Categories

اعلان

Loading…

په کوپړۍ کي دې ماغزه ښکاري جانانه | محمد اکبر پیمان

په جومات کي مې له مولوي صاحب څخه تفسیر وایه او زده کړه یې  ښه په خوند روانه وه. زما د ترور زوي راغي راته ویې ویل:

اکبره یوه پوښتنه لرم.

وایه!

  که سړی حج وکړي بیا کافر سي نو څه کیږي؟

څنګه څه کیږي؟

حج یې ځي که نه ځي (باطل کیږی که نه).

زه نه پوهیږم دا څه لیونۍ پوښتنه ده.

پوښتنه به ولي لیونۍ وي ستا یې ځواب نه دی زده د څه لپاره دا غټ غټ کتابونه (جلالین تفسیر او هدایه) وايې چې د یوې وړې پوښتنې ځواب دې نه دی زده؟

زه هم خړ (خجالت) غوندي شوم او له ځان سره مې وویل چې دا ځواب خو مي باید زده وای. خو جهالت مي ونه کړ ځکه ورته ومي نه وویل چې کافر شوې. که نه اسانه لاره یې خو همدا ده، لکه کوم ټمبل استاد (ښوونکي) چې ځواب نه ورځي نو زده کوونکي ته وايي چې بې ځایه پوښتنې مه کوه ناکامه کوم دي. او یا زموږ پنډلي ملایان چې کله پوښتنې ته ځواب نه شي ویلای د سړي د خاموشه کولو اسانه لار ورته دا ده چې ووايي چې عقیده دي خرابه ده.

خو ما دا اخلاقي جرات وکړ او ورته ومې ویل چې زه نه پوهیږم، زه به مې له استاد څخه پوښتنه وکړم.

سبا سهار چې سبق خلاص شو له مولوي صاحب څخه مي پوښتنه وکړه چې یوه کس پوښتنه کړې ده.

– څنګه پوښتنه یې کړېده ووایه.

ویل یې چې که سړی کافر سي حج یې باطل کیږي که نه.

مولوي صاحب سمدلاسه د قرانکریم دا ایت راته ووایه (ومن یر تدد منکم عن دینه فیمت وهو کافر فاولـئک حبطت اعمالهم فی الدنیا والآخر ة واولـئک اصحاب النار هم فیها خالدون). او فیصله یې وکړه چې حج یې باطلیږي.

زه هم ډیر خوشحاله شوم ځکه د پوښتنې ځواب مي پیدا کړی و. او سړي ته مي وویل چې څوک چې کافر سي حج یې ځي (باطلیږي). سړی په فکر کې ډوب شو اوسمدلاسه یي داسي غاښ ماتوونکي ځواب  راکړ چې خوله مي وازه پآته شوه.

نو ښه خبره دا ده چې سړی اول کافر سي بیا حج وکړي.

ماته هم ډیر قهر راغي چې دا پوښتنه دې د ریشخند (ټوکو) لپاره کړې وه.

خیر دا یوه ځانګړي او زما په نظر بې ځآیه پوښتنه وه خو اوس چې زه ګورم هره پوښتنه چې د سړي د طبیعت سره جوړه نه وي او یا یې هم جناب ته ځواب نه ورځي نو ټولې پوښتنې د همدې پوښتنې غوندي ګڼل کیږي او ځواب یې یوازې توهین او تحقیر دي، مرتد کوي دي، کافر کوي، فرخنده درڅخه جوړوي او په پای کې دې وژني. ما له ډیرو کسانو (لوستو او سواد دارو) سره بحث کړی دی او اوس هم کله نا کله بحث کوم. دا کسان سره له دې چې ځانته لوستي وايي داسي بحث درسره کوي لکه ماشومان، په اسلام کي دا خبره داسي راغلې ده.

 چا ویل ریفرینس راکړه په کوم سند دا خبره کوي.

ته یې اوس دا نه منې؟

زه یې منم ته یو دلیل راته ووایه.

دلیل ملیل نشته خبره همداسي ده، ما له ملایانو څخه اوریدلي دي. د خدای په کتاب کې همداسي راغلي دي او په حدیثونو کي هم راغلي دي.

د خدای د کتاب په کوم ځاي کې؟ په کوم حدیث کي دا خبره راغلې؟

بس راغلې ده ته نه پوهیږې.

دا د ړانده او کاڼه زامن هر څه په پټو سترګو مني او د غلامانو په شان همیشه هر څومره بار چې ملایان ورباندي بار کړي، وړي یې او دلیل نه وايي.

زموږ لویه بدبختي داده چې د نفوس یوه لویه برخه مو مطالعه نه کوي ځکه فکر کوي چې په هر څه پوهیږي او په کومو دندو چې کار کوي هغه دندي ورباندي وړي دي او ځانونه ورته زښته زیات قابل او هوښیار ښکاري. پاته شول نالوستي خلک هغوي خو خداي بځښلي دي او په هغوي کي غلامي او په پټو سترګو د منلو احتمال په سلو کي له نوي (۹۰)  څخه زیات دي. ستونځه دا ده چې زموږ د ملک او خلکو سرنوشت د همدي کسانوپه لاس کي دي. همدا کسان دي چې تصمیم نيسي چې ثواب څه دي او ګناه په څه کي ده. دوزخ ته به څوک استوو او  جنتي څوک دي، د چاسر باید غوڅ شي او د چا وینه باید توي شي. څوک مسلمان دي، څوک منافق دي او څوک کافر دي.

زموږ فتواګاني له داسي ځایه راځي چې هلته د ټولو ایمانونه وراسته دي، هلته جهاد حرام دي، هلته د حرا منډيي په حرامسراي پولیس ګزمه کوي. هلته د نظام په وړاندي درلیدل بغاوت دي او ټول بغاوتونه باید د کرښي دي غاړي ته وشي ځکه دلته جهاد فرض عین دي، په ټولو خلکو فرض عین دي او د تل له پاره فرض عین دي. دا فرض عین باید نسلونه دوام وکړي اود اتشکدي د اور په شان باید دا لمبي هیڅکله خاموشي نه شي خو البته په همدي محدوده جغرافیه کي.

افغانستان، کشمیر او فلسطین داسي اورتونونه دي چې د لمبو سړیدل یې د دوزخ د لمبو د تازه کیدو سبب کیږي که دلته اور مړ شی نو د دوزخ د اور لمبي به ټوله دنیا په سر واخلي. ددي دریو ملکونو خلک ټوله دنیا هو ټوله دنیا (کفر او اسلام) د دوزخ له اور څخه ژغوري. دا ضمانت ددي دریو هیوادنو سر ټمبه خلکو کړي ده چې باید د نړي اوه ملیارده نفوس ټول جنت ته بوزي. دا مهمه نه ده چې دا ټول کسان په جنت کي ځایږي که نه -او دا ددوي مسولیت هم نه دي- بلکه ددوي مسولیت بس دا دي چې ټول کسان جنت ته واستوي نور په جنت کي ددي خلکو ځایول د خداي کار دي هو بلکل د خداي کار دي ځکه خداي ته هر څه ممکن دي او هر څه یې په وس پوره دي.

زموږ ویاړلي ولس خپل بچي د دې لعنتي کرښي ها خوا د زده کړو له پاره مدرسو ته استوي ځکه که د دوی بچیان قران حفظ کړي نو دوی به په اخرت کي په هسکه (جګه) غاړه د ټول مخلوقاتو په مخکي جنت رروان وي ځکه اولادونو یې د هرا منډيی څنګ ته حفظ کړي دي او دا نه ده مهمه چې دا زده کړه یې په کوم قیمت او د کوم ځاي په قیمت کړی دي؟ خو مهمه دا ده چې پلار یې په هسکه غاړه د حشر په میدان کي وګرزي .  د هیرا منډي څنګ ته ددي خلکو ماغزه داسي مینځل کیږي (Brain Wash) چې د روسانو برین واش یې د پښو ګرد ته  هم نه رسیږي. زموږ د خلکو دماغونه  د ډیرو شیطاني کړیو په واسطه مینځل کیږي او داسي لیوني پیچکاري ورته کیږي چې د خپل هیواد ورانول د خلکو وژل او تاریخي ارزښتونو محوه کول ورته د جنت فردوس طلايي کلیګاني ښکاري. ددي کرغړیني کرښي دواړو غاړو ته دا نسل وژنه ددین په نامه روانه ده او دا نسل وژنه زښته زیات ثواب لري خو زموږ د خلکو دسر په MRI کي ماغزه نه ښکاري که نه څوک  چې یوه اندازه عقل او دماغ ولري نو د خرګري له دي خوبه راویښیږي خو زموږ خلک فکر کوي چې دا خوب یې هم په ثواب کي شمیرل کیږي. خو زه په دي خبره نه پوهیږم چې زموږ خلک دا دومره ثواب څه کوي او زموږ دخلکو ثوابداني ولي نه ډکیږي. فکر کوم له دي څخه هم جهنم جوړ شوي دي چې ډکیدل یې نشته.

زموږ نیکه هم عجبه دوعا کړی وه:

دا وګړي ډیر کړي خدایه

لویه خداي لویه خدایه

که یې ددي پر ځآي ویلاي واي:

موږه ښه هوښیار کړي خداي

لویه خدایه لویه خدایه

نو فکر کوم چې اوس به موږ داسي نه واي.

څنګه به داسي نه واي، د ډیروالي دوعا یې چیري قبوله شوه چې د عقل دوعا به یی قبوله شوي وايي. نور قومونه له موږ څخه اوس هم ډیر او هم هوښیار دي؟

او ماته د رحمان بابا خبره راپه یاد شوه:

که په عقل پسي لاړم په کار نه شه

که له بخته مي یاري غوښته یار نه شه

که مي سل نصیحتونه ورته وکړل

هغه خداي بي لاري کړي په لار نه شه

د اپریل ۱ نیټه ۲۰۱۹ کابل

723 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
578

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2