Categories

اعلان

Loading…

دلته غم د سړیتوب خانه نشین دی/ عصمت قانع

افغانستان له پېړیو پېړیو راهیسې د ژوند پر ډګر د ولسي، ملي او انساني ارزښتونو له درنښت او ارزښت سره پاېدلی او اوسېدلی دی.

د افغانستان په دښتو او درو کې خټینې او پخڅه ییزې کلاګانې، پر ایلبندونو او میدانونو ولاړې تورې کېږدۍ او په کروندو او کښتو کې ودانې څالې او چرګۍ هېڅکله هم بې قانونه او بې اُصولو نه وې.

ژوند په افغان وطن کې همېشه له یوه نظم څخه پیروي کوله، فرهنګ او تهذیب همېشه د کلتوري ارزښتونو او اساساتو تابع وو، هېڅکله هم د افغان وطن په اسمان کې تور کارغه د غرونو د لوړو څوکو د شاهین د الوتلو اکټونه او چمونه نه دي کړي. په افغان وطن کې دم او قدم د حساب تابع وو.

هویت او شناخت د سرچینې له معلوم او ډاګیز ادرس څخه برخمن وو، ریښه د ونې په تنې پورې نښتې وه او د ونې تنه د خپل پیاوړي موقعیت پر بنسټ د زمان د بادونو او سیلاوونو په وړاندې مقاومت، پیاوړتوب او غښتلتوب درلود، همدغه خصوصیات وو، چې افغاني ټولنه یې ساتلې وه.

همدغه د فطرت له اصل څخه راوتلي قوانین وو، چې د افغاني ټولنې قالب ته یې د افغان وطن خټه ور اچولې وه.

همدغه بنسټ وو، چې زموږ د ملي هویت طاقت اډانه ترې جوړه وه، خو یو ځل د پېړیو په ناپایه واټ کې د افغان انسان د ادارې او تربیې تومار داسې سره وشلېد چې د وطن کېږدیو، چرګیو، څالو او کپو دېوالونو او پخڅو چیغه کړه چې د اداري وندر او د پرتاګه واګه شلېدلې ده.

ژوند پر بل لټ اوښتی دی، کلی وران دی، د کلي صوفي او چوتري د جرګو او مرکو د نارینه و پر ځای د موزیانو د غرتو د ویشتلو لپاره دی.

هماغه افغان متل د افغاني ژوندانه په بېرحمه تابلو بدل شوی دی: چې له نه مړو، ملک شوبلو.

د مشرتوب او سرلاري توب لوی معیار د پردو جاسوسۍ او د خپل وطن د آب او عزت د بې ابۍ په معیار اوښتی دی. دا ټول د جګړې او بې ثباتۍ په وجه رامېنځته شول. جګړه ده، چې اصل او نسب یې ورک کړ، جرګه ده، چې ډم یې ملا کړ او ملا یې د پردي درګاه ګدا کړ.

له نن څخه دېرش کاله وړاندې همدا افغاني خټین کلی وو، چې خپلو محرابونو ته به یې په خپلو اوبو او خپلو خوړو ملایان تولیدول، خپلې حجرې به یې وې، خپلې کمبلې به یې وې، خپلې منابع او سرچینې به یې وې او خپلې پانګې او سرمایې به یې وې.

کله چې به یې جومات ته ملا غوره کاوه، نو غوره شوي ملا او امام به یې د کروندو، کښتو، چینو او ویالو د بهېدلو او جاري کېدلو دعاګانې کولې، ځکه د ملا لسمه په کې ګډه وه، لسمه برخه یې ملا ته رسېدله او ملا به هم ټوله ورځ د خپلې لسمې برخې، غنمو، رشقې، شپتلې، بادامو، چارمغزو، خټکو، هندواڼو، جوارو او اوربشو د حفاظت په خاطر د افغان وطن کښتونو، پالیزونو، باغونو، کاریزونو، چشمو او ویالو د سلامتۍ او سیالۍ لپاره دعاګانې کولې، خو نن د افغان وطن له خټینو محرابونو څخه ملا برمته شوی دی او د استخباراتي روزۍ لپاره یې افغاني کېږدۍ نسکورې کړي.

مشرتوب او رهبریت هم د خارجي استخباراتي پروفوزلونو په دام کې ګیر دی، په درجنونو پرسد او لیوني کاندیدان پر سفارتونو طواف کوي، تر څو د کابل د ارګ نصیب او برخه تر لاسه کړي، د هېچا هم د افغان وطن په درو او ښارو کې پرتو انسانانو ته پاملرنه نشته.

هېڅوک هم نه پوهېږي، چې د رایو ذخیرې چېرته پرتې دي، د دوی په نظر د رایو ذخیرې ځکه اهمیت نه لري، چې افغان انسان د افغان وطن پر لمن باندې له حیثیت او وقار څخه بې برخې دي.

همدا بهرنی جاسوسي جال دی، چې د ارګ د حاکمیت پرېکړه کوي، همدا بهرنۍ پانګې دي، چې د قدرت د چینې اوبه ترې را روانې دي، همدا په پردو پورې د تړل شوي مفاد منتر او جادو دی، چې د سواد پر ځای جهالت د حاکمیت په وجاهت باندې بدلوي، همدا پردی خیرات دی، چې د افغان انسان د ملي مفاد هوش یې د بې هوشۍ مسخره نندارې ته وړاندې کړی دی.

خلک وایي، چې انتخابات دي، خلک وایي، چې دا ځل به هغه څه وشي، چې موږ یې غواړو، خلک وایي، چې د خپلو رایو په زور به د واک تخت جوړ کړو او پر تخت باندې ناست پاچا به د الله دین څراغ بل کړي او ناببره به د وطن پر سرنوشت مسلطه تروږمۍ سره ونغاړل شي او رڼا به راشي، خو زه وایم تر څو چې افغان انسان جوړ نه شي، ترڅو چې دغه انسان د نننۍ متمدنې دنیا یوه برخه ونه ګرزي، ترڅو چې د فردي مفاد پر ځای د خپل چاپیریال د ګټې شعور د انتخاب د لارې رهنما نه شي، تر څو د خپل فردي کور په بیه ددې چاپیریال لوی اجتماعي کور جوړ نه شي، تر هغو به نه انتخابات وي، نه به حیوانات حیوانات وي، نه به نباتات نباتات وي. د هغې ورځې په تمه چې د سړیتوب غم مو د وطن له ګوټ ګوټ څخه کډه بار کړي.

په دې خپل وطن مې څومره اوښکې توی کړې

زه یې ړوند کړم دا لا هغسې خونین دی

د وطن غم مې کمیس نه دی چې زوړ شي

دلته غم د سړیتوب خانه نشین دی

     له محور ورځپاڼې په منننې.

54 total views, 2 views today

1 comment

  1. غونډل خان غونډک Reply

    ښه لیکنه دې کړې قانع صاحب تر څو چې دا د تروږمۍ له منځه لاړه نه شي تر هغه به افغان ولس ښه ورځ ونه ګوري

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *