Categories

اعلان

Loading…

په بلوچستان کې ۶ لېويز سرتېري په بريد کې وژل شوي

خبریال:رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد-  د ناامنه بلوچستان ايالت په زيارت سيمه کې ناڅرګنده وسله والو د چارشنبې په  ورځ د لېويز پوليسو شپږ سرتېري په ډزو وژلي دي. په بريد کې يو شمېر سرتېري ټپيان هم دي. وسله والو پر امنيتي پوسته بريد کړی دی. 

د زيارت  مرستيال کمشنر قادربخش پرکاني رسنيو ته ويلي، چې ناڅرګنده وسله والو د سنځاوۍ په  سيمه کې د لېويز پوليسو پر امنيتي پوسته بريد ترسره کړی، چې په نتيجه کې يې شپږ سرتېري وژل شوي او ځيني نور بيا ژوبل شوي دي.

د پرکاني په خبره وسله وال  د پېښي له ځايه  په تېښته بريالي شوي دي. د وژل شويو سرتېرو مړي د سنځاوۍ روغتون ته  وړل شوي دي. امنيتي ځواکونه  د پېښي ځای ته  رسېدلی او په اړه يې پلټنې پيل کړې دي. خو تراوسه چا د پېښي مسووليت نه دی منلی او نه  هم په دې تړاو څوک نيول شوي دي.

  دوه کاله وړاندې هم په  ياده سنځاوۍ سيمه کې د امنيتي سرتېرو د ګزمې پر موټر وسله وال بريد شوی وو، چې په نتيجه کې يې درې د ملېشه ځواکونو سرتېري وژل شوي وو. تر دې وړاندي بيا د يادي سنځاوۍ په بغاو نومي سيمه کې د درېو تنو مړي موندل شوي وو، چې په مرميو له وژل کېدو وروسته په ياده سيمه کې غورځول شوي وو.

زيارت د کوټې په جنوب ختيځ کې پرته پښتون مېشته سيمه ده. چې په کې په دې وروستيو کې د ناامنۍ پرله پسې پېښي رامنځته کېږي.

966 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
573

1 comment

  1. فولاد Reply

    پنجاب پخپله داکار کوي چی نا امنې ته لاره هواره کړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸