Categories

اعلان

Loading…

د افریقا پېنګوېن | زکریا رحیمي

African penguin

د ډول علمي نوم یې (Spheniscus demersus) ده، د (black-footed penguin, Cape penguin, or jackass penguin) په نومونو هم یادیږي، د پېنګوېن ډول ده، په (order Sphenisciformes) ډله کې ډلبندي شوي. د سوېلې افریقا او نمیبیا د ساحلونو په اوږدو کې ژوند کوي.
 
فزیکي ځانګړنې
قد یې له ۶۰ تر ۶۸ سانتي متره (له ۲۴ تر ۲۷ انچه) پورې لوړیږي او وزن یې تر ۴ کیلو ګرامه (۹ پونډه) پورې رسیږي. نر یې کمه اندازه له ښځې دروند او لوړ وي. تور او سپین رنګ لري خو واړه بچیان یې بیا خړې بڼکې لري.
 
خواړه
د پېنګوېن مرغانو خواړه د افریقا واړه پېلچرډ (pilchards) کبان، مکرل کبان (mackerel) او انچووي کبان (anchovies) دي. خو خپله په پېنګوېن مرغانو بیا پیشوپړانګ، نولي یا ډانګلکي او وحشي پیشوګانې برید کوي. په وړو بچیانو یې نور سمندري مرغان برید کوي. کله چې سمندر ته په خپلو خوړو پسې کوز شي نو حلزون او شارک کبان هم برید پرې کوي.
 
ځاله او د مثل تولید
په سوېلې افریقا کې یې د مثل د تولید موده د مارچ او مې میاشتو تر منځ ده خو په نمیبیا کې د نومبر او ډسمبر ترمنځ ده. په ۹۰% جوړو کې د جنسي نزدیکت چلند یو نر له یوې ښځې سره جوړه کیږي په انګرېزۍ کې دې چلند ته (Monogamy) وایي په دې مانا چې له ډېرو سره جنسي نزدیکت نه کوي او په یوه وخت کې له یوه نر سره جوړه کیږي. کله چې نر او ښځه د مینې په اظهار یو بل جذب کول غواړي یو بل ته د خره اواز ته ورته غږ کوي. د خره رمباړو ته په انګرېزۍ کې (bray) وایي او له همدې امله ځینې خلک دې مرغانو ته د (jackass penguins) نوم اخلي.
 
د افریقا پېنګوېن مرغان خپلو هګیو ته په شګه کې کنده باسي، د ډبرو لاندې هګۍ کوي، د ونې لاندې او یا په هوارو ځمکو کې هګۍ اچوي. دوه هګۍ اچوي او دواړه نر او ښځه په نوبت سره په هګیو کیني، هګۍ له ۳۸ تر ۴۰ ورځو پورې په بچیانو بدلیږي، تر ۳۰ ورځو پورې دواړه نر او ښځه د بچیانو ساتنه کوي او خواړه ورکوي له ۳۰ ورځو وروسته مور او پلار دواړه سمندر ته خوړو پسې ځي او بچیان یې د نورو جوړو له بچیانو سره یو ځای کیږي تر څو ځان له ښکاري ژو وژغوري. له ۲ تر ۴ میاشتو پورې بچیان خپلمنځ کې سره ډله وي خو له دې مودې وروسته یوازې سمندر ته ځي او خپل ځان په وړو کبانو تغذیه کوي. زیات بچیان یې له هغو کالونیو چېرې چې زېږېدلي وي له یو تر دوه کلو پورې لرې ژوند کوي خو کله چې پرې د بلوغ بڼکې را څرګندې شي بېرته کالونیو ته راګرځي او د مثل د تولید لپاره خپلې کالونۍ نه بدلوي. جنسي بلوغ ته د دوه کلنۍ او اته کلنۍ ترمنځ رسیږي خو زیات غړي یې په څلور کلنۍ کې د مثل په تولید پیل کوي. د ژوند منځنۍ کچه یې له ۱۰ تر ۱۵ کالو پورې ده خو ځینې یې تر ۲۷ کلنۍ پورې هم ژوندي پاتې کیږي.

196 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
614

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸