Categories

اعلان

Loading…

د نړۍ تر ټولو په اوږده پټلۍ چټک اورګاډی تګ راتګ پیلوي

تاند- چین په نړۍ کې د اورګاډي تر ټولو په اوږده پټلۍ، چې د دغه هیواد له جنوب لوېدیځ ولایته پیلېږي او په اروپا کې تر پولنډه پوري رسېږي، د اورګاډي تګ راتګ پیلوي.

د سیچوان ولایت د چنګدو ښار چارواکو پرون /شنبه/ وویل چې د نړۍ دا تر ټولو چټک اورګاډی به راتلونکې اوونۍ (لړم نهمه) تګ راتګ پیل کړي.

له راپورونو سره سم دا چټک اورګاډی به په منظم ډول د چین له چنګدو څخه له قزاقستان، روسیې او بیلاروس څخه تېرېږي او د پولنډ په مرکزي برخه کې «لودڅ» ته په دوولس ورځو کې رسېږي.

د چین د چنګدو او د پولنډ د لودڅ ترمنځ ۹ زره او ۸۲۶ کیلومتره واټن دی.

په عادي اورګاډو کې دا واټن معمولاً له ۲۲ تر ۲۴ ورځو پوري کچ کېده خو د چټک اورګاډي له فعالېدو سره به له اتو تر لسو ساعتونو پوري لنډ شي.

چین غواړي چې په دې وسیله له اروپا سره سوداګري راکړې ورکړې زیاتې کړي.

297 total views, 1 views today

4 comments

  1. shakir Reply

    ؟پدی خبر خو موږ هیڅ پوه نه شولو. دا به په ۱۲ ورځوکی له چین نه تر پولنډ پوری رسیږی او که په اتو ساعتونو کی

    1. تاند Reply

      په ۱۲ ورځو کې رسېږي او تر پخوا وختونو ۸ یا ۱۲ ساعته ژر رسېږي.
      تاند

      1. سید الرحمن زیارمل Reply

        دا کو م څای ده چه په ۱۲ ورڅو کی ورسیږی مطلب ؟

  2. غونډل خان غونډک Reply

    دا خو ښه خبره ده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2