Categories

اعلان

Loading…

چاپیریال ساتنه | محمد اکبر پیمان

موږ نه یوازي له ځمکنيو غمونو څخه کړیږو بلکې طبیعت او اسمان هم راته په قهر دي. کله وچکالي راته خلک وژلي وي،  کله سیلابونو  د اکړیدلي خلک تر خاور لاندي کړي وي او کله زلزلو کورونه راباندي نړولي وي.

د خدای په کارونو کار مه لره درته په قهر به شي، عاجز بنده يې زما او ستا یې له دې کارونو سره څه؟

ښه نو اوس خپل ګناهونه هم په خدای تاوان کړو؟

دا څه وايې؟

ښه وایم زه ونې قطع کوم، ځنګلونه له منځه وړم، زراعتي مځکو کي بیلډینګونه جوړم او د اقلیم د تغیر سبب هم زه ګرځم نو بیا کله چې سیلاب ، وچکالي او طوفان راشي په خداي یی تاوان کړم. خداي عقل راکړي:

چې انجام دي پریواته نه دي نور څه دي

چي پی ناست یي پریکوي هماغه څانګه

د اټول زموږ مشکل دي، په ژمي کي د غربت او یاهم جهالت له لاسه پلاستیکونه ، زړي جامي او حتي د ګاډیو ټیرونه سوزو چاپیریال مو ټول دربدر کړ په ملک کي مو شنه ګیاه په دوربین کي نه ښکاري او بیا وايي چې ولی طبعی افات راځي. هغه تیل چې په خپلو موټرونو کي یي سوزو دمره دود تولیدوي ته به وايي چې د تیلو په ځاي دي په موټر کي موبلایل اچولي دي او ټول ترانسپورتي وسایل په مبلایلو راغلي دي.

ته پوهیږي چې پلاسیتک د چاپیریال تر ټولو ستر دوښمن دي او ټوله نړي یي له ګواښ سره مخامخ کړیده. اوس په نورو دنیا کي په پلاستيکي کڅوړو بندیز لیګدلي دي او هغه پلاستیکونه چې تولیدیږي ددي له پاره  چې چاپیریال ککړ نه کړي بیا کارول کیږی (Recycling) او دا بیا کارول یی د نویو پلاستیکونو د تولید مخه نيسي.

هو ولله دا زه کله کله په خبرونو کي اورم.

ته فکر وکړه افغانستان یو وړوکي هیواد دي او ویوازي د ۳۰ میلیونو په شاوخوا کي نفوس لري که هر ورځ هر وګړي نیمه کیلو کثافات تولید کړي نو په ورځ کي۱۵زره ټنه کثافات په دي ملک کي تولیديږي . اوس ته خپله حساب ورته وکړه چې په میاشت او کال کي به څومره کثافات او کچره تولید شي.

ته راکړه دا ماشین حساب چې زه حساب ورته وکړم. ۱۵ زره ټنه په ورځ کي ضرب ۳۰ ضرب ۱۲ دا خو ۵.۴ میلیونه ټنه یوازي په افغانستان کي په یوکال کي کثافات تولیديږي. او که دا حساب د چین، هند، پاکستان، امریکا اندونیزیا، ناجیریا، بنګلدیش او روسیي نفوس ته وکړو نوخبره هر ورځ په نړي کي د میلیاردونو ټنو کثافاتو ته رسیږیhttp://www.worldometers.info/world-population/population-by-country/)).

پوهیږي په پاي کي به همدا کثافات یوه بلاشي او ټوله نړي به وخوري. ددي مثلي ډیر جدي حل په کار دي. د چاپیریال د ککړتیا مخه بیا ژر تر ژره ونیول شي. دا زموږ د ټولو ګډ مسولیت دي چې ټول لاسونه سره ورکړو او ددي بلا د غټیدو مخه ونیسو. دا کار دمره ګران  نه دي او موږ کولاي شو په اتحاد او د منابعو په عقلاني کاروني سره ددي ناورین مخه ونیسو.

ښه نو موږ څه کولاي شو چې دا مصیبیت که درولاي نه شو لږ تر لږه یی تم کړو؟

زه لاندي وړاندیزونه لرم خو که چارواکي غوږ ورباندي وګروي ښایي کار وکړي:

  • موږ دوه ډوله کارو بار لرو(رسمي او غیر رسمي) ټول رسمي (دولتي) کارونه باید په اونۍ (هفته) کي دوه ورځي رخصت وي. که غواړو چې له دنیا سره يو ځاي حرکت وکړو دا دوه ورځي رخصتي باید د شنبي اویک شنبي ورځي وي. په دي ورځو باید غیر رسمي (دولتي) کارونه رخصت نه وي. زما مطلب دا دي چې تجارتي کارونه لکه سوپر مارکیټونه، تراول اجنسي، دوکانونه، منډيي ګاني، جمعه بازار او نور باید د شنبي او یکشنبي په ورځ رخصت نه وي. دوي باید ټول -که غواړي یوه ورځ رخصتي وکړي- دد وشنبي په ورځ رخصت وي او که غواړي چې دوي ورځي رخصتي وکړي نو باید دوشنبه او سه شنبه رخصت وي. په دي ډول به  زیات بیروبار او د هوا د ککړیدل  یوه اندازه را کم شي.
  • د پلاستیکونو، ټیرونو او جامو د سیزلو د مضره اثراتو په اړه باید عامه پوهاوي د مطبوعاتو، ورکشاپونو او غونډو له لاري زیات شي.
  • د پلاسیتک کارول باید په راتلونکو دوو کلونو کي تر ۵۰ سلنه راکم شي او د پلاستیکو خلطو په کارولو باید جریمه ولګول شي.
  • د کښته کیفیت تیل باید هیواد ته وارد نه شي او ټول تیل مخکي له دي چې هیواد ته وارد شي باید کیفیت یي په ګمروکونو کي وکتل شي.
  • ټول نوي ښارګوټي چې جوړیږي باید لږ تر لږه خپله ۱۵ سلنه مځکه شني ساحي ته ګوښي کړي. او د زړو ښارګوتو لرونکي باید وهڅول شي چې څومره چې ممکنه وي باید نیالګي کښینوي او ښه روزنه يي باید وکړي.
  • د ونو او ځنګلونو په پري کولو باید سخت بندیزاو کلکه جریمه ولګول شي.
  • د جنراتورانو په ځاي باید سولري (لمریزه ) انرژي وکارول شي

که دا کارونه ترسره شي زه ډاډه یم چې د چاپیریال د ککړیدو مخه به تر ډیري کچي ونیول شي.

د اپریل لمړي نیټه کال ۲۰۱۹

کابل افغانستان

1,025 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
578

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2