Categories

اعلان

Loading…

عبدالله عبدالله له ولسمشر کرزي سره ولیدل

تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله او دوو مرستیالانو یې نن په ارګ کې له ولسمشر کرزي سره ولیدل او د راتلونکي کال د انتخاباتو په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

د ښاغلي عبدالله مرستیالانو، چې له ده سره ملګري ول، رسنیو ته وویل چې په دې کتنه کې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په اړوندو مسایلو خبرې وشوې.

ښاغلی عبدالله یو له هغو لسو کسانو څخه دی چې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسون له لومړني لیست سره سم د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید منل شوی دی.

د ښاغلي عبدالله د نژدې سرچینو په وینا له ولسمشر کرزي سره په نننۍ کتنه کې، چې د عبدالله عبدالله په غوښتنه وشوه، ولسمشر کرزي ډاډ ورکړ چې حکومت به په انتخاباتو کې د هیڅ کاندید ملاتړ نه کوي.

د عبدالله عبدالله ځینو پلویلانو لکه د بلخ والي عطا محمد نور ادعا کړې چې کرزی د زلمي رسول، اشرف غني احمدزي او عبدالرب رسول سیاف ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله پلویانو ویلي چې فهیم د عبدالله د کاندیداتورۍ ننګه کوي.

345 total views, no views today

4 comments

  1. Kochai Reply

    Har lochak raasi aw zan riasat e jamhori ta kaandid kri. Abdullah che kala zaan sabtawi daase rawan we laka yawa filmi modala. Di intikhabato commission bayad day di lochakai pa tor la kandidatorai sakha laray kri

  2. مریم Reply

    نظربه احصایه سازمان های بین المللی در تلویزیون طلوع، داکتر صاحب عبدالله عبدالله بیشترین حمایت مردمی را داشته و ان شاالله ریس جمهور آینده افغانستان است!

  3. اسد Reply

    هر شخص ته باید په درنه سترګه وکتل شي لابته پرته له هغو کسانو چې د ملت په وینو یې لاسونه سره دی او د ملت له شتمنیوو یې خیټي او جیبونه ډک دي چې په دا ډول کسانو کې ډاکتر عبدالله عبدالله هم راخي. حیرانوونکی خبره ده او عجیبه عدالت دی چې داسي کسانو ته بیا بیا چانس او موقع ورکول کیږي چې تر پرونه یې د خلکو پر ناموس، مال او جایداد تیری کوو او د امریکی سره یې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د بی رحمانه بمباریوو تر سره کولو قرار دادونه لاسلیکول نن ټاکنو ته ودریږي او غواړي د دی هیواد جمهور رئیس شی له امکانه لری خبری نه ده ځکه دا هیواد په پردیوو پلورل شوی او دا ډول کسان به یې بیا هم وپلوري

    الله تعالی په دی ملت ورحمیږي

  4. غونډل خان غونډک Reply

    په غالب ګومان چې عبدالله عبدالله ته خپله ناکامي تر سترګو شوې ده، نو له همدې کبله تللی دی او له اوسني ولسمشر سره یې لېدلي دي ځکه چې دا اوسنی ولسمشر او د ده دور د شمالي ټلوالې لپاره یو زرینه دوره وه هر څه یې چې زړه غوښتل ویې کړل. اوس دوي په هیڅ صورت نه غواړي چې دغه واکمني یې له لاسه لاړه شي.
    بله دا چې کرزی هم نه غواړي چې دغه واکمني دې د ده له ټبره بل چا ته انتقال شي. او کرزی دا هم نه غواړي چې ډاکټر اشرف غني دې وګټي ځکه چې هغه به دا نظام سمه وي او کرزی دا هیڅ کله هم نه غواړي چې داسې وشي، نو له همدې له پاره عبدالله عبدالله ورغلی چې کاکا د اشرف غني په ګټه کې زموږ د دواړه تاوان دی راځه چې سره یوځای شو.
    خو دوي دې په دې پوه شي چې، ډاکټر اشرف غني ان شاء الله چې ګټونکی دی او راتلونکی ریئس جمهور دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸