Categories

اعلان

Loading…

د کمو ونو لرونکې وښیزه دښته | زکریا رحیمي

Savanna
په انګرېزۍ کې یې نوم (savanna or savannah) لیکل کیږي. هغه ایکو سیستم ته وایي چې وښیزه دښته او د ونو ځنګل لري. ونې له یو بل څخه کافي واټن لري، ځمکې ته کافي لمریزې وړانګې رسیږي او د سیوري نشتوالی د وړو بوټو او وښو د شنه کېدو لامل کیږي. له ځنګل سره یې توپیر داده چې په ځنګل کې ونې ډېر سره نږدې وي خو په ساوانا کې ونې خپرې شوې خپلمنځ کې کافي واټن لرونکې وي. په دې ډول ایکو سیستم کې ځینې سیمې ګڼې او ځینې کمې ونې لري. د امریکا د سرادو ساوانا په یو هکتار یا ۱۰۰۰۰ متر مربع ځمکه کې له ۸۰۰ تر ۳۳۰۰ پورې ونې لري. د ګیني ساوانا له یو هکتار ځمکه کې تر ۱۲۹ پورې ونې، د اوبو لویو تنو له غاړو سره ساوانا په یو هکتار کې تر ۱۰۳ پورې ونې لري، د استرالیا په ختیځ کې ساوانا په یو هکتار ځمکه کې تر ۱۰۰ پورې ونې لري.
 
د ساوانا دښتو بله ځانګړنه د کال په یوه ځانګړي موسم کې درانده بارانونه دي. همداسې د بوټو او ژو له مختلفو طبیعي ټولنو سره تړاو لري. د ټولې نړۍ تقریبا ۲۰% ځمکه ساوانا دښتې دي.
 
د ساوانا کلیمه د لاتینۍ ژبې له (Zauana) کلیمې اخیستل شوې، او انګرېزانو په رسمي توګه په ۱۵۵۵ کې د (zavana) په څېر وکاروله. په لمړي ځل پېټر مارټیر په خپله راپور کې د پاناما د یوې سیمې لپاره کارولې.
Tarangire-Natpark800600
Tanzania, East Africa

574 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
571

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸