Categories

اعلان

Loading…

ورځپاڼه | زکریا رحیمي

ورځپاڼې هغه خپرونې دي کومې چې هر ورځ، هر اونۍ او یا بل ټاکل شوي وخت کې خبرونه چمتو کوي او خپروي، د عامه خلکو لرلید، ځانګړنې او نور عمومي مالومات خپروي او ډېر وخت سوداګریز اعلانات هم پکې شته وي.
 
د اوسنیو ورځپاڼو پیل د روم له اکتا دیورنا (Acta diurna) شوی مانا یې د هرې ورځې کړنې دي. یادې رسنۍ سیاسي او ټولنیزې پېښې خپرولې. همداسې دوېمه سرچینه یې په لاس لیکل شوې خطي رسنۍ (manuscript newsletters) ده کومه چې په منځنیو پېړیو کې د فګر کورنۍ (Fugger family) تر منځ د اوګزبرګ (Augsburg) ډېرو سوداګرو خپروله.
 
په انګلستان کې ورځپاڼې د کتاب یا رسالې شکل کې چاپ کېدې او خپرېدې، په دې ډول کتاب یا رساله کې به یوازې د یوې موضوع په اړه خبر خپرېده لکه د کومې طبیعي پېښې په اړه، د جګړې په اړه او یا د یوې ځانګړې لمانځنې په اړه. د دې رسالیزو او یا کتابي رسنیو تر ټولو مخکینۍ بېلګه (Battle of Flodden 1513) ده او نورې پر له پسې بېلګې یې (town crier and ballads and broadsides) دي.
 
د ۱۷ پېړۍ په لمړیو دوه لسیزو کې ډېرې یا کمې دوامداره ورځپاڼې په جرمني، ایټالیا او نېدرلنډ کې چاپ شوې. په ۱۶۲۰ لسیزه کې د المان (corantos) ورځپاڼه کومې چې له بهرنیو رسنیو خبرونه راغونډول او خپله کې یې سره ضمیمه کول په امسټرډم ښار کې یاده رسنۍ فرانسویانو او انګرېزانو هم خپلو ژبو ته ژباړله. د ورځپاڼې د نوم مانا یې د خبرونو بهېدنه یا جریان ده. په ۱۷ پېړۍ کې د اروپا زیاتو هېوادونو بنسټیزې ورځپاڼې خپرې کړې همداسې جاپان د ۱۶۰۳–۱۸۶۷ کلونو ترمنځ د ټولنیزو خبرونو ورځپاڼه خپره کړه.
 
په انګلستان کې په لمړي ځل د (corantos) ورځپاڼه په ۱۶۲۱ کې را څرګنده شوه. په ۱۶۴۰ لسیزه کې کتابي او رسالیزو ورځپاڼو ته بدلې شوې، اوسنۍ ورځپاڼې چې انګلستان کې د انګلش ډېلي (English Daily) په نامه خپریږي د (The Daily Courant) په نامه د ۱۷۰۲–۳۵ کلونو ترمنځ خپرېده. تر ۱۷۷۱ پورې په انګلستان کې جورنالستانو حق نلره چې د پارلمان بهیر تعقیب کړي. په کال ۱۷۸۵ کې جان والټر (John Walter) دي ټایمز (The Times) ورځپاڼه تاسیس کړه او همداسې په ۱۷۹۱کې دي ابزرور (The Observer) رسنۍ تاسیس شوه. تر ډېره پورې ورځپاڼې سانسور کېدلې. په ۱۷۶۶ کال کې سوېډن لمړی هېواد وو چې د رسنیو د ازادۍ لپاره یې قانون تصویب کړ.
 
په فرانسه کې د پاریس جورنال (Journal de Paris) په نامه ورځپاڼه په ۱۷۷۱ کې او د بحثونو جورنال (Journal des Débats) په نامه ورځپاڼه په ۱۷۸۹ کې تاسیس شوه کومو چې تر دوېمې نړیوالې جګړې پورې خپرېدې. دواړو رسنیو د فرانسې د (National Assembly) د ناستو په اړه ورځنی راپور چمتو کوه او خپروه. د فرانسې د انقلاب پر وخت یې د چاپ مخونه زیات شول خو له انقلاب وروسته په تدریجي شکل بېرته کم شول.
 
په متحده ایالتونو کې لمړۍ ورځپاڼه بوسټون (Boston) د ۱۶۹۰ په سپټمبر میاشت کې تاسیس شوه خو له یوې خپرونې وروسته د مستعمرې والي بنده کړه. په ۱۷۰۴ کې بوسټون نیوز لېټر (Boston News-letter) خپرونې پیل کړې او د پوسټ له لارې تر خلکو رسول کېدې. په ۱۷۱۹ کې بوسټون ګزېت (Boston Gazette) ورځپاڼه جېمز فرانکلېن تاسیس کړه – جېمز فرانکلېن د بېنجامین فرانکلېن ورور وو.
 
د ۱۹ پېړۍ په پیل کې رسنۍ کمې تر خلکو رسېدې او لامل یې په خلکو کې بېسوادي او د ټکنالوجي نشتون وو. خو کله چې خلکو زده کړو ته مخه کړه، همداسې ټکنالوجي راڅرګنده شوه لکه د چاپ ماشینونه، د ټایپینګ لپاره ماشینونه، ټیلیفون، ټیلیګراف، د سفر لپاره موټر او اورګاډي نو د ورځپاڼو چاپ په زیاتېدو او خپرېدو کې یې مرسته وکړه. له دې سره د رسنیو قیمت کې هم توپیر راغی د بېلګې په توګه په متحده ایالتونو او انګلستان کې دي ټایمز (The Times) په ۱۸۱۵ کې له ۵۰۰۰ پیل شوه او د یوه اخبار قیمت ۷ پېنسه وو او په ۱۹ پېړۍ کې یې قیمت ۵ پېنسه شو او د خپرېدو شمېر یې هم ۵۰۰۰۰ ته ورسېده.
 
په ۱۸۳۵ کې جېمز ګورډن بېنېټ (James Gordon Bennett) د (New York Herald) په نامه ورځپاڼه پیل کړه او د عصري جورنالېزم لپاره یې بنسټیز د رسنیو شکل جوړونه کې چارو ته دوام ورکړ.

147 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
570

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸