Categories

اعلان

Loading…

پکتيا کې بايد د فساد مخه ونيول شي

خبریال: احمدي- د پکتيا ولايتي شورا او اوسيدونکي په مرکز ګردېز کې د سل بيستريز روغتون د جوړيدو په چارو کې د پنځه لکه ډالره فساد په اړه وايي چې ژر تر ژره دې د دې روغتون قردادي محاکمه شي.

د پکتيا اوسيدونکي وايي؛ د دې ولايت په زياتو پروژو او دولتي ادارو کې په پراخه کچه فساد موجود دی او وايي؛ که یې ژر تر ژره مخه ونه نيول شي په ادارو کې به نوره ګډوډي هم رامنځ ته کړي.

د دې ولايت اوسيدونکي د روغتون د جوړولو  په يوه پروژه کې په دومره لويه کچې فساد حيران کړي دي او د مرکزي دولته غوښتنه کوي چې په دې اړه قراردادي شرکت محاکمه کړي.

د دې ولايت اوسيدونکي وايي؛ يوازې د مرکز ګردېز سل بيستريز روغتون ندي چې په دومره کچه فساد ورکې افشا کيږي بلکي د ګردېز او غزنې تر منځ لويه لاره چې دوه کاله وړاندې د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره یا یو ایس آی ډي،  له لوري د ۳۵ ميلونه امريکايي ډالرو په لګښت کار پيل شوی و او د سيمي خلکو يي د لارې په سر باغونه او کورنه ورته پخپله ړنګ کړل خو اوس يي د جوړيدو چارې په ټپه ولاړي دي او خلک غوښتنه کوي چې د يادې لاري کارونه پيل شي.

1دغه راز د دې ولايت اوسيدونکي د ګردېز او خوست ترمنځ د غځيدلي لاري د جوړيدو غوښتنه کوي او وايي چې ځايي اداره يي په تېرو شپږو کلنو کې د جوړلو په چارو کې ټګي او برګې کوي.

د پکتيا اوسيدونکي وايي؛ د مچلغو بند د جوړيدو چارې په نمايشي ډول پيل شوي خو تر اوسه پورې د دوئ په وينا تيګه په تيګه نده کيښودل شوي او ۳۳ ميلونه ډالر په اسيايي بانک د څو کلنو را په دې خوا پراته دي او د سيمې د او سيدونکو په وينا د ۲۳۴ پوليسو له لوري په کلکه امنيت نيول شوی خو تر اوسه يي د جوړيدو چاري د نا معلومو دلايلو په اساس دوه ځله پيل او بيا په ټپه ولاړي دي.

پکتيا کې د فساد خبرې په داسې مهال تودې شوې چې په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څارنې اداره وايي؛ په دې هیواد کې د امریکا په مالي مرسته د یوه روغتون پروژې ته یو ګېلن تېل په پنځه سوه ډالره حساب کړای شوي حال دا چې په بازار کې یې بیه پنځه ډالره ده د دې پروژې چارې د مهاجرت د نړیوالې موسسې یا آی او ایم له لوري اجرا کېږي.

د پکتيا د ولايتي شورا غړي هم په دې باندې نيوکه کوي چې ولي په دومره لويه کچه فساد کيږي او وايي چې دوئ به د دې فساد په اړه پلټنه کوي.

د پکتيا د ولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي وايي څو ځله يي د ياد روغتون څخه څارنه کړې او د يادې پروژې قرارداديانو ته يي ويلي و چې د پروژې چارو کې نا غيړې ونکړي.

احدي وايي؛ چې د شوې فساد په اړه به  د ياد روغتون د پروژې له اخيستونکو نه پلټنې وکړي ترڅو معلومه شي چې فساد چا کړی دی.

په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د لګښتونو د سرمفتش اداره همداراز وايي، یو ایس آی ډي ژمنه کړې چې په دې اړه څېړنې کوي.

328 total views, 1 views today

2 comments

  1. jalaldin afghan Reply

    dera dardidonky khabera de kho monga ta sa kawal pa kar de khastan da tolany zawan qashar ta bia khososan muhasilino ta zaka muhasilin hagha sok de che kawaly shi che da zwand pa her arkh ke badlon rawaly hagha ka pa ilmy ya idary aw ya ham pa makhniwi da fasad iadary ve nomonga bayad sa wokro ka monga sa wona kro no la chana da aqdam kawlo tawaqo laro no da allah lapara bayad monga muhasinin pa dase mushkilato ke der pala barkha wakhlo aw bal da che da paktia da khalko na zama da ghoshtana de che la dase khayinino sara da muqabily dagar ta rawadangy

  2. پټ ریس Reply

    څنګه د فساد مخه ونیول شي؟ د داسې فساد چې له مشره تر کشره له ماموره تر وزیره ،له وزیره تر ولسمشره ټول پرې ککړ دي مخه نیول کیږي؟ هغه بهرني چې په موسسو کې کار کوي هم په فساد اموخته شوي، دا چې چا اموخته کړي معلومه خبره ده چې هغه کسانو چې د افغان نوم ورپورې دی. په دولتي ادارو کې بې بندو بارې او بې مسولیتي د خلکو او دولت ترمینځ واټن ورځ په ورځ زیاتوي.څوک چې په اوسني دولت کې په فساد روږدي دي یو څو میاشتې وروسته چې ټولټاکنې ترسره شي په خپله مخه ځې او هیڅ ځوک نه شته چې ورڅخه پوښتنه وکړي چې ددې هیواد ملي پانګه په کومه ولاړه او چیرته ولګول شوه هغه کسانو ته د شرم خبره ده چې ددومره فساد د شتون ترڅنګ بیا هم د غلو داړه مارانو ملاتړي دي یواځنی ځای چې د دې غلو او لوټمارانو څخه به پوښتنه وشي د آخرت ورځ او د الله دربار ته د دریو ورځ به وي اوبس ځکه دا غله دومره سپین سترګې شوي چې ددې مظلوم ملت حق ورته خپل روا حق ښکاري،ډیره د خواشنی خبره ده .

Leave a Reply to پټ ریس Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې…

د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت: پوهاند محمد بشیر دودیال مقدمه خپلواکي  یواځې د هغې د معنوی…

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې او ریفورمونه

21 Jul 2019 خپلواکي کالمونه مقالې تاند Comments (1)

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

ستادشهسوارسنګروال برېتانیا له یوې خوا پدې پوهېده چې اوس یې به نورو ستونزو او وسوسو سربېره په سیمه کې افغانستان ته…

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

15 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند Comments (1)

نور

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور…

پوهاند محمدبشیر دودیال سریزه    په ۱۹۱۹م. کال کې  افغانستان د  امان الله خان تر مشرۍ لاندې، د افغانستان د زړور ملت په…

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور مترقي پروګرامونه

16 Jul 2019 ټولنیز علوم خپلواکي کالمونه تاند No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

تاند نیوز ډیسک: افغان حکومت مالیې وزارت ته امر کړی چې د خپلواکۍ د بیا ګټلو سلمې کلیزې نمانځنې لپاره…

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

24 Jun 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (2)

نور

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

 اسدالله نورزی     هر کال چې د خپلواکۍ د لمانځلو ورځ رانږدې شي نو په ځوانانو کې په پراخه توګه بحثونه…

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

19 Aug 2018 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

شاه امان الله له هغې ورځې چې د افغانستان خپلواکي یې له انګلېس څخه د سختو جګړو او مبارزو وروسته…

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

19 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2