو اسنادو ولاړ دى چې مونټباټن ليکلي او د هغه په کتابتون کې پراته دي. دا لاسوندونه د ګاندهي، جناح، مونټباټن، چرچل، اتلي، وېول،نهرو اونورو په رول نوې رڼا اچولې ده. د برتانيا د کلونيل تاريخ د کيلييزو شيبو دا راديکل بيا-ارزونه پخپله د خورا اهميت وړ، اوپر هغه سربېره د دې لپاره قانع کوونکې دلايل وړاندې کوي چې د اسلامي تروريزم ريښې به،  چې دا نن د نړۍ په اوږدو کې خپور دى، د  هند په وېش کې پرتې وي.”

د برتانيا امپريل ستراتيژي تل پرځاى او په کې کوم بدلون  نه دى راغلى: هغه دا چې پر نورو بېوزلو کاواکه اوبيواکه کړو هيوادونو يرغل کوي، ژوند يې تباه کړي، د ژوند او ژوندي پاتې کېدو له ټولووسايلو يې بې برخې او بيا پړه هم پر هغو اچوي چې د دوى د وحشت قربانيان دي. د هغو لسګونو مليونه بيګناه انسانانو پر وژنو، معيوبولو او بېکور- اوره کولو په اړه، چې د خپلې پوځي اډې، پاکستان، د زيږولو په موخه د هند د څيرولو په پايله کې رامنځ ته شوې، د امپرياليزم واکدارانو په خورا بېرحمۍ پړه پر هندي ولس واچوله. وينستن چرچل، چې ددې سترووينوبهيولو د غوره لوبغاړو په ډله کې و، ليکي چې: ” اوس خو لا د دې وحشت پيل دى … داسې وحشت چې د يوه بل پر خلاف د سړي خوړونکيو په څېر عملي شوى اوقربانيان يې ماشومان، نارينه او ښځې دي. دا کار د داسې  توکمونو پر لاس سرته ورسيد چې د نسلونو په بهير کې يې د برتانوي امپريل تاج او پارلمان تر زغم او ادارې لاندې د يوه بل تر څنګ ژوند کړى و. تباهۍ ته د هند ورلاهو کيدل …  هغه ستره تراژيدي وه چې تر دې دمه ايشيا نه وه ليدلې.”

***

د امپيرياليزم پر تاريخ د تبصرې په ترڅ کې،ډيويډ ميلاباند په خپله مقاله کې ليکي چې: “برتانيا په افغانستان کې د ١٨٣٩ او ١٩١٩ کلونو تر منځ درۍ جګړې کړې. هره جګړه يې په برتانوي هند کې د خپل ځواک د اډې ساتلو او اقتصادۍ ګټو د خونديتوب لپاره کړې وه.” څومره متکبرانه دريځ! نوموړى نه يواځې دا چې د سلګونه زره افغانانو د وينوتويول اوهيواد ويجاړول يې موجه بلي، بلکې پر دې هم سترګې پټوي چې د هرې هغې جګړې او انګريزانو د ماتې په پايله کې يې افغانستان ته د کسات لښکرې استولې. په ١٨٣٩ کال لومړۍ جګړه او د پرنګي ماتې، په ١٨٤٢ کال کې افغانان د برتانيا د انتقامي لښکرو ښکار شول چې په بهير کې يې کابل په اور کې وسوځېد. په دويمه جګړه، ١٨٧٩ کال په ميوند کې د پرنګي ماته، په ١٨٨٠ کال کې د برتانيا د کسات په لښکرو منتجه شوه. پدېې موکه جنرال رابرتس ته لارښوونه شوې وه چې “ستا موخه بايد د ترهې اودهشت پلي کول وي، او هغه بايد بيله ځنډه او په ژوره توګه پلي کړې.” جنرال رابرتس هم دا کار په خورا بشپړه توګه سر ته ورساوه. په ١٩١٩ کال د افغان- پرنګي دريمه جګړه او د پرنګي ماتې په بدل کې د افغانستان پاچا، امان الله، په ١٩٢٩ کال کې تاج اوتخت  له لاسه ورکړ. د برتانيا-امريکا پر لاس پر افغانانو د ١٩٧٩ – ١٩٨٩روس-افغان جګړه، په ١٩٩٣ کې پر افغانانو د پنجشير “مافيا” د اپارتايد رژيم د تپلو په ترڅ کې له افغان ملت څخه انتقام واخستل شو او د جنرال رابرتس پر پله د  پښو ايښودلو پر لار د آى اس آى هغه شعار چې “کابل بايد وسوځي” عملي کړل شو. او د ٢٠٠١ کال د يرغل (د افغان-پرنګي پنځمه جګړه) په پايله کې يو ځل بيا د افغان ملت برخليک هغو برتانوي روزلو لاسپوڅو – د پنجشير مافيا هماغه سړي وژونکواو جانيانو ته وروسپارل شو.  او د دې ليکنې پر مهال د برتانيا د کسات لښکرې – د “خپل ځواک اډې”، د وېول/مونټباټن/جناح پاکستان – د خوندي ساتلو لپاره د افغانانو په قتل او ډلوژنو بوختې دي.

                        ***

د شوروي امپراتورۍ له نړيدو سره، لويديځ په سړه جګړه کې ځان سوبمن وګاڼه. د دې سوبې ادعا د ضيا پر لاس د افغانانو د وژلو، معيوبولو، بېکوره کولو په ژوند او مرګ ورکو افغانانو د قربانيو په نتيجه کې وشوه. د مليونونو افغان لوڼو زامنو اوښکې او وينې وبهېدلې؛ افغان هيواد اود افغانانو اور او نغري په بشپړه توګه تالا او نابود شول. ګرد “فاتحان” لاړل. اسامه بن لادن هم د هغوى په ډله کې و. خو يو څه وروسته، کله چې يې د خپلو غربي او غرب-مشربه لاسپوڅو پر وړاندې نافرماني وکړه، پر بن لادن ځمکه اور وګرځول شوه او له يوه ځايه بل ځاى ته په تېښته مجبور کړل شو. په نتيجه کې نوموړى د امريکا تر فشار لاندې له سودان څخه، چيرې چې د سعودي شهزادګانو له خوا شړل شوى و، وتلو ته وتړل شو. “له خپلې ډلې سره يوځاى، بن لادن د کډه کولولپاره محدود انتخاب درلود: پاکستان يا افغانستان. افغانستان يې خوښ کړ او د ١٩٩٦ کال د ميې په مياشت کې هلته لاړ.” ايا ولې بن لادن د پاکستان پر ځاى، افغانستان غوره وباله؟ دا ځکه چې د پاکستان پوځي-بيروکراسۍ او د هغه برتانوي او امريکايي بادارانو دا مهال پريکړه کړې وه چې هر خطر او هر خطرناک عمل افغانستان ته ولږدوي او پر افغانانو يې و تپي. دا واقعيت د مخدراتو د کر؛ اود کشمير “جهاد” لپاره د روزنې او روزنيزو کمپونو په شمول هم رښتيا و.

روهان ګونارتنا ليکي چې د “کيني-ميني- خدمات” تر پوښ لاندې، د اسامه ځواکمن او اتباري انډيوال، ابو زبيده، په پاکستان کې د القاعده عمليات اداره کول اود هغو په اړه يې ده ته معلومات ورکول. کله چې اسامه – د خپلو دريو ښځو اوګڼ شمير کوچنيانو سره يو ځاى –افغانستان ته ورسېد، نو له زبيده سره يې اړېکي لا نور هم نږدې شول. ابو زبيده دا مهال، له اسلامي نادولتي سازمانونو سره پر اړيکو سربيره، د هغو استخدام شويو وګړيو د لارښوونې دنده هم پر غاړه درلودله چې افغانستان ته استول کيدل. په اسيا کې له اسلامي ترهګرو ډلو او سياسي احزابو سره يې هم اړېکي ساتل.”  (٩٣ مخ)

ډيويد ميلابانډ په خپله مقاله کې په ژوره غوسه د کرزى پر مشرتابه نيوکه کوي. د دې غندنې په ترڅ کې، د برتانيا د بهرنيو چارو د هغه مهال وزير، وايي چې: “د کرزى په مشرۍ، افغان حکومت د خپلو خلکو له خوا، د ځواکمنو جنايتکارانو، جګړه سالارانو او نړيوالې ټولنې له خوا له متضادو غوښتنو سره مخامخ دى.  خو په نوموړي کې د حکومت کولو ظرفيت نشته.” پدې نيوکه کې ښاغلى ميلابانډ پر سمه او رښتيونى دى. خو د کوم مرکزي اصل د لوڅولو په هکله، چې پرې نوموړى خوله پټوي دا دى چې بيا هم همدا برتانيا وه اوده چې همدا “جګړه سالاران” او”فاسد مامورين” – يانې د پنجشير “مافيا” يې روزل، روزي او تر وزر لاندې يې خوندي ساتي. او همدا “مافيا”ده چې کرزى يې تر محاصرې لاندې دى. له پاکستاني پوځي-بيروکراسۍ سره په تباني کې، د برتانيا د حکومت له خوا د منل شوې پاليسۍ پر بنسټ، همدا مافيا ځواکونه دي چې “ځانګړي امنيتي شرکتونه” ور سپارل شوي او پر افغان وژنه بوخت دي. د دې امنيتي شرکتونو يو خورا مهم د “کيني-ميني-خدمات” په نوم يو برتانوي شرکت دى. دا شرکت له هغو اجورتي قاتلانو  څخه جوړ دى چې په ١٩٥٠ کلونوکې د کينيا په خونړيو جګړو کې د برتانيا لپاره جنګيدل. د پخوانيو اِس اې اِس [پرنګي خاصوځواکونو] په مشرۍ، کيني-ميني-خدماتو يوه شمير کوچنيو افغان کوماندو واحدونوته روزنه ورکړې. دا روزنه په سعودي عربستان او عُمان کې د اِم آى-٥ او سي آى اې په اډوکې ورکول کيده. دا اډې بيا  وروسته – په ١٩٨٧ کال – پاکستان ته د الوتنو لپاره د تيل اخستلو او تمځايونو لپاره په کارېدلې…” کله چې له افغاستان څخه په [١٩٨٩ کال] د روسانو وتل يقيني او  په ژنيو کې خبرې مخ پر وړاندې روانې وې، د “کيني-ميني-خدماتوله خوا سي آى اې ته يوسري وړانديز واستول شو چې د پخوانيو اِس اې اِس روزونکو يوه کوچنۍ ډله دې افغانستان ته واستول شي چې په “تخريب، سبوتاژ ، څارګرۍ … کې باغيان وروزي.” د اِس اې اِس يو افسر، چې پدې اجنسۍ کې يې “درويشت کاله کاري تجربه” لرله، دا خبره لوڅوي چې دى پخپله “د پخوانيو اِس اې اِس عسکرو په ډله کې و” چې په سکاتلنډ او د انګلستان په شمال کې يې په ١٩٨٣ کال يو شمير کشر کومندانان د روزنې لپاره غوره کړل.” [مرموزې چارې – ١٤٣ مخ]. د احمدشاه مسعود مشر ورور،چې د برتانوي جاسوسي دستګاه، ام آى-٦ سره يې د مسعود د اړيکوال الچي دنده سرته رسوله، وايي چې “موږ له برتانويانوسره نږدې اړېکي دلودلې. درته ويلى شم چې [د نهه کلونوپه بهير کې] ما څوارلس ځله برتانيا ته د  مرستې غوښتنې لپاره سفر وکړ. هغوى له موږ سره ښه مرسته کوله. خورا خاص وسايل يې راکول. موږ ته يې – د پاکستان له لارې نه بيله – خاصه پوځي روزنه راکوله.” [د پيريانوجګړې-انګريزي متن، پايليکونه ٦٠١-٦٠٢ مخونه]

  د برتانيا حکومت د حامد کرزى د کرکتر، تهذيب، خولۍ او چپنې ژوره ستاينه کوله. پرې خورا مين و. خو پدې وروستيوکې، څرګندېږي چې مرغ [طالع] يې بدل شوى وي. اوس پسې ويل کېږي چې هغه په “دماغي ناروغۍ اخته، او پر چرسو معتاد دى.” نو ايا څه پېښه شوه؟ ولې يې طالع بدلې شوې؟ ايا په څه ناڅه ډول کرزى د پرنګي کلونياليزم په لکۍ ختلى او دردولې يې ده؟ د پرنګي په زرادکوټ کې داسې ګرځېدنې بې سابقې نه دي. په ١٨٧٩ کال کې د افغانستان ريفورميست امير،  شيرعلى خان، که څه هم پر برتانوي راج ډېر ګران نه و، خو زغامۀ يې. خو کله چې نوموړي امير ځان يوڅه خپلواک وښود، نو هغه هم “نيمه وحشي او نيمه ليونى” وبلى شو. برتانيا يې پر هيواد يرغل وکړ او په پايله کې يې امير شيرعلى ژوند له لاسه ورکړ او پر افغانانو يعقوب خان اود ګندمک پوهاوى ليکوتپل شول. مگر دا مهال خو انګريزان په کابل کې دي، نو يواځنى کوم ګام که پورته کولاى شي، هغه به پر ارګ ورختل وي!!

په بُن کې د ستمي ائتلاف “مافيا” د مشرۍ خبره پخپله د حامد کرزى غوراوى نه و. کرزى پخپله د ٢٠٠١ کال د دسامبر د مياشتې په بُن کانفرنس کې د “منځمهاله ادارې” د مشر په توګه خبر نه لاره. نوموړى پدې خبره هغه وخت خبر شو چې د بي بي سي خبريالې، ليز دوشيت، په تليفون کې ورته وويل. د تعجب خبره دا وه چې نوموړى د پنجشير مافيا، آى اس آى،ايران اواروپايانو، ګردو، شريک انتخاب و. نو ولې؟ ايا د دې نادودې شا ته کومه پټه اجندا موجوده وه؟!

هو! کرزى له دې کبله غوره شوى و چې د افغانستان د پخواني پاچا، محمد ظاهرشاه،  رول چې پرشاوخوا يې افغانان راټولېدلى او د جګړې او غميزې په پايله به منتج  شوى واى، سبوتاژ کړل شي. د بُن په کانفرنس کې دامريکا استازى، جېمز ډابينز، ليکي چې: “د  نړيوالې ټولنې د استازو په منځکې د حامد کرزى د ټاکلو په هکله بشپړ توافق موجود و. د دې توافق په جوړولو کې ما هيڅ رول نه درلود. بلکې په بشپړه مانا، کله چې مې د هغې مياشتې په بهير کې، د پاکستاني،هندي، ايراني، روسي، تُرکي اواروپايي د بهرنيو چارو له استازوسره ليدنه کېدله، له پوښتنې پرته به يو  نوم يادېدۀ: حامد کرزى. د کرزى دنوماندۍ په اړه د نړيوالې ټولنې توافق د ډاکتر عبدالله فعاليت و. د نوموړي د کانديدۍ په اړه له ما سره پر خبرو سربيره، عبدالله [د پيټر ګالبريت قهرمان] دا سلا د روسانو، هنديانو، ايرانيانو، ترکانو او بيلابيلو اروپايي هيوادونو په ککرو کې هم ورڅڅولې وه.”  [ډابينز -٨٩ مخ]

هيله ده ښاغلى ميلابانډ به پدې دوه-مخۍ کې د برتانيا د حکومت پر ونډه رڼا واچوي؟

                                       ***

 پداسې حال کې چې د افغان ملت کينه کښ غليم په خپله ليکنه کې افغانان د يوې ګېډۍ نامتمدنو “قبايلو” په توګه انځوروي او افغانستان د “ترهګرۍ زانګو” بلي، ډيويډ ميلابانډ، ليکي چې “پاکستان د يو سل اويا مليونه وګړيو هيواد دى. ذروي وسله لري. نو پاکستان به هغه ډول چال-چلند کوي چې پر اند يې د هغه له ملي ګټو سره سم وي. له افغانستان سره [د پاکستان] اړيکې [د پاکستان] له ملي ګټو سره مرکزي اړېکي لري. پاکستان په دوامداره توګه له هند سره د افغانستان اړېکي ځوروي.”  د “انصاف” او “انسانيت” په هکله د برتانوي حاکمه پوړيو له ادعاو سره-سره، د امپرياليزم دا بېرحمه استازى، ميلابانډ، دومره تهذيب نه لري چې د افغانستان د امنيتي تشويشونو يادونه هم وکړي. ايا اسلام اباد اولندن افغان ملت ته د خپلو مريانو او کلونيلستي اتباعو په سترګه ګوري او له دې کبله بايد له هند اويا نورو هيوادونو سره اړېکي ونه ساتي؟ ايا افغانستان به دا حق لري چې له امريکا، برتانيا او اسرايلو سره د پنجابي واکدارانو پر اړيکو اعتراض وکړي؟ ايا دا واقعيت نه دى چې “پاک-پوځ”، دا اوس-اوس د خپل امپريالستي بادارانو تر ادارې او  بولۍ لاندې په مخامخ توګه شپه او ورځ د افغان ملت په ډلوژنه او توکموژنه بوخت دى.

وروستي ٣٥ کلونه د دې واقعيت زغرده بيلګه ده.

 او هو! دا واقعيت لري چې پاکستان د “١٧٠مليون وګړيو” هيواد دى. خو کوم څه چې د برتانيا د بهرنيو چارو پخوانى وزير يې پټول غواړي، هغه دا ده چې پاکستان د يوسل اويا مليونو بيلابيلو ملتونو – پنجابيانو، پښتنو، بلوڅو، سندهيانو اوسرايکانو – هيواد دى چې د پيړيو په اوږدو کې د برتانوي امپرياليزم تر وسپنيزو منګولو اود وروستيو شپيتوکلو په بهير کې د “پاک-پوځ اوبيروکراسۍ” تر ترهګر استبداد لاندې ځګيروي کوي. د دويم ټکي، يانې د مزدور “پاک-پوځ” په لاس کې د “ذروي وسلو” په هکله، چې– له پرنګي تفکر سره سم يې – ميلابانډ په نغښتې توګه د تهديد په توګه استعمالوي او داسي پيغام ورکوي چې که افغان ملت ورته د بندګۍ سجده ونکړي نو “ذروي بمونه” به پرې واوروي! پدې اړه بايد وويل شي چې افغان ملت د بيلابيلو زمانو قاتلانو وژلى او وژني يې، اودا دم به هم کومه استثنا نه وي.

                         ***

ميلابانډ د مليونونو افغانانو د مرګ، ژوبلې اوتري تم-کيدوپر بيه سړه جګړه “وګټله”. په پايله کې يې د يو ګڼ شمير ملتونو هيلې او ارمانونه پوره شول. ختيزه اروپا ازاده شوه. د برلين ديوال ونړيد،المان متحد شو. د افغانستان شمالي ګاونډيان،چې ګرد د ميلابانډ د “لويې لوبې” قربانيان وو، هم ازاد شول. خو يواځې افغان ملت، د مونټباټن پاکستان او “برتانيا د ملي امنيت اوملي ګټو د ساتلو په خاطر” په خپلو وينو او اوښو کې لاهو کړل شو او پکې لمبول کيږي.

دلته غواړم د ډيويډ ميلابانډ مغرورانه وجدان ته رجوع وکړم چې پر پورتنيو حقايقو يو ځل بيا-نظر وکړي او قضاوت وکړي چې د عدم تشدد د ستر پالندوى او په پرنګي او پاکستاني جيلونو کې د  هډماتي فخر افغان، باچاخان، په وينا ” پښتنو څه ګناه کړې ده چې د تاريخ له پاڼو يې د ورکيدوتکل روان دى؛ له خپلې خاورې محروم او د نابودۍ کندې ته ورټيلوهل کيږي. په پيړيو يې سوله نه ده ليدلي. پرله پسې توګه بمونه پرې اوريږي، جګړه او ډلوژنه يې په برخه ده. خاوره اووطن يې دجګړې او امپريالستي ځواکونو د روزنې ډګر دى… د ژوند له هر ضرورت څخه محروم شوي. په زرګونو-زرګونو يې د پخوانيو استبدادګرو په لاس قتل شوي. اود برتانيا اوپاکستاني ظلمونوپه نتيجه کې په لکونو پښتانه، چې په اسيا کې به يو ځواکمن ملت او د بشري داعيې په خدمت کې واى، له يوه بل څخه بېل او ځبل شوي دي. زما تکل د دې ناعدالتۍ پر خلاف مبارزه ده.”

که د ښاغلي ډيويډ ميلابانډ زړه پدې کرښو کې نغښتى درد، ساندې او واويلا ونه دردوي، نو د سولې هڅې به يې بيله څو سطحي شعارونو بل څه نه اوکومه لاسته راوړنه به ونه لري.

***

اوس پخپله د افغان ملت لپاره اړينه ده پدې خبره سر خلاص کړي چې هماغه برتانيا، چې يوه نيمه پېړۍ يې د افغان ملت لوڼې-زامن وژلي، شل شوټ او بيکوره کړي، اوس بيا پر افغان خاوره د هماغې موخې د دوام لپاره ګونډې وهلې دي. پدې کار کې د استبداد او ناعدالتۍ دا مور د “خپلو سيمييزو خوبولو اجنټانو” او د “مرستندويه کارکوونکو، نادولتي ادارو، ژورنالستانو، سوله جوړونکو او ماهرانو” تر نقاب لاندي د زرګونو برتانوي جاسوسانو له خوا ملاتړکيږي. د پرنګي فلسفې پر اند، “له تکاملي اصل سره سم، قوي ژوندى پاتې کېږي او کمزورى نابوديږي.” نو د ځنګل د دې قانون پر بنا به، زموږ په سيمه کې دا روانه وضع، روانه وي او ورته د  پاى ټکي له ايښودلو پرته به پاى ته ونه رسيږي. له همدې کبله له امو تر اباسن پورې د هر افغان، ښځې اونارينه، سپېڅلې وظيفه ده چې د قربانۍ لپاره ځان تيار اوخپل برخليک په خپل لاس وټاکي.

او له دې پرته به پر بل هيڅ څه قانع نه شي!

ان شا الله تعالى.

يا ربه توفيق!

885 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
590

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸