Categories

اعلان

Loading…

تحبیب | لیکوال: خبیب علي

په مکتب کې زموږ یو ټولګیوال یارمحمد نومېده. په خوی ډېر نرم او په دوستي کې ډېر کلک و. یارمحمد زما او د ګڼو نورو ټولګیوالو نزدې ملګری و. موږ به ورته له ډېرې مینې یاروکی وایه. په دې کرښو کې زما د مقصد ټکی دا دی چې د یارمحمد له نومه ولې یاروکی جوړ شو؟

استاد رښتین لیکلي دي چې په پښتو کې ځینې داسې ټکي شته چې موږ یې د هغه چا د نامې له وروستۍ برخې سره یوځای کوو چې راته ګران وي یا ورته د قدر په سترګه ګورو او یا ورسره ښه ډېره مینه لرو. په عربي کې د نوم دې ډول بدلون ته تحبیب وایي. تحبیب پر نومونو سربېره کله کله په صفتونو کې هم پیداکېږي او د کلام په ښکلا کې برخه اخلي. په عربو کې چې کله څوک له یوه شي سره مینه کوي، هغوی یې دا چاره تحبیب بولي.

په پښتو کې تحبیب بېلابېلې بڼې لري چې یو ترې د (کی) وروستاړی دی. زموږ ټولګیوالو چې یارمحمد یاروکی باله، هغه ورته ګران و. همداراز نور ډېر وروستاړي او ادات هم شته چې د نومونو او صفتونو په جوړولو کې برخه اخلي او بدلون ورته ورکوي.

په عمومي ډول د شفقت او عاطفې د ښکاره کولو لپاره په نارینه مفرد نوم کې د (کی) وروستاړی او په ښځینه مفرد نوم کې د (کۍ) وروستاړی اضافه کېږي. مثلا: له خواره (نارینه صیغه) خوارکی او له خوارې (ښځينه صیغه) خوارکۍ جوړېږي. همداراز له وچ وچکی او له خړې خړه کۍ جوړېږي. د وروستاړو دا ډول کارول هر وخت د تحبیب لپاره نه وي، کله کله ترې د یو چا سپکاوی هم منظور وي.

د کی او کۍ وروستاړي د دې سربېره چې د تحبیب په جوړولو کې برخه اخلي، د بنیادم ظاهري صفتونه هم بیانوي. مثلا یو څوک له رنګه تور دی ممکن موږ یې توره کی وبولو او هلته لېرې بل کس چې کوچینۍ خور یې له سړکه پورې وتو ته ځان اماده کوي، هغې ته چیغې وهي چې خورکۍ موټر دې ونه وهي، بېرته راوګرځه!

د ک توری هم ډېری وخت د نومونو یا القابو په پای کې د وروستاړي په توګه راځي. په القابو کې د مینې او الفت د ښکاره کولو لپاره کارېږي او په نومونو کې یوازې د نوم معنا افاده کوي. مثلا بابا ته بابک او دادا ته دادک له مینې وایو خو زمرک ته ځکه زمرک وایو چې نوم یې زمرک دی. همداراز د ک وروستاړی د ښځینه نومونو په پای کې د (که) په بڼه راځي چې په غالب ګومان دلته هم د مینې معنا افاده کوي. لکه له ادې څخه ادکه.

له دې ټولو سربېره اوږد واو هم کله کله یو چاسره د مینې د ښکاره کولو لپاره کارول کېږي. لکه په جان او خان کې چې په جانو او خانو بدل شوي دي.

عامه قاعده داسې ده چې هر هغه وروستاړی چې د درنښت، مینې او یا عاطفې له کبله د چا له نامه سره یوځای کېږي، په غوږونو ښه لګي او یاده معنا ترې لاسته راځي د تحبیب په جوړولو کې یې برخه لویه ده او باید کار ترې واخیستل شي.

نه پوهېږم چېرته مې لوستي وو چې که چا درته Nickname درکړ، ښه ډېره مینه درسره لري. موږ چې لا په پښتو کې لنډ نوم نه لرو، له هغو وروستاړو استفاده به راته ډېره دلچسپه وي چې د تحبیب په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي.

948 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
579

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸